لیکنه: مفتي احسان الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2017-08-25
په هر مالي عبادت کې شریعت هله انسان مکلف بللی دی، چې د هغه له وس او توان سره برابر وي، لکه زکات، سرسایه، حج او اختری، په زکات، سرسایه او اختري کې د توان او قدرت معیار د نصاب وجود دی، لهذا له هر مسلمان، بالغ، مقیم انسان سره چې د اختر په دغو دریو ورځو کې تر حاجت اصلي څخه زیات مال له نصاب سره برابر موجود وي، بس قرباني ورباندي واجبه ده.
زموږ په ملک افغانستان کې د خانداني نظام پر بنا، کورنی جوړښت مو داسي وي، چې هلته په کور کې سربراه یو کس وي، خو کار ټول په ګډه او شریکه تر سره کوي، مال او پیسې هم د ټولو سره ګډي وي، لکه په یو خاندان کې پلار، زامن مور لور او خوراني موجودي وي، خو د کور مالي متصرف یوازي پلار وي، په دغه صورت کې خلک له حیرانۍ سره مخ وي، چې اختری به اوس څوک کوي.
یوازي پلار به اختری کوي، لکه په ډیرو کورنیو کې همداسي کیږي، او که به يې ټول کوي. کله چې پلار مړ سي نو د زاړه ترتیب سره سم اختری یوازي مور یا مشر ورور کوي، نور ځان خلاص ورباندي بولي.
خو د شریعت له نظره په داسي کولو سره یوازي د هغه چا غاړي خلاصیږي، چا چې اختری کړی وي، د کور د نورو افرادو پر ذمه اختری بدستور باقي پاتي دی.
البته که مال ټول د پلار وي، او زامن هم کار ورسره کوي، لکه دا هم په موږ کې ډیر رواج دی، هلته بیا د سرمايې مالک یوازي پلار بلل کیږي، او له پلار ماسوا پر نورو اختری نه دی فرض، په دې شرط چې خپل شخصي پیسې ونلري.
الحاصل:
په کور کې چې څومره بالغ افراد موجود وي، او د اختر په ورځو کې د نصاب سره برابر مال ولري، هغه که نر وي، او که ښځه، اختری ورباندي واجب دی، د بل په قرباني سره يې ذمه نه فاریغیږي، او که يې ونه کړي، نو ګنهګار دی.
یادونه:
که پلار مړ سي، په کور کې مور، زامن، لوراني او خوراني پاتي سي، او د مړي په ترکه یا میراث کې پيسې یا ځمکه پاته وي، په دغه صورت کې چې مور، خورانو او لورانو څومره برخه د میراث د قانون سره سم کیږي، که هغه نصاب ته ورسیږي، نو پر دغه مور، لورانو او خورانو هم اختری واجب دی، خو په ډیرو کورنيو کې دېته پام نه کوي، خوراني او لوراني داسي ګڼي لکه په میراث کې چې بالکل حق نلري، په دغه صورت کې که اختری ونکړي، ګنهګار بلل کیږي.