تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د انقلابونو لوبه
  تعلیم الاسلام
  May 27, 2016
  0

 رالېږونکی: جاوید احمد

 
دا لوبه امریکایانو د ۱۹۵۰ کال په لسیزه کي ګرمه کړه کله یو مشر جوړوي او کله دوه یا درې او بیا د اردو په واسطه انقلابونه کوي چي په دې ترتیب د منطقي اردو د دې نوي وضعي ملاتړ او د منطقي ژړه دریشي د پردۍ ژړي دریشۍ ځای نیسي او د انقلاب څخه دفاع کوي او په دې ډول د دښمنانو اهداف بې له دې چي د سر او مال تاوان او د ولس د مقاومت سره مخ سي پوره کيږي او بالفرض که څوک مقاومت وکړي نو دا اردو یې په ډېر بې رحمۍ د منځه وړي، عسکري انقلابونه د دوی لپاره نوري ګټي هم لري.
 
عسکري کودتا نامعلوم خلګ مینځ ته راولي او کله مجهول النسب چي خلګ نسي کولاي چي اصلي څېره او یا نسب یې وپېژني رامنځ ته کوي نو له دې کبله کېدای سي چي داسي څوک د مسلمانانو د پاچائی پر تخت کښییني چي په نسبي لحاظ یهودیان او د ښځي له مخي په نصاراوو او یا د دواړو سره اړيکي ولري او  پدې ترتیب درې سره دینونه د یو وطن اوسیدونکي ګرزي.
 
دا سیاسي لوبي د یهودي لاسونو په لاس په اروپائي پایتختونو او یا په ماسوني کلبونو کي جوړيږي خو وروسته پاته مسلمانان امت په ژور خوب ویده وي (حتی ملاتړ یې کوي لکه ترکي ناخبره اولس چي د عثماني خلافت په ړنګولو کي د اتاترک ملاتړ وکړی).
 
پدې لوبو کي تل هڅه کیږي چي ناتوانه او بې وسي مزدوران د مصالحو قربان او د توان او وس خاوندان په میدان کي تل پاته سي که بې وسه مزدور د نورو د اهدافو څخه قرباني سو نو پر ځاي یې بل مزدور یا بل نظام چي د پخواني نظام سره په کُلي ډول جلا والی لري منځ ته راولي ترڅو د زاړه او تازه نظامونو تر مینځ اړیکي ورکي او غولیدلي ولس ونشي کولای چي ژر یې وپیژني.
 
که څه هم په ښکاره خو داسي معلومیږي چي مزدور واکداران د لوبي یو طرف دي خو واقعیت داسي نه دی ځکه هغه څوک چي د دین او وطن د مصالحو په خلاف ځان وپلوري نه سي کولای چي سر راپورته کړي او مخالفت پیل کړي بلکي تل به یې د مزدورۍ او غلامۍ ځینځیر په غاړه او د بل لاس ته به ګوري.
 
ماخذ: اسلامي نړۍ نن سبا
مؤلف: دوکتور محمد علي جریشه
ژباړه: مولوي جانباز سرفراز
دا کتاب د ۱۹۷۰-۱۹۸۰ کلنو ترمنځ لیکل سوی دی.
 
-------------------------------
مخکنۍ لیکنه: د مشر جوړولو لوبه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته