تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مفقود یا ورک سوي کس احکام
  تعلیم الاسلام
  March 6, 2015
  0

 مَفْقُود

مَفْقُود وهغه چا ته وايي چي ژوندى ورک سي ، نه يې چا ته ځاى معلوم وي او نه يې چا ته د ژوند او مرګ حال معلوم وي .
 
د مَفْقُود د مال حکم
د مَفْقُود مال د وارثانو تر منځ د ميراث په ډول نه ويشل کيږي ، ځکه مَفْقُود ژوندى ګڼل کيږي د ژوندي مال څوک په ميراث کي نسي اخيستلاى .
 
د مَفْقُود د مال د حفاظت او ساتني د پاره د قاضي لخوا نفر ټاکل کيږي ، ترڅو د لا درکه انسان د مال حفاظت او ساتنه وکړي او هم يې پر ګټه ور واچوي دغه ډول څو دا کس د مَفْقُود د جايداد حاصلات او پر خلکو باندي پورونه او نور حقوق هم لاس ته راوړي او وې ساتي . 
 
که مَفْقُود خپل مال يو چا ته د ساتني د پاره امانت ايښى وو ، يا يې د ګټي د پاره ورکړى وو قاضي د هغه د لاس څخه مال نسي اخيستلاى ، ځکه هغه کس خپله د مَفْقُود لخوا امين ټاکل سوى دى ، اوس هم د هغه د مال ساتونکى او امين ګنل کيږي .
 
د مَفْقُود د عيال نفقه
د مَفْقُود د ښځي او نابالغو اولادونو نفقه ، همدا راز د هغه د بالغو ناواده سوو لوڼو نفقه ، د مَفْقُود د مال څخه ورکول کيږي ، البته د نفقې مقدار د قاضي لخوا ټاکل کيږي ، بيا به هغه کس چي د مَفْقُود د مال د ساتني دنده ورکول سوې ده ، ټاکل سوى مقدار خرڅ د مَفْقُود ښځي او اولادونو ته د مَفْقُود د مال څخه ورکوي .
 
د مَفْقُود د مال څخه بالغان زامن نفقه او خرڅ نسي اخيستلاى ، ځکه بالغ نارينه اولاد ، دغه ډول واده سوې لور پر پلار د نفقې حق نه لري ، البته د مَفْقُود هغه بالغ او فقير زوى چي په مُزمِنه ناروغۍ اخته وي يعني دا ډول معلول وي چي د ځان د پاره د نفقې برابرولو څخه عاجزه وي ، و هغه ته هم د مَفْقُود د مال څخه نفقه ورکول کيږي .  
 
د قاضي تصرف
قاضي د مَفْقُود په مال کي لاندي اختيارات او صلاحيتونه لري :
 
اول : د مَفْقُود د مال د ساتني ، پر ګټه اچوني او د مَفْقُود د حقونو د لاسته راوړني د پاره امين ټاکل .
 
دوهم : قاضي د مَفْقُود هغه مال خرڅولاى سي چي هغه ژر خرابيږي خو د هغه قيمت به ورساتي .
 
دريم : قاضي د مَفْقُود په مال کي د هغو کسانو د پاره نفقه ټاکي کوم چي نفقه يې پر مَفْقُود واجب ده ، لکه د مَفْقُود ښځه ، نابالغه اولادونه ، ناواده سوې يعني بې مېړه بالغه لور ، بالغ زوى چي فقير او داسي معلول وي چي د ځان د پاره د نفقې برابرولو توان نه لري . 
 
څلورم : که مَفْقُود خپله ټوله شتمني يو چا ته د امانت په ډول سپارلې وه او هغه نقدي پيسې ، خوراکي توکي يا جامې وې نو قاضي کولاى سي چي د همدغو شيانو څخه د هغه د ښځي او اولادونو نفقه وټاکي .
 
البته قاضي د مَفْقُود جايداد او تجارتي مالونه نسي خرڅولاى ، د مَفْقُود پلار هم د مَفْقُود جايداد د قاضي د اجازې پرته نسي خرڅولاى ، البته د مَفْقُود پلار که فقير وو د خپلي نفقې د پاره د مَفْقُود تجارتي مالونه خرڅولاى سي .
 
ورپسې لیکنه: د مفقود د ښځي او مال حکم
------------------------------------------------
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته