تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د داعي لپاره څو اداب
 
  April 2, 2015
  0
رالېږونکې خورکۍ: ح. نوري
 
دغه کار د الله تعالی یو لوی عبادت دئ او لویه نیکمرغي ده د انبیاوو علیهم السلام پر لاره تګ دئ ، کار چي څومره لوي وي په هغه اندازه اداب غواړي . د دې کار څخه مقصد یوازي د نورو هدایت نه دئ بلکي د خپل ځان اصلاح او د بندګۍ څرنګوالي دي او د الله تعالي د حکمونو پرځاي کول دي، نو په کار ده چی لاندي ټکي په ښه ډول په ذهن کی کښینوي او پابندي يي وکړي.

۱- خپل ټول خرڅ یعني خوړل ، څښل او کرایه دي پر خپله غاړه واخلي که مو توان و د بل ناداره ملګري مصرف هم پر غاړه واخلئ .

۲- د خپل ملګري او د دې پاک کار کوونکو خدمت خپل ویاړ و ګڼئ ، د ملګرو درنښت او احترام وکړئ.

۳- د عامو مسلمانانو سره په عاجزۍ او په کمینۍ سره معامله کوئ ، نرمه لهجه او د خوشحالۍ کړه وړه ورسره اختیار کړئ ، هیڅ مسلمان ته د سپکاوي او نفرت په سترګه مه ګورئ ، په ځانګړي ډول د علماوو زیات عزت کوئ ، لکه څرنګه چي پر موږ باندي د قران او حدیث عزت او عظمت واجب او ضروري دي، همدا ډول د علماوو عزت او درنښت هم پر موږ باندي ضروري او واجب دي ، ځکه الله تعالي دوی په لوی نعمت سره سرلوړه کړیدي. د علماوو سپکوالي د دین د سپکوالي سره برابر دئ او د دین سپکوالي د الله تعالی د قهر او غضب سبب ګرځي.

۴- فارغه وخت د غیبت ، بهتان ، درواغو او د لوبو د تماشو پر ځاي د دین د کتابو په مطالعه او د نیکو خلګو سره په ناسته تیر کړي په دغه کار سره به د الله جل جلاله او د هغه د

 رسول صلی الله علیه وسلم خیری درته معلومي سي په ځانګړي ډول د تبلیغ په ورځو کي د بي ځایه خبرو څخه بیخي پرهیز وکړي خپل فارغه وخت د الله جل جلاله په یاد ، ذکر، فکر ، استغفار او د درود ویلو او زده کولو کي تیروئ.
 
۵- په حلاله طریقه سره رزق حاصلوئ ، کم خرڅ کوئ او د خپلو بچیانو او د نورو شرعي حقوق ادا کوئ.

۶- په اختلافي مسئله او فرعي مسائلو کي بحث مه کوئ بلکي یوازي د توحید لوری ته دعوت کوئ او د اسلام د ارکانو تبلیغ کوئ.

۷- ځپل ټول کارونه او ویناوي په اخلاص او صفوف سره شایسته کړئ په اخلاص سره لږ عمل د ډیري فایدې او برکت سببب جوړیږی د اخلاصه پرته په کار کي نه د دنیا ګټه سته او نه په اخرت کي کوم ثواب ورته سته . حضرت معاذ رضی الله عنه چي کله رسول الله صلی الله علیه وسلم د یمن حاکم وټاکی د لیږلو په وخت کی يی د رسول الله صلی اللهعلیه وسلم څخه غوښتنه وکړه، چی ماته نصیحت وکړه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم په جواب کي ورته وفرمایل ، چي: 

په کارو کښي اخلاص او اهتمام کوه، د اخلاص سره مل لږ کار هم کفایت کوی.

په بل حدیث کی راغلي دي چی الله تعالی یوازی هغه عملونه قبلوي چی د الله تعالی لپاره یوازي سوي وي. 

په بل ځاي کي راځي چي الله تعالي ستاسو شکلو ته نه ګوري بلکي ستاسو زړونو او عملونو ته ګوري. نو تر ټولو مهمه خبره داده چي په کار کي باید اخلاص وي د ځان ښودني او ریا ته هیڅ ځاي نه وي پکښي، څومره چي په کار کي اخلاص وي په هغه اندازه به په کار کي ترقي او تازګي وي. 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته