تازه سرليکونه
د (انبیاء علیهم السلام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت یونس علیه السلام ژوند لیک
 
  October 15, 2014
  0

وَإِنَّ يُونُسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ (۱۳۹) إِذْ أَبَقَ إِلَى الْفُلْكِ الْمَشْحُونِ (۱۴۰) فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ الْمُدْحَضِينَ  (سورة صافات الايات ١٣٩ الي ١٤١)
ژباړه : بېشکه يونس علیه السلام  درسولانو څخه  وو .کله چي دى وتښتېدى ډکي کښتۍ ته . نو دکښتۍ څښتنانو قرعه واچول نو دى دمغلوبانو څخه سو.

په قرآنکريم کي د يونس علیه السلام  يادېدل

ديونس علیه السلام  نوم څلور ځلي په ښکاره توګه په نساء ، انعام ، يونس او صافات سورتونو کي ذکر سوى دئ او دوه ځلي دده نوم په لقب سره په سورة انبياء او سورة قلم کي ذکر سوى دئ. لکه چي الله جل جلاله  په سورة  انبياء کي په (ذالنون) سره ياد کړى دئ او فرمايي :

وَذَا النُّونِ إِذْ ذَهَبَ مُغَاضِبًا فَظَنَّ أَنْ لَنْ نَقْدِرَ عَلَيْهِ فَنَادَى فِي الظُّلُمَاتِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ.( سورة انبياء الاية ٨٧)

ژباړه : ياد کړه ذالنون (دماهي څښتن)چي کله ولاړى په قهر وو نو ګومان يې کاوه چي موږ تنګي نه راولو پر ده باندي نو اواز يې وکړى په تيارو کي داسي چي نسته بل لايق دعبادت مګر ته يې اې الله ! پاکي ده تالره او بېشکه زه دظالمانو څخه يم.

همدا ډول الله جل جلاله  يونس علیه السلام  په سورة قلم کي په (صاحب الحوت) سره ياد کړى دئ او فرمايي:

فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تَكُنْ كَصَاحِبِ الْحُوتِ......( سورة قلم الاية ٤٨)
ژباړه : نو ته صبر دخپل رب حکم ته کوه داسي مه جوړېږه لکه دماهي څښتن.

په ترتيب ديونس علیه السلام  نوم په قرآنکريم کي شپږ ځلي ذکر سوى دئ څلور ځلي په خپل اصلي نوم ياد سوى او دوه ځايه په لقبونو سره ياد سوى دئ.

د يونس علیه السلام  نسب

مؤرخينو ديونس علیه السلام  نسب  نه دى ليکلي البته پردې خبره په اتفاق دي چي يونس علیه السلام  دمتي زوى دئ ، داسي ويل سوي دي چي متي دده دمور نوم دئ. دعيسى علیه السلام  او يونس علیه السلام  پرته بل هيڅ پيغمبر دمور نامه ته نه دئ منسوب سوى. داهل کتابو په آند دده نوم (يونان بن آمتاى) ښودل سوى دئ.

يونس علیه السلام  دبني اسرائيلو  دانبياؤ څخه يو نبي دئ چي د نسب سلسله يې بنيامين ته رسيږي چي د يعقوب علیه السلام  زوى دئ او ديوسف علیه السلام  ورور دئ.

د يونس علیه السلام  دعوت

 يونس علیه السلام  الله جل جلاله  د نينوي خلګو ته لېږلى وو . نينوي په عراق کي دموصل ښار دمربوطاتو څخه دئ. دنينوا خلګ په بت پرستۍ اخته وه ، بتانو ته يې عقيده درلوده ، دبتانو عبادت په دوى کي خپور وو په دوى کي يوبت وو چي دعشتار په نوم يادېدئ.

يونس علیه السلام  دشام دسيمي څخه دنينوي سيمي ته ولاړى او ددغه سيمي خلګ يې دالله جل جلاله  عبادت ته راوبلل. مګر ددې سيمي خلګ هم دنورو ښارونو  دخلګو په څېر ناوړه لاره خپله کړه او يونس علیه السلام  يې درواغجن وباله.ديونس علیه السلام  ددعوت څخه يې مخ واړوئ دده دعوت يې نه ومانه . 

يونس علیه السلام  ددغه سيمي دخلګو په منځ کي زېږېدلى وو او دوى يې دحق لوري ته راوبلل. دده بدبخته قوم غير له دې څخه چي غوږونه يې دحق داورېدلو څخه کاڼه بللي وه او زړونه  يې غافل ښودلي نور يې هيڅ ديونس علیه السلام  په دعوت عمل نه کاوه. يونس علیه السلام  ودوى ته په تکراري ډول دعوت کاوه خو دوى پر خپله ګمراهي باندي ټينګ ولاړ وه . آخر يونس علیه السلام  ددوى څخه زړه تنګى سو ، دوى ته يې په الهي عذاب سره خبر ورکړ بيا هم دوى پر خپل جهالت باندي ولاړ وه تر داسي اندازې چي يونس علیه السلام  دډېري زړه تنګۍ څخه وواتى او دوى ته ډېر په قهر وو ، دده قوم هم ده ته په قهر وو ځکه دى يې تهديد کړى وو. يونس علیه السلام  دخپل قوم څخه په داسي حالت کي ووتى چي الله جل جلاله  دوتلو امر نه وو ورته کړى خو دده داګومان وو چي الله جل جلاله  ماته اجازه راکړې ده چي ددوى څخه ووزه. کله چى دى دخپل قوم څخه ووتى نو خپل قوم ته يې اخطار ورکړى چي تاسو ته درې ورځي وروسته عذاب راځي . الله جل جلاله  يې بيان داسي کوي:
 
وَذَا النُّونِ إِذْ ذَهَبَ مُغَاضِبًا فَظَنَّ أَنْ لَنْ نَقْدِرَ عَلَيْهِ فَنَادَى فِي الظُّلُمَاتِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ.( سورة انبياء الاية ٨٧)

ژباړه : ياد کړه ذالنون (دماهي څښتن)چي کله ولاړى په قهر وو نو ګومان يې کاوه چي موږ تنګي نه راولو پر ده باندي نو اواز يې وکړى په تيارو کي داسي چي نسته بل لايق دعبادت مګر ته يې اې الله ! پاکي ده تالره او بېشکه زه دظالمانو څخه يم.

کله چي دى دخپل قوم څخه ووتى نو خپل قوم په قهر وو نه داچي الله جل جلاله  ته په قهر وو ځکه الله جل جلاله  ته قهر کېدل معصيت دئ او مخکي موږ دانبياؤ علیهم السلام  دعصمت به باب کي په دې اړه پوره تفصيل وکړى چي هيڅ نبي دالله جل جلاله  څخه نافرمانه نه وي او نه معصيت کوي که دچا زړه وي نو هغه باب ته دي مراجعه وکړي او تفصيلي بحث دي وګوري.

مجاهد رحمة الله علیه  او يوه ډله علماء په  دې آند دي چي کله يونس علیه السلام  دخپل قوم څخه ووتى دده قوم پردې ټينګ باوري سول چي موږ دالله جل جلاله  دلوري څخه عذاب راځي نو ځکه دوى ټول راووتل دکومه رويه چي دوى دخپل پيغمبر سره کړې وه پرهغه سخت پښېمانه سوه . بالاخره ټول را ووتل ، حيوانان يې دخپلو بچيانو څخه جلا کړه ، نر او ښځي ، لويان او کوچنيان ، ځوانان او سپين ږيري ټول دباندي راووتل ټول په ژړا سوه الله جل جلاله  ته يې زارۍ شروع کړې په داسي حال کي چي دوى خپل عذاب ليدى لوړى لکه توره شپه داسي معلومېدې ، داسي يې ژړل چي دحيوانانو څخه يې هم يوډول ږغ راپورته کېدى ، لنډه داچي يو وېرونکى او درودونکى حالت رامنځته سو الله جل جلاله  پردوى باندي رحم وکړى او خپل عذاب يې ځني پورته کړى. الله جل جلاله  يې بيان داسي کړى دئ:
 
فَلَوْلَا كَانَتْ قَرْيَةٌ آمَنَتْ فَنَفَعَهَا إِيمَانُهَا إِلَّا قَوْمَ يُونُسَ لَمَّا آمَنُوا كَشَفْنَا عَنْهُمْ عَذَابَ الْخِزْيِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَتَّعْنَاهُمْ إِلَى حِينٍ (سورة يونس الاية ٩٨)
ژباړه : نو ولي داسي نه وي چي ديوه کلي خلګ دي ايمان راوړي بيا دي ګټه ورته ورسوي . مګر ديونس علیه السلام  قوم چي ايمان راوړى موږ ددوى څخه عذاب ليري کړى چي سپکونکى وو ددنيا په ژوند کي او ژوند مو ورکړ دوى ته تر يووخت پوري.

يونس علیه السلام  د ماهي په نس کي

يونس علیه السلام  چي کله دخپل قوم څخه روان سو په سفر يې پيل وکړى ترداسي بريده چي ددرياب يوې څنډي ته ورسېدى په درياب کي يوه کښتۍ وه خلګ پکښي سپاره وه ده دخلګو څخه وغوښتل چى دى هم په کښتۍ کي سپور کړي خلګو دى يو نېک سړى وباله په کښتۍ کي يې سپور کړى کښتۍ چي حرکت وکړى او ددرياب منځته ورسېده کښتۍ طوفاني سوه او دهلاکېدو بېره يې سوه خلګو وويل : زموږ سره په کښتۍ يو ګنهګاره کس سته راسي قرعه کشي وکړو دهر چا نوم چي راوختى هغه به درياب ته واچوو خلګو چي قرعه کشي وکړه ديونس علیه السلام  نوم راوختى خلګو دده څخه دحال پوښتنه وکړه ده پوره قصه ورته وکړه ، خلګ حيران پاته سوه چي دا خو نېک او صالح انسان دئ څنګه دده نوم راوختى بيا يې زړه باندي وسواځي او ددې څخه تېر سوه چى دى درياب ته واچوي . ده اشاره ورته وکړه چي ما درياب ته واچوى ددې لپاره چي دالله جل جلاله  قهر ارام سي ګوندي پر ما ورحميږي خلګو هم دى درياب ته واچوى کله چي درياب ته ولوېدى يو لوى ماهى راغلى دى يې تېر کړى . الله جل جلاله  ماهي ته امر وکړى چي دده دغوښو څخه  استفاده ونه کړي او نه دده هډوکو ته کوم تاوان ورسوي. يونس علیه السلام  ماهي دځان سره په نس کي ددرياب بيخ ته بوتى په تورو تياريکيو کي وو ، ژوندى دالله جل جلاله  تسبيح يې ويلي  الله جل جلاله  يې بيان داسي کوي :

فَنَادَى فِي الظُّلُمَاتِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ.( سورة انبياء الاية ٨٧)
ژباړه : نو يونس علیه السلام  اواز  وکړى په تيارو کي داسي چي نسته بل لايق دعبادت مګر ته يې اې الله ! پاکي ده تالره او بېشکه زه دظالمانو څخه يم.

الله جل جلاله  ديونس علیه السلام  دعا قبوله کړه او ده ته يې نجات ورکړى ، په دې ډول چي الله جل جلاله  ماهي ته امر وکړى چي يونس علیه السلام  ددرياب څنډي ته يوسه ماهي دالله جل جلاله  دامر سره سم يونس علیه السلام  ددرياب څنډي ته راوستى او ددرياب پر ژۍ باندي يې وغورځوى يونس علیه السلام  چي درې ورځي يې دماهي په نس کي تيري کړي وې سخت ناروغه وو او  سخت ناتوانه سوى وو الله جل جلاله  په خپل رحم سره ددرياب پر ژ ۍ باندي دکډو يو جوړنګ ورته راشين کړى چي ده به يې دسايې او مېوې څخه استفاده کول. يونس علیه السلام  ته چي کوم تکليف ورسېدى دى پوه سو چي دا دالله جل جلاله  له خوا څخه ده ته تاديب دئ ځکه دى دخپل قوم څخه په داسي حالت کي راوتلى وو چي دالله جل جلاله  څخه يې اجازه نه وه اخيستې . که څه هم ده په خپل فکر سره اجتهاد کړى وو او دايې ځانته معلومه کړې وه چي الله جل جلاله  ده ته اجازه ورکړې ده مګر دى په خپل اجتهاد کي غلط ووپه حقيقت کي الله جل جلاله  ده ته اجازه نه وه ورکړې. نور کسان چي په خپل اجتهاد سره کوم کار وکړي او مطلب يې دالله جل جلاله  رضا وي الله جل جلاله  ثواب لا ورکوي خو انبياء په خپل اجتهاد سره نه پريږدي يو ډول تاديب او ملامتيا ورکوي.

دپورتنۍ قصې يادونه الله جل جلاله  په قرانکريم کي داسي کړې ده:

وَإِنَّ يُونُسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ (۱۳۹) إِذْ أَبَقَ إِلَى الْفُلْكِ الْمَشْحُونِ (۱۴۰) فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ الْمُدْحَضِينَ (۱۴۱) فَالْتَقَمَهُ الْحُوتُ وَهُوَ مُلِيمٌ (۱۴۲) فَلَوْلَا أَنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُسَبِّحِينَ (۱۴۳) لَلَبِثَ فِي بَطْنِهِ إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ (۱۴۴) فَنَبَذْنَاهُ بِالْعَرَاءِ وَهُوَ سَقِيمٌ (۱۴۵) وَأَنْبَتْنَا عَلَيْهِ شَجَرَةً مِنْ يَقْطِينٍ (۱۴۶) وَأَرْسَلْنَاهُ إِلَى مِائَةِ أَلْفٍ أَوْ يَزِيدُونَ (۱۴۷) فَآمَنُوا فَمَتَّعْنَاهُمْ إِلَى حِينٍ (۱۴۸)( سورة صافات الايات ١٣٩ الي ١٤٨)
ژباړه : بېشکه يونس علیه السلام  درسولانو څخه  وو .کله چي دى وتښتېدى ډکي کښتۍ ته . نو دکښتۍ څښتنانو قرعه واچول نو دى دمغلوبانو څخه سو ، نوماهي تېر کړى او دى ملامت وو که چيري داسي نه واى چي دى دتسبيح ويونکى څخه وو دى به دماهي په نس کي تر هغه وخت پوري واى چى دى بېرته راپورته کېدى نو موږ دى پر صحرا باندي چي بې وښو وه وغورځاوه دى ناروغه وو. موږ پر ده باندي دکډو درخته راشنه کړه يونس علیه السلام   مو په پيغمبرۍ ولېږى وطرفته دسلو زرو کسانو يا زيات تردې. نو دوى ايمان راوړى نوموږ دوى ته ژوند ورکړ، تر يووخت پوري.

کله چي يونس علیه السلام  دناروغۍ څخه جوړ سو دتللو توان يې پيدا کړى بېرته دخپل قوم لوري ته راوروان سو کله چي خپل قوم ته راورسېدى دقوم خلګ يې ټول مسلمانان سوي وه ايمان يې راوړى وو ټول دخپل پيغمبر دراتګ په اميد وه ددې لپاره چي دوى ته الهي احکام وښيي او دوى يې عملي کړي. يونس علیه السلام  دوهم ځلي دوى ته ورغلى دوى ته يې الهي دين وښودى او دوى ټول يې دالله جل جلاله  لوري ته راوبلل.

الله جل جلاله  دنينوا خلګ ديونس علیه السلام  په راتګ سره ارام او هوسا کړه څو چي يونس علیه السلام  په دوى کي ژوند کاوه او دده ترمړيني څه موده وروسته هم دوى ښه هوسا او ارام وه ،ښه صلح او امنيت يې نصيب وو. کوم وخت چي دوى ديونس علیه السلام  تر  وفات وروسته ګمراهۍ او نارواوي شروع کړې الله جل جلاله  پر دوى باندي يو ظالم کس مسلط کړى چى دوى يې دربدر کړه ددوى ټول ښارونه يې په  کنډوالو ور بدل کړه.

دابن عباس علیه السلام  دروايت له مخي الله جل جلاله  يونس علیه السلام  يو سلو شلو زرو کسانو ته لېږلى وو يعني دده دقوم دنفسو شمېر په دغه اندازه وو همدا وجه ده چي الله جل جلاله  فرمايلي دي :  
وَأَرْسَلْنَاهُ إِلَى مِائَةِ أَلْفٍ أَوْ يَزِيدُونَ.... يعني موږ يونس علیه السلام  سلو زرو يا تردې زياتو خلګو ته په پيغمبرۍ لېږلى وو.

په دې اړه ځيني نور اثار هم راغلي .

صلوات الله وسلامه علي خير خلقه محمد افضل الصلوات والتسليم وعلي جميع الانبياء والمرسلين وعلي کل من تابعهم باحسان الي يوم  الدين 
ماخذ: د نبوت او انبیاؤ تاریخ
ژباړه: مولوي عبدالهادي حماد
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته