تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قرانکریم د حفاظت عجیب حقیقت!
 
  May 21, 2015
  0

 

 راټولونه:نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


علماء کرام فرمايي، چي د قران کریم په نومونو کي د (قران) او (کتاب) کلمات ډېر استعمالیږي. قران په دې خاطر چي زیات لوستل کیږي او کتاب په دې خاطر چي  لیکل سوی دی. دا دوه نومونه دې خبري ته اشاره کوي، چي قران باید دوه ځایه وساتل سي:
 
  • حفظ
  • لیکنه
 
که چیري د حافظې څخه ورک سي نو لیکلی به موجود وي او که لیکلی ورک سي نو په حافظه کي به موجود وي. (مباحث في علوم القران: ص۲۲)

او علامه شمس الحق افغاني  رحمة الله علیه  د قرانکریم د حفاظت په اړه  لیکي، چي الله  جل جلاله  ددې حفاظت په آسمان کي په لوح محفوظ کي کړی دی او په مځکه کي یې په دوه ډوله کړی دی لومړی د مسلمانانو په سینو کي او دوهم په لیکلي ډول.
 
په دې کي دومره دقت سوی دی، چي هره میاشت به جبرائيل  علیه السلام  رسول الله صلی الله علیه وسلم ته تشریف راوړی او قرانکریم به یې ورسره تلاوت کاوه. علامه افغاني  رحمة الله علیه  وروسته لیکي، چي یو خو الله  جل جلاله  قرانکریم داسي قوم ته راولېږی، چي اشعار او د خپل نسب لړۍ حفظول يې د فخر وړ لوی رواج و، ددې تر څنګ د قرانکریم د ښه ساتني لپاره نور اسباب هم رامنځ ته سول لکه:

۱: د عربو ساده او بې تکلفه ژوند وو، نو ځکه هغوی ښه فارغه وه تر څو د قرانکریم حفظ په اسانۍ سره وکړي.
 
۲: د قرانکریم او وحیو سره د دوی ډېره مینه ددې سبب سوه، چي دوی به قران کريم حفظ کاوه.

۳: د فصاحت او بلاغت ټول ماهرین قران عظيم الشان ته تسلیم وه، چي دا عربو ته ډېره جالبه وه او انسان عموماً جالبو شیانو ته مایل کیږي نو ځکه به د دوی جذبه د قرانکریم طرف ته زیاته وه او دغه حیرانوونکی کلام به یې حفظ کاوه.
 
۴: په احادیثو کي د قران مجید پر حفظ زیات ثوابونه ذکر سوي دي، دغو ثوابونو صحابه کرام  رضي الله عنهم  پر قرانکریم ځان قربانولو ته آماده کړي وه نو ځکه به يې د قران کریم حفظ کوی.

۵: صحابه کرامو  رضي الله عنهم  په لمانځه او تراویحو کي تلاوت کوی، ددې تر څنګ يې د ژوند په ټولو چارو کي په همدې مقدس کتاب فیصلې کولې لکه عقائد، عبادات، معاملات او اخلاق. (علوم القران: پنځم فصل، ص۱۲۵، علامه شمس الحق افغاني رحمة الله علیه )

نن په نړۍ کي الحمدلله  د قرانکریم تر ۱۰ میلیونه زیات حافظان وجود لري او دا تعداد ورځ تر بلي زیاتېږي. 
 
یو عالم وايي که چیري د ټولي نړۍ کتابونه چي په هره ذریعه ثبت او ساتلي وي په سیند کي وغورځول سي او قران حکیم هم په کلي ډول له مځکي څخه ایسته کړل سي نو هیڅ کتاب به بیرته موجود نه سي خو یو قران مجید هغه کتاب دی، چي په هر هیواد، ښار، ولایت او کلي کي، چي يې حافظان سته په څو لحظو کي به بیرته همهغه قران کریم  د دنیا په هر کونج کي بیرته په اصلي شکل موجود کړل سي. حتی د قران عظیم الشان د حفاظت او ساتني د پاره صرف یو حافظ لا هم کفایت کوي!!!

  د قران کریم حفاظت په خپل اصلي شکل کي یو داسي حقیقت دی، چي حتی ځیني هغو کافرانو کومو، چي د اسلام پر خلاف به يې تبلیغات کول هم منلی دی لکه ویلیام مویر (William Muir) چي وايي:

" په نړۍ کي داسي هیڅ کتاب نسته چي دوولس پېړۍ په دومره اصلي او خالص حالت کي ساتل سوی وي لکه قرانکریم."  Sir William Muir, The Life of Mohamet, Introduction, p.l8

 رښتیا هم د الله  جل جلاله  وعده رښتيني ده:

إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ. (سورت الحجر، آیت ۹)
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۴ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته