تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
لمونځ د غم پر وخت!
 
  December 15, 2014
  0

 

 ليکنه: مولوي عبدالهادي "حماد"

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
لمونځ د غم پر وخت ښه خواخوږی دئ
 
څرګنده خبر ه ده،  چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  بعثت او د ژوندهره کړنه يې د خلکو  رحمت او رهنمود دئ په دغه لړۍ کي د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم  د ارشاداتو څخه يوستره لارښوونه  دمصيبتونو او غمونو په  وخت کي د يوښه خوا خوږي پيداکول دي هغه، چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  خواخوږئ بللی دئ، هغه لمونځ دئ، که يې فقط څوک تجربه کړي حتمابه يې خواخوږي وڅکي روښنايې اوګټه به يې وويني که چاته څه ځانګړی تکليف متوجه وي او دلوړو درجو  درلودونکی هم وي لمانځه ته دي مراجعه وکړي، پدغوکي فضيلت والا لاندي لمونځونه دي،  چي خوراډېري ګټي يې ثابتي دي :  

دتهجد لمونځ :  دتهجدلمونځ په ټولونفلي لمونځونوکي ډېر ثواب لري اوطريقه يې داسي ده: کله چي مسلمان ورور د ماخستن تر لمانځه وروسته بيده سي، ترڅه خوب کولووروسته بيرته ويښ سي په همدغه وخت کي دوه ياڅلور يا اته يادوولس رکعته نفل وکړ ي وروسته که وخت وي بېرته بيده سي پدي شرط، چي دسهارلمونځ يا جماعت ځني قضا نه سي اوکه وخت نه وي نو بهتره ده، چي په عبادت اخته سي څوسهارسي او دسهارلمونځ په جماعت اداکړي دتهجد د لمانځه زيات ثوابونه په حديث شريف کي راغلي دي چي دبې شميره برکتونو او رحمتونوسبب ګرځي، دتهجدپه وخت کي دعاقبلېږي پاته دي نه وي چي دتهجد دلمانځه ترنيت وړاندي لاندي دعاوواياست :  « اللَّهُمَّ إِنِّى أَعُوذُ بِكَ مِنْ ضِيقِ الدُّنْيَا وَضِيقِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ ».

ژباړه :اې الله  جل جلاله  ! زه د دنيا او اخرت دتنګيوڅخه پناه غواړم . 

داستخاري لمونځ : کله چي څوک ديوه کار اراده وکړي يعني داچي يوځای ته  سفرکوي، تجارت پيلوي اوداسي نور ، نولومړى دي داستخارې په نيت دوه رکعته لمونځ وکړي،  بيا به لاندي دعاووايې : (( اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْتَخِيرُكَ بِعِلْمِكَ وَأَسْتَقْدِرُكَ بِقُدْرَتِكَ وَأَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ الْعَظِيمِ فَإِنَّكَ تَقْدِرُ ، وَلاَ أَقْدِرُ وَتَعْلَمُ، وَلاَ أَعْلَمُ وَأَنْتَ عَلاَّمُ الْغُيُوبِ اللَّهُمَّ إِنْ كُنْتَ تَعْلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمْرَ خَيْرٌ لِي فِي دِينِي وَمَعَاشِي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي ، أَوْ قَالَ عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ - فَاقْدُرْهُ لِي وَإِنْ كُنْتَ تَعْلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمْرَ شَرٌّ لِي فِي دِينِي وَمَعَاشِي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي ، أَوْ قَالَ فِي عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ - فَاصْرِفْهُ عَنِّي وَاصْرِفْنِي عَنْهُ وَاقْدُرْ لِيَ الْخَيْرَ حَيْثُ كَانَ ثُمَّ رَضِّنِي بِهِ )) . 

کله چي يې پورته دعاوويل وروسته دي په او داسه پر پاکه بستره په مسنونه طريقه سره پر ېوزي،  بيده به سي که يې کوم ښه يا د خوشحالۍ شى وليدي نوموړی کار  دي وکړي اوکه يې دخپګان يا پرېشانۍ  شى وليدئ ،  نو نوموړی کار دي نه کوي، پاته دي نه وي چي که پورتنۍ عمليې يوځلي  نتېجه ورنه کړ ه ، تردرو ورځو پوري دي يې تر سره کړي.  

دڅاښت لمونځ : دڅاښت وخت تقريباً دلمرختو څخه درې ساعته وروسته دئ، يعني داچي لمرښه راپورته سي نودوه، څلور يا اته رکعته نفل دي اداکړي، دغه ته دڅاښت لمونځ ويل کيږي او زيات فضائل اوبرکات يې سته .   ( هنديه : ج،٣:ص،٤٧٣ ، من المندوبات صلوة الضحى )  

صلوة اوابين : نوموړى لمونځ  دماښام تر لمانځه  وروسته شپږ رکعته دئ ،  البته دوه دوه رکعته د نفلو نيت تړل کيږي،  يعني په دريو نيتونو اداکيږي د دې لمانځه ډېر فضائل راغلي دي، رسول کريم صلی الله علیه وسلم  فرمايې:  څوک چي د ماښام تر لمانځه وروسته شپږ رکعته نفل اداکړي د دغونفلو او د ماښام د لمانځه ترمنځ يې خبري نه وي کړې الله  جل جلاله   به د دوولسوکالو د عبادت ثواب ورکړي .  
 
اشراق لمونځ: دسهارترلمانځه وروسته څوک دلمانځه پرځاى کښېني د دنيا خبري اوکار و بار ونه کړي،  بلکي وخت په عبادت ، درس اوتبليغ تېر کړي کله  چي دلمرختوڅخه پنځلس دقيقې تېري سوې، دوه ياڅلوررکعته لمونځ دي د اشراق په نيت اداکړي دغه لمانځه ته داشراق لمونځ ويل کيږي . ( هنديه : ج،٣:ص،٤٧٣ ، من المندوبات صلوة الضحى )  

تحية الوضوء: کله چي څوک اودس تازه کړي نودستي دوه رکعته تحية الوضوء په نيت لمونځ وکړي،  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه ددغه لمانځه فضائل ثابت دي . ( هنديه : ج،٣:ص،٤٧٣ ، من المندوبات صلوة الضحى )  

تحية المسجد : کله چي څوک مسجدته داخل سي نودتحية المسجد په نيت دوه رکعته نفل اداکړي، همدغه لمانځه ته تحية المسجد ويل کيږي .  ( هنديه : ج،٣:ص،٤٧٣ ، من المندوبات صلوة الضحى )  

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۲ ګڼه 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته