تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خدای جل جلاله دذات او صفاتوخيالي تصورونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 17, 2021
  0

 

د خدای جل جلاله دذات او صفاتوخيالي تصورونه 

 

ځیني خلک په خپلو خیالونو کي د خدای جل جلاله  د ذات او صفتونو انځورونه انځوروي ، ترڅو بالاخره د خدای جل جلاله د ذات او صفاتو په بحثونو کي د خپلو خیالي انځورونو څخه کار اخلي او هغو ته په کتنه سره وایي چي  نعوذبالله خدای جل جلاله داسي دي او یا هم داسي .

په داسي حال کي چي ښکاره قراني ايتونه او عقلي دليلونه دا خبري نه مني.

 

(وَمَا يَتَّبِعُ أَكْثَرُهُمْ إِلَّا ظَنًّا  إِنَّ ٱلظَّنَّ لَا يُغْنِى مِنَ ٱلْحَقِّ شَيْـاإِنَّ ٱللَّهَ عَلِي بِمَا يَفْعَلُونَ)سترگي هغه نسي در کولای مگر هغه جل جلاله دي چي سترگي در کوي. (يونس : ۳۹)

پوهان وايي چي ستاسو په خیالونو کي دروگرځیدل چی خدای جل جلاله به داسي وي هغسي نه دي ځکه چي خدای جل جلاله د انسان په دي پنځو حسونو نسي درک کیدلای.

داسي ډېر حدیثونه روایت سوي دي چي انسان د خدای جل جلاله په ذات کي له تفکر څخه راگرځوي مگر د خدای جل جلاله په مخلوقاتو کي د تفکر امر کوي.

لنډه دا چي د خدای جل جلاله د صفتونو پیژندلو تر ټولو لوی مشکل دا دي  چي ځیني خلک د هغه صفتونه د نور موجوداتو له صفتونه سره له مادي او اروايي اړخه تشبیه کوي او هغه کسان داسي ورته والي ( تشبیه ) منځ ته راوړي د خدای جل جلاله د صفتونو په پیژندلو کي له مشکل سره مخ کیږي نو دي ته يې اړتیا پیدا کیږي چي تاویلونه راوړي او یا ځیني صفتونه وه نه مني.

موحد یا د يوه خدای جل جلاله عبادت کوونکی ، کس هغه څوک دي  چي د خدای جل جلاله په صفتونو کي هیڅوک نه شریکوي ، ځکه د خدای جل جلاله صفتونه د پیداسو ( مخلوقاتو ) په څېر نه دي .

الف : کله چي وایو (الله صمد) خدای جل جلاله بې نیازه دي ، د خدای جل جلاله صمدیت او بې نيازي په دې کي ده چي هغه د نورو مشرانو په څېر وزیر ، د دفتر رئیس ، سکرتر، باډي گارډ او نور ته اړتیانه لري .

نوځکه و خدای جل جلاله ته د نږدي کیدو په موخه چاته اړتیا نه لرو ، بلکي په مستقیمه توگه له خدای جل جلاله سره اړیکه نیسو لکه څنگه چي خدای جل جلاله امر کوي :(وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ ) ﴿البقرة: ١٨٦﴾کله چی زما بندگان زما په اړه سوال کوي زه هغوی ته نږدې یم .

د قریشو مشر کینو مشکل همدا وو چي خدای جل جلاله يي د نورو خدایانو په څېر بللی او بتان او نور هغه ته ورته شیان به يي جوړول چي دا موږ خدای جل جلاله ته نږدي کوي .ځکه هغوی خدای جل جلاله د پیدا سو (مخلوقاتو) په څېر انگېری او څنگه چي موږ جمهور رییس ته د نږدې کیدو لپاره واسطو او اړیکو ته اړتیا همدا سي هغوي فکر کوي چي د خدای جل جلاله سره د کتني لپاره هم باید همداسي وکړي .

 

په داسي حال کي چي خدای جل جلاله له دي ډول صفتونو څخه پاک دي او د خدای جل جلاله بي نیاز (صمدیت) دا غوښتنه لري چي موږ له هغه سره په مخامخه توگه اړیکي وساتو او خپل مشکلات په مستقیمه توگه ورته بیان کړو .

 

ب : کله چي خدای جل جلاله خپل صفتونه بیانوي نو موږ پوهیږو چي خدای جل جلاله پیدا کوونکی او له منځه وړونکی ( محیی وممیت) دي نو بیا لازمه ده چي د دغو خبرو په نظر کي نیولو سره له بل چا څخه اولاد و نه غواړو او په دي باندي هم باید باور و نه لرو چي بل څوک موږ له منځه وړلای سي .

 

ج : کله چي وایو خدای جل جلاله مرسته کوونکي دي او هره ورځ له هغه سره لوړه کوو چي (ایاک نستعین) خدایه جل جلاله خاص ستا څخه مرسته غواړم ، نوبيا لازمه ده د هر مشکل په وخت کي یوازي له هغه جل جلاله څخه مرسته وغواړو.

 

د: کله چي وایو خدای له پټو خبر (عالم الغیب) دي ، نو بیا لازمه ده چي پټي چاري یوازي د الله له پلو څخه وبلل سي ، ملایکی ، پیریان ، پیغمبران او نور ټول پیدا سوي (مخلوقات) په پټو چارو کي ناتوانه وبولو.

 

یاداښت : هر کله چي قران عظیم الشان وگورو ، د خدای جل جلاله د صفتی نومونو په اړه زیات ایاتونه ذکر سوي دي چي د خدای جل جلاله صفتونه او د مخلوقاتو صفتونه یي سره بېل کړي دي د خدای جل جلاله نومونه ستاینومونه (اسم صفتونه) دي .

 

خدای جل جلاله د هغو صفتو خاوند دي چي خپل نومونه يي په هغو یاد کړي دي ، مثلا د خدای جل جلاله نوم رحمان او رحیم دی (بخښونکی او مهربان) او خدای جل جلاله په حققت كي هم رحمان او رحیم دی .

 

د خدای جل جلاله نوم عالم دی ، نو خدای جل جلاله د نړی په ټولو چارو خبر یا عالم دی .

 

د دي برعکس د انسان نوم د هغه له صفتونو سره توپیر لري ، او ډیر وخت د یو انسان نوم د هغه له صفت سره توپیر لري ، مثلا د یو چا نوم زمریالي وي مګر هغه ډیر ډارن وي یا پر یو چا د سخي نوم پروت وي ، مگر هغه سخي نه بلکي ډیر بخیل وي او د انسانانو نومونه مور او پلار ورباندي دي ، او هغه هم کله د هغه کس له صفتونو سره سر وخوري او کله یي نه خوري .

 

مگر دخدای جل جلاله صفتونه ۱۰۰ په ۱۰۰ کي له نومونو سره یو شان دي او هیڅ توپیرنه لري .

 

ماخذ : اسلامي نړۍ لید

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته