تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حکومت اسلامي تصور
  تعلیم الاسلام
  September 15, 2015
  0
رالېږونکی: خیال محمد خادم
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د حکومت اسلامي تصور
د سیاست او حکومت په اړه چي اسلام کوم اصول بیان کړي دي پر هغو تر هغه څوک صحيح نسي پوهیدلاي څو د حکومت صحيح تصور په ذهن کي نه وي، په لومړنۍ برخه کي موږ بیلا بیلو سیاسي اندونو ته کتنه وکړه چي د حکومت پېل او د هغه د موخو په اړه مختلفو فیلسوفانو د خپلو افکا رو او ګومانو سره سم بیان کړي دي. ددې برعکس اسلام چي د حکومت کوم تصور وړاندي کړی دی، هغه تردې ټولو جلا دی او ترڅو چي دا تصور په بشپړه توګه ونه پېژندل سي تر هغو د سلام د سیاسي احکامو شالید پېژندل ګران دي.
 
لومړی بنسټ د الله تعالی حاکمیت
د اسلامي تصور تر ټولو مهم بنسټ چي د بنسټونو بنسټ (اصل الاصول) ورته وايي دا دی چي پردې کائناتو اصلي حاکميت یوازي د الله تعالی دی او د دنیا واکمنان یوازي ددې حاکمیت په منلو کي حکومت کولي سي!
 
دا هغه اصولي بنسټ دی چي نه پکي د اختلاف ځای سته ،  نه اجتهاد او نه هم څوک کولي سي په کوم پړاو کي یې هېر کړي او نه پردې باندي کوم جوړ جاړی کیدلای سي . دا د اسلامي سیاست د دستور ټرټولو لومړنۍ او بنسټیزه ماده ده چي قران کریم په مختلفو الفاظو بیان کړي ده:
 
إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ. (انعام: ۵۷)
 واکمني د الله جل جلاله پرته د بل چا نده. 
 
أَلَا لَهُ الْحُكْمُ. (انعام: ۶۲)
یاد ساتئ! واکمني یوازي د هغه ده. 
 
أَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ. (اعراف:۵۴)
 یاد ساتئ !خلقت هم هغه لره دی او حکم هم د هغه دی. 
 
وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ (سورة آل عمران:۱۸۹)
او د اسمانونو او ځمکي سلطنت یوازي د الله دی.
 
قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَنْ تَشَاءُ ... (سورة آل عمران : ۲۶)
ووایه اې الله ! د واکمنۍ څښتنه ! ته چي هر چاته و غواړې واکمني ورکوې.
 
دا ټول آیاتونه دا حقيقت څرګندوي چي پر دې کائناتو حاکمیت یوازي د الله جل جلاله دی او په سیکولر جمهوریت کي بیا د حاکمیت حق یوازي ولس ته ورکړل سوی دی. حاکمیت د بل چا د پابندۍ څخه پرته د حکم جاري کولو او پریکړي کولو کلي حق ته  وايي دا حق د الله عزوجل  پرته د بل چا نه دی ، او که څوک په دې معنی بل څوک حاکم و ګڼي نو هغه په حقیقت کي شرک وکړ . که څه هم د تیوکراسي اصلي معنی هم دا ده چي حاکمیت یوازي د الله تعالی دی خو لکه مخکي چي مو په تفصیل سره وویل چي په عسائيت ، یهودیت او هندو مذهبونو کي ددې تصور د صحيح پلي کولو هيڅ لاره نه وه له هم دې امله دوی دا صحیح تصور ګډوډ کړ او د مذهبي مشرانو په حاکميت یې بدل کړ پایله یې دا سوه چي نن هم څوک د تیو کراسۍ ږغ پورته کړي ، نو هیڅوک ترې د الله تعالی د حاکمیت مفهوم نه اخلي ، بلکي د همهغه مذهبي مشرانو واکمني ترې فهموي.
 
او د سیاست په نورو کتابونو کي هم له دې څخه د مذهبي مشرانو واکمني اخستل سوې ده او څرګنده ده چي د الله تعالی پر ځای مذهبي مشرانو ته د حاکمیت رتبه ورکول تر ټولو بد شرک دی چي قران کریم یې بدي په دې الفاظو بان کړې ده:
 
اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ.( سورة توبه ۳۱)
هغوی الله تعالی پرېښود او خپل علماء او دروېشان یې په خدایې ونیول.
 
 نو چي کله موږ د اسلامي سیاست د بنسټونو بنسټ په توګه د الله عزوجل د ستر حاکمیت یادونه کوو باید دا خبره روښانه وي چي د مذهبي مشرانو ددې ډول واکمنۍ سره هیڅ ډول تړاو نسته چي عیسایان او نور مذهبونه یې د تیوکراسۍ په نوم یادوي ، او هغه تیوکراسي دومره بد نامه سوه چي اوس یې خلګ یوازي نوم اورېدل هم نه خښوي . ددې برعکس په اسلام کي د الله تعالی حاکمیت په خپل صحيح مفهوم سره اخستل سوی دی او ددې څرګنده معنی دا ده چي الله تعالی د وحي له لاري کومي لارښووني تر هر انسان پوري رسولي دي که د "وحي متلو" له لاري وي او که د "غيري متلو" هغه د اسلامي حکومت لومړنی مأخذ دی او ددې پر ضد حکومت نه کوم قانون جوړولی سي او نه هم کوم اقدام کولی سي.
 
لنډه دا چي د الله جل جلاله حاکمیت منل یوازنی هغه بنسټ دی چي د اسلام سیاسي تصور د سیکولر جمهوریت څخه بیلوي. په سیکولر جمهوریت کښي پارلمان د اولس د نماینده په توګه دومره مطلق خپلواکه دی چي څه ډول قانون غواړي منظورولی یې سي .که چيري د یو هیواد دستور د پارلمان پر قانون جوړوني کوم بندیز ولګوي ؛ نو دوی کولي سي دا بندیز هم په دستور کي ترمیم کړي او چي څه غواړي هغه وکړي ددې برعکس د اسلام نه بدلیدونکی دستور قرآن او حدیث دی ،چي له دې پرته نه کوم قانون جوړیدلای سي او نه د دستور داسي ماده منظورېدلای سي چي د قرآن او حدیث له حکم سره ټکر ولري .
 
د لویدیځوالو عجیب تعصب
لویدیځوال د ډېر تعصب له امله د مسلمانانو هیڅ یادونه نه کوي ، کله چي دوی د یوی موضوع په اړه د بیلا بیلو نظرونو تاریخ بیانوي ؛ نو په هغې کي د اسلامي لارښوونو او د مسلمانو فیلسوفانو د خدمتونو هیڅ یادونه نه کوي . په سیاسي اندونو کي هم همداسي ده ، هغوی د سیاسي اندونو تاریخ د ارسطو او افلاطون څخه بیا عیسایې دور ته تر رسیدو وروسته ټوپ وهي او "والټير " ، "مونټیسکو" او "روسو" ته ورسیږي او ددې خبري هیڅ یادونه نه کوي چي په دې منځ کي یوه اوږده واکمني تیره سوي ده چي په هغې کي د سیاست یو بېل تصور وړاندي سوی دی. 
 
هغوی چي کله د "خدایي اصل" نظریه بانوي ،تر هغي لاندي یوازي د هغي تیوکراسي خبري کوي، چي د یهودو ، عیسایانو او هندوانو له تیوکراسي سره تړاو لري خوددې خبري هیڅ یادونه نه کوي چي په اسلام کي د الله عزوجل حاکمیت څه ډول د سیاست بنسټ ګرځول سوی دی؟ او تر دې بنسټ لاندي چي راشده خلافت جوړ سوی دی او دارنګه تر هغو وروسته چي مسلمانانو کوم حکومتونه جوړ کړي دي ، د هغوی بنسټ څه وو؟ په حقیقت کي دا د هغه تعصب نتیجه ده چي دا خلګ یې د اسلام او مسلمانانو سره ساتي، کنه نو که یوازي پر مؤرخانه دیانت باندي عمل وسي ؛ نو زیات نه زیات د یوې نظريې په توګه دي دا خبره یاده سي چي د اسلام سیاسي تصور څه دی ، او تردې تصور لاندي څه ډول حکومتونه منځ ته راغلي دي؟ په هغه صورت کي د الله تعالی پر حاکمیت ایمان لرل تر ټولو مهم بنسټ دی چي ددې تر منلو وروسته پخپله ډېر حقائق را څرګندېږي.
 
(د اسلامي حکماوو د زرین تاریخ په اړه د HP کمپنۍ د رئیسي شاهدي دلته لوستلای سی: نړیواله رهبري)
 
د عمراني معاهدې په نامه بې بنیاده نظریه
(د عمراني معاهدې په اړه دهریان او لامذهبه خلګ دا عقیده لري چي په ابتدا کي چي کله انسانان رامنځ ته سول هغوی انفرادي ژوند کاوه، کوم امیر، حکومت او قانون نه وو موجود، هر چا چي هر څه غوښتل هغه یې کول، وروسته د خلګو ګټي یو د بل سره په ټکر راتلې،  جنګونه پیل سوه، بالاخره خلګو وغوښتل چي د یوه خاص نظام او حکومت لاندي ژوند وکړي چي په نتیجه کي يې تر خپل منځ  یوه معاهده وکړه...)
 
اوس که تاسو د حکومت د پېل په اړه عمراني معاهده را واخلئ چي د حکومت د پېل تر ټولو غوره نظریه ګڼل کیږي .د الله تعالی د حاکمیت پر اصولو باندي دا بېخي له منځه ځي ، او له دي څخه معلوميږي چي په حقیقت کي عمراني معاهده هیڅ شی نده ، او حقیقت دا دی چي یوازي دا سي یوه ذهني اختراع ده چي هیڅ عملي ثبوت نلري . پوښتنه دا ده چي د عمراني معاهدې پر وخت څوک مجود وو؟ دا معاهده کله سوی ده ؟ د کومو قومونو ترمنځ سوی ده ؟ ددې تړون غړي څوک وو؟ دا پوښتني هیڅوک په ډا ډه زړه نسي ځوابولی. دا یوازي یو تصور دی چي شاید داسي سوي وي او دا هغه خبره ده چي په اړه یې قرآن کریم فرمايي:
 
مَا لَهُمْ بِذَلِكَ مِنْ عِلْمٍ إِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ. (الزخرف:۲۰)
ژباړه: دا خلګ په دې اړه هیڅ علم نه لري ، د دوی کار دا دی چي اټکلونه وکړي .
 
ددې برعکس په اسلام کي د الله تعالی د حاکمیت اصول په څرګندو ټکو داسي بیانيږي چي کله الله تعالی انسان پیدا کړ ؛ نو هغه وخت یي دا اعلان وکړ چي:
 
إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً. (البقرة: ۳۰)
ژباړه : زه په ځمکه کي د یوه خلیفه (نائب) پیداکوونکی یم . 
 
د دې څرګرند مطلب دادی چي اعلی حاکمیت یوازي د الله تعالی دی. هغه لومړنی انسان  " حضرت آدم علیه السلام "  ځمکي ته د خلیفه او نائب په توګه رالیږلی دی، تر څو د حکومت چاري یوازي د الله تعالی له لارښوونو سره سم پرمخ بوزي او خپل اختیارات د هغه د احکامو په چوکاټ کي و کاروي .نو آدم علیه السلام لومړنی حاکم او نور خلګ محکوم وو، په همدې توګه له لومړني انسان سره یو ځای حکومت هم منځ ته راغلی دی؛ خو د دې حکومت نائب هغه څوک دی چي خليفه هم ورته وایې همدا لامل دی چي په اسلام  کي د امیرالمؤمنین حکومت ته خلافت او خپله ده ته خلیفه ویل کیږي . 
 
د اسلام او سیاسي اندونو کتاب څخه، مولف: علامه مفتي محمد تقي عثماني
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
اړونده لیکني:
د اسلامي خلافت مفهوم
د اسلامي امیر صفات
د سیاست په اړه د اسلامي احکامو نوعیت

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته