تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
محرقه يا وچکي Typhoid (Enteric) Fever
 
  July 27, 2015
  0

 

راليږونکي : قابله بي بي ایسه سحر کندهار

تشریح
 
د محرقي يا وچکي تبه د سلمونيلا تايفي (Salmonella Typhi) باکتريا سره د ککړو خوراکو يا اوبو د خوړو سره (Fecal _ Oral)  پيدا کيږي .باکتريا د کولمو په ديوال بريد کوي او کولاي سي چي د ويني د جريان له لاري ټولو غړو ته خپور سي . وچکي غالبا له يوي غير وصفي يا نا ځانګړي ناروغي او تبي په شان شروع کيږي چي کولاي سي شديد سي او د اختلاطاتو لکه پريتونيت ، د دماغ التهاب او مړيني لامل سي . په هغه ناروغ کي چي له اوو ورځو زياته دوامداره تبه لري او د هغه ملاريا نه وي تثبيته سوي بايد محرقه په پام کي ونيول سي
 
تشخيص
 
  • لوړه او بيرته راګرځيدونکي تبه چي په ورو توګه پيل او د اونيو لپاره دوام لري.
  • د نبض چټکتيا له متوقع کچي څخه ټيټه وي. 
  • خوبجن حالت
  • ضعيف خوراک
  • په لومړنيو پړاونو کي قبضيت ، په وروستيو پړاونو کي نس ناستي او کانګي .
  • ټوخله ( زياتره وچ )
  • د خيټي درد د خيټي له پړ سوب سره 
  • د سر درد 
  • کيداي سي چي د غاړي شخ والي پيدا سي
  • سر ګنګسي والي او رواني ناروغي ، په ماشومانو کي کيداي سي اختلاج پيښ سي
  • د ماشومانو د بطن په سپين روښانه پوستکي سره رنګه داغونه
  • د توري او ځيګر غټوالي 
  • په اختلاطاتو کي د کولمو څخه وينه راتلنه چي په غايطه موادو کي د تازه يا تياره ويني له اطراح سره څرګنيږي
  • د کولمو تثقب
  • د صفرا کڅوړي التهاب
  • د سحايا التهاب
  • دميوکارد التهاب
  • د مفصلونو التهاب او د هډوکو التهاب شامل دي.

درملنه
 
 له درملو پرته درملنه 
 
  •  د ناروغ جلا کول 
  •   له ديهايدريشن څخه د مخنيوي لپاره د مايعاتو تجويز ( ٢.١ برخه نس ناستي او ديهايدريشن دي وکتل سي )
  • دخولي دلاري د کافي خوراک اخيستنه او دوام  (لکه ساده او پوست رژيم)
  • پر ويني راتلني ، د ويني پرکموالي ( اينميا ) د پريتوان التهاب ، اختلاج ، شاک ، يا د وچکي پرنورو پيژندل سويو اختلاطاتو څارن
 
 د درملو په وسيله درملنه
 د تبي تر ښه کيدو د تبي ضد يو درمل توصيه :Paracetamol : د معياري دوز ورکول 
ديوه انتي بيو تيک توصيه .
 
د لومړي کرښي درملنه :Chloramphenicol :  د ١٤ ورځو لپاره
 
احتياط د :Chloramphenicol: له ورکولو څخه له وخت د مخکي پيداسويو ماشومانو ته ډډه وکړي او وي ليږي.
لويان : ٢ کپسوله ٢٥٠ ملي ګرامه هر ٨ ساعته وروسته . 
 
يا د دويمي کرښي درملنه :Amoxicillin :  د ١٤ ورځو لپاره .
 
 لويان : ٥٠٠ ميلي ګرامه هر اته ساعته وروسته 
ياداښت :- Amoxicillin توصيه د اميدوارو او شيدو ورکوونکو ميرمنو لپاره غوره ګڼل کيږي
 يا د Penicillin پروړاندي دحساسيت د شتون په صورت ک له Erythromycin  څخه استفاده
 
 د دريمي کرښي درملنه: د مقاومت لرونکو شکمنو پيښو لپاره کيداي سي د ناروغ ليږلو ته اړتيا وي ځکه په جامع کلينيکونو کي او د ولسواليو په روغتونو کي شتون لري.
: Ciprofloxacin ١٤ ورځو لپاره 
 
لويان: ٥٠٠ ميلي ګرامه هر ١٢ ساعته وروسته . احتياط :- Ciprofloxacin د اميدواره ميرمنو لپاره مضا د استطباب دي او د امکان تر بريده د ماشومانو لپاره د هغه له سپارښتني مخنيوي وسي . 
 
ليږدول
ټول ناروغان چي شديد ناروغ دي ، ټول ناروغان چه د عمر په ورستيو کي وي ( ډير کوچني او ډير زاړه ) يا اميد واره ميرمني ، د کولمو په تثقب او د پريتوان په التهاب له شکمنيدو سره اختلاطي پيښي، تر هر څه لومړي جراحي مر کز ته چي په هغه کي سمه څارنه او درملنه شتون ولري ، وليږئ ، د وريد خلاصول، دناروغ له ليږولو مخکي د وريد له لاري د مايعاتو او انتي بيو تيک ورکول.
 
مخنيوی او ناروغ ته لارښوني:
 
 د لاسونو مينځل او ښه روغتيا ساتنه 
د ټولني روغتيا ساتنه
او Sanitation د معيارونو مراعات
 
. نوټ :- Sanitation : په علمى توګه دناروغيو دخپرېدو مخنيوى.
 
ماخذ: د درملني ملي معیاري لارښود د لومړنیو روغتیايي خدمتونو مرکزنو لپاره

 یاداښت: دا لیکنه د ډاکټرانو لپاره لارښووني دي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته