تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تقلید ثبوت په قران سره
 
  August 15, 2015
  0
تقليد دوه ډوله دئ:

لومړى: دا چي مقلد دځان دتقليد لپاره يو خاص مجتهد ونه ټاکي بلکي په يوه مسئله کي ديوه امام تابعداري وکړي او په بله مسئله کي دبل امام تابعداري وکړي دغسي تقليد ته مطلق تقليداو يا عام تقليد وايي. 

دوهم: ډول تقليد هغه تقليد دئ چي يو  کس يو  خاص امام وټاکي په ټولو مسئلو کي دهمدغه امام تابعداري کوي ، دغه تقليد ته شخصي تقليد وايي.

دتقليد ددواړو  ډولونو حقيقت دادئ چي کس په خپل نظر ، فکر او فهم سره دقرآن او حديث څخه دمسائلو استنباط نه سي کولاى او په مجتهدينو کي ديو کس پر بصيرت ، پوهه او فهم باندي اعتماد ولري ، ددغه مجتهد پر تشريحاتو باندي چي دقران او حديث لپاره  يې کړي دي پر هغه اعتماد ولري ، کومي مسائلي چي نوموړي مجتهد دقرآن او حديث څخه استنباط کړي پر هغه باندي اعتماد ولري بيا عمل په وکړي . داسي تقليد کول نه يوازي چي جايز دئ بلکي پر واجب والي باندي يې په قرآن او حديث کي زيات شمېر دلايل وجود لري.

د تقليد ثبوت په قرآن سره
کوم تقليد چي پورته بيان سو اصولي لارښووني يې خپله په قرآن کي سته ځکه الله جل جلاله  فرمايي:

لومړى آيت :
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ ....( سورة نساء الاية ٥٩)
ژباړه : اې ايمان لرونکو!  دالله جل جلاله  او درسول الله صلي الله عليه وسلم  پيروي وکړئ او د (اولي الامر) اطاعت او پيروي وکړئ.

په  پورته آيت کي چي د (اولي الامر) لفظ ذکر سوى دئ ځينو علماؤ يې په تفسير کي ليکلي دي چي مراد ځني دمسلمانانو حاکمان او واکمنان دي او ځينو بيا ويلي دي چي د (اولي الامر) څخه مراد دفقه علماء او پوهان  دي يعني داچي دفقه دعلماؤ اطاعت دي وکړل سي ، داچي د (اولي الامر) څخه مراد علماء سي دا تفسير حضرت جابر بن عبدالله رضي الله عنه  ، حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنه  ، حضرت مجاهد رحمة الله علیه  ، حضرت عطاء بن ابي رباح رحمة الله علیه  ، حضرت عطاء بن السائب رحمة الله علیه  ، حضرت حسن بصري رحمة الله علیه  ، حضرت ابوالعالية رحمة الله علیه  او داسي نورو علماؤ خوښ کړى دئ.(۱)

مفسر امام رازي رحمه الله: بله خبره لاداده چي دپورتنيو علماؤ تفسير امام رازي رحمة الله علیه  خورا په ډېرو دلايلو  تائيد کړى دئ  او همدا تفسير ته يې ترجيح  ورکړې ده ، بيا يې ليکلي دي چي د (اولي الامر) دلفظ څخه علماء مرادول اولي او غوره کار دئ.(۲)

مفسر امام جصاص رحمه الله: ابوبکر جصاص رحمة الله علیه  بيا دپورتنيو دوو تفسيرونو په اړه وايي : دواړه تفسيرونه درست دي او په خپل منځ کي کوم تعارض هم نه لري  په دې ډول چي دمسلمانانو دواکمنانو اطاعت په سياسي چارو کي وکړل سي او دعلماؤ اطاعت دي په مذهبي چارو کي وکړل سي.(۳)

علامه ابن القيم رحمة الله علیه:  فرمايي: دآمرانو او واکمنانواطاعت هم په حقيقت کي دعالمانو اطاعت او پيروي ده ځکه آمران هم په خپل حکومت او دولتي چارو کي دعالمانو پايبند دي څه ډول چي اسلامي لارښووني عالمان و واکمنان ته ښيي په هغه ډول به واکمنان عمل کوي لنډه داچي دواکمنانو اطاعت دعالمانو اطاعت دئ.

علامه ابن القيم رحمة الله علیه  فرمايي:

فطاعة الامرآء تبع لطاعة العلماء.(۴)
ژباړه : دواکمنانو پيروي دعالمانو دپيروۍ تابع ده.

په هر صورت که دپورته آيت تفسير په نظر کي ونيول سي نو مسلمانانو ته لارښوونه کوي چي دالله جل جلاله  او درسول الله صلي الله عليه وسلم  اطاعت وکړئ ، دهغه عالمانو اطاعت وکړئ چي دالله جل جلاله  او درسول الله صلي الله عليه وسلم  دويناوو شرحه تاسو ته کوي په کومو ويناوو چي تاسو نه پوهېږئ هغه تاسو ته درښيي. دغه اطاعت چي په ايت کي ذکر سو او لازم وګڼل سو همدا اطاعت دتقليد اصطلاحي نوم دئ.
 
دپورتني آيت  پسې  الله جل جلاله  فرمايي:
فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ....( سورة نساء الاية ٥٩)
ژباړه : که ستاسو په منځ کي دکومي مسئلې اړونده اختلاف پيښ سي نو تاسو الله جل جلاله  او دالله جل جلاله  رسول  صلي الله عليه وسلم  ته رجوع وکړئ که تاسو پر الله جل جلاله  او دقيامت پر ورځ باندي ايمان لرئ.

داچي پورتني آيت  چي داولي برخي په تعقيب راغلى دئ ــ وکتل سي نو داسي بريښي لکه داچي دهغه تفسير مستقله جمله وي چي مجتهدينو ته خطاب سوى دئ.

مفسر ابوبکر جصاص رحمة الله علیه : پر دې خبره اسرار کوي چي داولي الامر څخه علماء مراد اودخپلي خبري دتائيد لپاره ليکي:

وقوله تعالي عقيب ذالک فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ يدل علي ان اولي الامر  هم الفقهاء لانه امر سائر الناس بطاعتهمثم قال فان تنازعتم الخ فامراولي الامر برد المتنازع فيه الي کتاب  الله وسنة نبيه صلي الله عليه وسلم  اذا کانت العامة ومن ليس من اهل العلم ليست هذه منزلتهم لانهم لايعرفون کيفية الردالي کتاب الله والسنة ووجوه دلائلها علي احکام الحوادث فثبت انه خطاب للعلماء.(۵)

ژباړه : لکه چي الله جل جلاله  دايټ په لومړى برخه داولي الامر داطاعت  امر وکړ، دستي يې ورپسې وويل چي که ستاسو په کومه  مسئله اختلاف پيدا سو نو الله جل جلاله  او رسول الله صلي الله عليه وسلم  لوري ته رجوع وکړئ ، ددغه خبري څخه ښکاره معلوميږي چي داولي الامر څخه مراد فقهاء دي ځکه الله جل جلاله  ټولو خلګو ته امر وکړ، چي تاسو دفقهاؤ اطاعت وکړئ او بيا يې فقهاؤ ته وفرمايل چي که ستاسو په  کومه مسئله کي اختلاف پيښ سي نو قرآن او حديث ته رجوع وکړئ ، داحکم يوازي فقهاؤ ته دئ ځکه عام او بې علمه خلګ ددې مقام څخه  برخمن نه دي ځکه هغوته دا نه معلوميږي چي دقرآن اوحديث څخه دي کومي مسئلې ثابتي سي او څنګه دي ثابتي سي، همدا ډول عامو  خلګو ته نه معلوميږي چي نوي مسئلې څنګه استنباط سي ، نه داستنباط علم ورسره سته او نه يې دلايل ورته معلوميږي چي مسئلې دي يې په مټ استنباط کړي بالاخره داخبره ثابته سوه چي  دا خطاب يوازي علماؤ ته دئ.

مشهور اهل حديث: علامه نواب صديق حسن خان صاحب رحمة الله علیه  هم  په خپل تفسير کي فتح البيان کي په دې خبره اعتراف کړى  چي د  (فان تنازعتم ) خطاب مجتهدينو ته دئ ځکه دى فرمايي:

والظاهر انه خطاب مستقل مستانف موجه للمجتهدين.(۶)
ژباړه :ښکاره خبره داده چي  دايو مستقل خطاب او مجتهدينو ته متوجه دئ.

په ایت کي مقلد او مجتهد ته امر
 
دپورته ټولو خبرو څخه داخبره څرګنديږي چي کوم خلګ چي داجتهاد وړتيا نه لر ي هغو ته اجازه نسته چي په اختلافي مسائلو کي دي مستقيما قرآن او حديث ته رجوع وکړي او بيا دي په خپله رايه او نظر باندي پرېکړه وکړي بلکي لومړى وهغه خلګو ته خطاب دئ چي مستقيما دقرآن او حديث څخه دمسئلواستنباط نه سي کولاى، په خطاب کي داخبره پر دوى باندي لازمه کړل سوې ده چي دوى به دالله جل جلاله  او رسول الله صلي الله عليه وسلم  اطاعت کوي داطاعت طريقه داده چي دوى به اولي الامر يعني دعالمانو څخه دمسئلو پوښتني کوي او بيا به عمل په کوي ، ددغه آيت په دوهمه جمله کي بيا وعالمانو يعني مجتهدينو ته خطاب دئ او الله جل جلاله  ورته  فرمايلي دي چي که تاسوته په کومه مسئله کي اختلاف پيدا سو نو قرآن او  حديث ته رجوع وکړئ او دخپل فهم ، بصيرت او فکر په کار اچولو سره دقرآن او حديث څخه مسئلې استنباط کړئ خلاصه دا چي دپورتني آيت په لومړى جمله کي مقلدينو ته دتقليد کولو امر سوى دئ او په دوهمه جمله کي يې مجتهدينو ته داجتهاد حکم سوى دئ.

دوهم آيت: 
الله جل جلاله  فرمايي:
وَإِذَا جَاءَهُمْ أَمْرٌ مِنَ الْأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُوا بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُولِي الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُمْ.....( نساء ، آية ٨٣)

ژباړه : که چي دامن او ويري اړوند کوم کار پيښ سي نو دوى يې نشر کړي (که دوى تر نشر وړاندي دغه  خبره) رسول الله صلي الله عليه وسلم  ته راجع کړې واى او خپل اولي الامر ته يې راجع کړې نو په دوى کي  چي کوم  خلګ استنباط کولاى سي هغو به حقيقت حال ډېر ښه  معلوم  کړى  واى.

د ایت شان نزول
دپورتني آيت شانزول داسي و چي درسول الله صلي الله عليه وسلم  په زمانه کي چي به کله څه دويري او يا دامن خبره پېښه سوه نو  ددغه زمانې  منافقينو به دغه خبره پر څو  بڼي باندي واړول څو په  ښارونو کي  دويري فضا  خپره کړي ، دمنافقانو ددغه کار تر اغېز به ځيني ساده مسلمانان لاندي راغلل او  دوى  به هم  داخبري کولې څو الله جل جلاله  آيت  کريمه نازل  کړ، او دوى يې ددغه کار څخه منعه کړه اولارښوونه  يې ورته وکړه چي کله تاسو ته کومه دامن او ويري خبره ورسيږي نو ددې پرځاى چي تاسو پرخپل سرباندي عمل کوي لومړى دا خبره اولي الامر ته ورسوئ په هغو کي چي کوم خلګ دتحقيق او استنباط څښتنان دي هغه به دخبري اساس معلوم کړي ،تاسو ته به يې بيان کړي بيا به تاسو په اصلي خبره خبر سئ ، خلاصه  داچي دپورتنى آيت څخه معلوميږي چي دمسلمان کار دا نه دئ چي هره خبره يې تر غوږه ورسېده بايد دستي په خپل فکر عمل په وکړي بايد لومړى داخبره پوهانو ته ورسوي هغو چي کوم نظر ورکړ، په هغه باندي بيا عمل وکړي.

پورتنى آيت که څه هم په يوه خاصه موضوع کي نازل سوى دئ مګر دتفسير او اصول فقه دا منل سوې قاعده ده چي کله دمسائلو او احکامو استنباط دقرآن څخه کيږي نو که څه هم شان نزل يې خاص پاملرنه ورته پکار نه ده دقرآن دالفاظو عموميت ته پاملرنه پکار ده او دالفاظو عموميت ته اعتبار ورکول کيږي (العبرة لعموم اللفظ لا لخصوص المورد)، ددغه قاعدې په نظر کي نيولو سره دپورتني آيت څخه موږ داسي لارښوونه کيږي چي کوم خلګ چي دبصيرت او ذکاوت والا نه دي هغو ته چي کومه خبره ورسيږي هغوى حق نه لري چي په خپل سر باندي او  په خپل فکر سره پرېکړه وکړي بايد دوى هغه کسانو ته رجوع وکړي چي هغوى داستنباط اهليت او وړتيا ولري کله چي هغوى دخپل بصيرت او پوهي په رڼا کي کوم حکم وکړ، عام خلګ دي بيا په هغه سره عمل وکړي . همدغه کار ته تقليد ويل کيږي.

مفسر امام رازي رحمة الله علیه:  دپورتني آيت  لاندي ليکي:
فثبت ان الاستنباط حجة والقياس اما استنباط او داخل فيه فوجب ان يکون حجة اذا ثبت هذا فنقول : الاية دالة علي امور احدها ان في احکام الحوادث مالايعرف بالنص بل بالاسنتباط وثانيها ان الاستنباط حجة وثالثها ان الامي يجب عليه تقليد العلماءفي احکام الحوادث.(۷)

ژباړه : نو داخبره ثابته سوه چي استنباط حجت دئ او قياس يا خو خپل استنباط دئ او په دې کي داخل دئ په هر صورت قياس هم حجت دئ کله چي داخبره ثابته سوه نو موږ وايو: پورتنى آيت پر څو خبرو باندي دلالت کوي : لومړى داچي په نوو پيدا سوو مسائلو کي ځيني داسي مسئلې سته چي دنص څخه په څرګند ډول نه معلوميږي بلکي په استنباط  معلوميږي، دوهمه خبره دا معلومه سوه چي استنباط حجت دئ ، دريمه خبره دا معلومه سوه چي پر امي باندي لازمه ده چي په نوو پيدا سوو مسائلو کي دعلماؤ تقليد وکړي.

ځينو علماؤ پر پورتنى خبر باندي اعتراض کړى دئ چي په آيت کريمه کي خو دجنګ بيان  سوى دئ دامن حالات به څنګه دجنګ پر حالاتو باندي قياس کړل سي؟(۸)

دپورتنى اعتراض جواب خو موږ لومړى ويلى و چي قانون داسي دئ چي دآيت عامو الفاظو ته اعتبار ورکول کيږي او دشانزول خاصو حالاتو ته اعتبار نه ورکول کيږي دهمدې خبري په تائيد امام رازي رحمة الله علیه  ليکي:

ان قوله (واذا جاءهم امر من الامن او الخوف) عام في کل ما يتعلق بالحروب وفيما يتعلق بسائر الوقائع الشرعية لان الامن والخوف حاصل في کل ما يتعلق بباب التکليف فثبت انه ليس في الايت ما يوجب تخصيصها بامر الحروب.(۹)

ژباړه : دالله جل جلاله  دا وينا چي کله  دامن اوويري خبره پېښه سي ــــ دالله جل جلاله  دغه حکم عام دئ په جنګي اونورو ټولو شرعي چارو پوري اړه لري  ځکه امن او وېره داسي څه دي چي دتکليف په هر ډګر پوري اړه لري بالاخره داخبره ثابتيږي چي په آيت کي چي کوم امر سوى دئ يوازي په جنګي چارو پوري اړه نه لري.

همدا  ډول امام ابوبکر جصاص رحمة الله علیه  هم دپورتني اعتراض جواب په همدغه ډول کړى دئ او ورسره تر څنګ يې دځينو نورو شبهاتو  ليري والى هم کړى دئ ، همدا لامل دئ چي  داهل  حديثو مشهور عالم نواب صديق حسن خان پورتني آيت دقياس  دجواز لپاره دليل بللى دئ ځکه نوموړى عالم په خپل تفسير کي داسي ليکي:

في الاية اشارة الي جواز القياس وان من العلم ما يدرک بالاستنباط.(۱۰)
ژباړه : په پورتني آيت کي دقياس جواز ته اشاره ده  ځکه ځيني پوهه په استنباط سره درک کېداى سي.
که پورتنى آيت يوازي دامن او ويري دزمانې پوري خاص سي او ددغه زمانې پرته بل شي په ثابت نه سي نو دپورتني آيت څخه به څنګه قياس ثابت سي.

دريم آيت
الله جل جلاله  فرمايي: 
فَلَوْلَا نَفَرَ مِنْ كُلِّ فِرْقَةٍ مِنْهُمْ طَائِفَةٌ لِيَتَفَقَّهُوا فِي الدِّينِ وَلِيُنْذِرُوا قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُوا إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ . (سورة توبة الاية ١٢٣)

ژباړه : ولي ددوى څخه يوه ډله دهري ډلي څخه نه وزي څو په دين کي پوهه لاسته راوړي تر بېرته راتګ وروسته خپل قوم وويروي ښايي خپل  قوم به دالله جل جلاله  دنافرمانۍ څخه وساتي.

په پورته آيت کريمه کي پر دې خبره باندي ټينګار سوى دئ چي ټول مسلمانان دي په جهاد او نور کارونوکي بوخت نه پاتيږي بلکي يوه ډله دي دالله جل جلاله  په دين باندي دپوهاوي لپاره ځانونه وقف کړي  څو خلګو ته دالله جل جلاله  ددين احکام ورسوي هغو خلګو ته چي ځانونه يې ددين په نورو څانګو بوخت کړي دي او ددين داحکامو دزده کړي لپاره يې وخت نه دئ پيداکړى، همدا لامل دئ چي پورتنى آيت پر هغه کسانو باندي چي علم يې زده  کړى دئ دا خبره لازمه کړې ده چي دوى به خلګوته دالله جل جلاله  ددين احکام ورزده کوي او پر هغو کسانو  باندي چي په  نورو څانګو بوخت دي داخبره يې لازمه کړې ده چي دهمدغه کسانو څخه به  زده کړه کوي او عمل به په کوي څو په دې لاره سره دالله جل جلاله  دنافرمانۍ څخه ځانونه وژغوري. 

امام ابوبکر جصاص رحمة الله علیه پر همدې خبره باندي د تبصرې په بڼه ليکي:
فاوجب الحذر بانذارهم والزم المنذرين قبول قولهم.(۱۱)
پر علماؤ لازمه ده چي خلګ دالله جل جلاله  څخه وبېروي او پرخلګو باندي لازمه ده چي ددوى قول ومني.

يعني  علماو چي دالله جل جلاله  ددين احکام يې زده کړى دي داخبره پر لازمه ده چي الهي احکام خلګو ته ورسوي او پر خلګوباندي ددوى اطاعت لازم دئ ،حاصل داچي خلګو ته پکارده چي دالله جل جلاله  دپورتني آيت حکم ومني دعلماؤ خبري دي ومني او دالله جل جلاله  دنافرمانۍ څخه دي ځانونه خلاص کړي.

څلورم آيت
الله جل جلاله  فرمايي:
 فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ. (سورة النحل الاية ٤٣)
ژباړه : که تاسو نه پوهېږئ نو داهل ذکر څخه پوښتنه وکړئ.
په پورتني آيت کي انسانانو ته اصولي لارښوونه سوې ده چي کوم کسان چي ديوه فن په اړه معلومات نه لري هغوى دي دعالمانو څخه پوښتنه وکړي او  بيادي عمل په وکړي همدې کار ته تقليد ويل کيږي.

مفسر علامه الوسي رحمة الله علیه  ليکي:
واستدل بها ايضا علي وجوب المراجعة للعلماء فيما لايعلم وفي الاکليل: للجلال الدين السيوطي انه استدل بها علي جواز تقليد العامي في الفروع.(۱۲)
ژباړه :په پورتني آيت کي  پردې خبره باندي هم دليل ويل  کېداى سي چي په هغه خبرو کي چي چاته يې علم نه وي علماؤ ته رجوع کول واجب دي ، 

مفسر علامه سيوطي رحمة الله علیه: په اکليل کي ليکي: په پورتني آيت کي پردې خبره باندي هم دليل دئ چي عامو  خلګو ته په فروعي مسئلو کي تقليد کول جايز دي.

که پورتنى آيت کريمه  دتقليد لپاره ددليل په توګه وويل سي نو ځينو خلګو ته دا  نيوکه  ور پرزړه کيږي چي کله دمکې مشرکينو دحضرت محمد صلي الله عليه وسلم  درسالت څخه منکر سوه او دا يې ويل چي موږ ته ولي درسالت په  توګه يوه ملايکه  نه راځي؟ الله جل جلاله  دا آيت نازل کړ:
 
وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ إِلَّا رِجَالًا نُوحِي إِلَيْهِمْ فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ. (سورة النحل الاية ٤٣)

ژباړه : موږ تا وړاندي نور هم خلګ درسولانو  په ډول لېږلي وه ، که تاسو نه پوهېږئ نو داهل ذکر څخه پوښتنه وکړئ.

په پورتني آيت کي  چي (اهل ذکر ) ياد سوي دي دځينو مفسرينو په  آند داهل کتابو علماء ځيني مراد دي ، دځينو په آند هغه علماء  ځيني مراد چي درسول الله صلي الله عليه وسلم  په زمانه کي يې اسلام راوړى وو ، دځينو په آند اهل قرآن ځيني مراد دي.

مطلب دا چي د ټولو مفسرينو پردې خبره باندي اتفاق دئ چي دپورتني  آيت مطلب دا دئ چي مخکني ټول انبياء عليهم السلام انسانان وه ملايکي نه وي له همدې دپورتني آيت دسباق ، سوق او سياق څخه هيڅ دتقليد او اجتهاد خبره نه معلوميږي؟

دپورتنى سوال جواب دادئ : چي دآيت شريف څخه په دلالت النص باندي دتقليد معلوميږي، او پر تقليد باندي دلالت کوي ، حاصل داچي داهل الذکر څخه چي هرڅوک مراد  وي خو دوى ته درجوع حکم هغه چاته سوى دئ چي په هغو کي ذاتي ناپوهي نغښتې وي ، داخبره هغه وخت منل کېداى سي چي کله دا اصل ومنل سي چي هر پوه دي عالم ته رجوع کوي او  دغه اصل دپورتني آيت څخه معلوميږي بالاخره پورتنى آيت دتقليد لپاره استدلال کېداى سي ، بله خبره داده چي مخکي موږ ويلي وه چي ټول فقهاء او مفسرين لاندي قاعده بيانوي:

العبرة لعموم اللفظ لا لخصوص المورد. 
 ژباړه : اعتبار عمومي الفاظو ته دئ خاص هغه مورد ته اعتبار نه ورکول کيږي په کوم کي چي آيت نازل سوى وي.

که څه هم پورتنى آيت دمکې دمشريکانو په جواب کي نازل سوى دئ خو دآيت الفاظ عام دي نوځکه دآيت څخه دشک پرته دا اصول  ثابتيږي چي هغه خلګ چي علم نه لري هغه دي علماؤ ته رجوع وکړي او پوښتنه دي ځني وکړي ، همدا خبره دتقليد مفهوم  دئ ځکه:

خطيب بغدادي رحمة الله علیه  فرمايي:
اما من يسوغ له التقليد فهو العامي الذي لايعرف طريق الاحکام الشرعية فيجوز له ان يقلد عالما ويعمل بقوله قال الله تعالي  جل جلاله فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِنْ كُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ. (۱۳)
ژباړه : داچي تقليد به چاته  جايز وي (بايد وويل سي چي تقليد) دعام سړي لپاره جايز دئ چي شرعي احکام نه پېژني داسي سړي ته جايز ده چي ديوه عالم تقليد وکړي او په خبره يې عمل  وکړي ځکه الله جل جلاله  فرمايي:که تاسو نه پوهېږئ نو داهل ذکر څخه پوښتنه وکړئ.

تر دې خبري وروسته علامه خطيب بغدادي رحمة الله علیه  په خپل سند سره د حضرت عمرو بن قيس رحمة الله علیه  قول رانقل کړى دئ چي داهل ذکر څخه مراد علماء دي.

ماخذ: د تقلید شرعي حیثیت
مؤلف: علامه مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله
مخکنۍ لیکنه: د تقلید حقیقت
---------------------------------------------------
۱: دحضرت عبدالله بن عباس تفسير دمعاويه بن صالح او علي بن طلحة له طريقه روايت سوى دئ ، ابن جرير ج : ٥ ص : ٨٨، الاتقان ، نوع ٨٠
۲: تفسير کبير ج : ٣ ص : ٣٣٤.
۳: احکام القرآن للجصاص ج : ٢ ص ٢٥٦ باب في طاعة اولي الامر.
۴: اعلام الموقعين لابن القيم ، ج : ١ ص : ٧
۵: احکام القرآن ج : ٢ ص : ٢٥٧
۶: تفسير فتح البيان ج : ٢ ص : ٣٠٨ ، ط : مطبعة العاصمة قاهره.
۷: تفسير کبير ج : ٣ ص : ٢٧٢
۸: تحريک ازادي فکر مجله ،ص : ٣١ دمولانا محمد اسماعيل سلفي دلوري څخه
۹: تفسير کبير ج : ٣ ص : ٢٧٣
۱۰: تفسير فتح البيان  ج : ٢ ص : ٣٣ ، دنواب صديق خان تفسير.
۱۱: احکام القرآن لجاص ج : ٢ ص : ٢٦٢ باب طاعة الرسول الله صلي الله عليه وسلم .
۱۲: روح المعاني ج : ١٤ ص : ١٤٨.
۱۳: الفقه والمتفقه للخطيب البغدادي رحمة الله علیه  ج : ٢ ص : ٦٧ ط : دارالافتاء سعودية رياض.
 
د تقلید په اړه نور کتابونه:
        

 

سرته