تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تحفه او قرض
 
  September 3, 2015
  0

 تحفه او قرض

په شَرِکَةُ العَنَان کي يو شريک لا هم د شراکتي مال څخه بل چا ته تحفه او خيرات نسي ورکولاى .

دغه ډول د شراکت پيسې يو شريک لا هم بل چا ته په قرض نسي ورکولاى البته که شريک د تحفي او قرض ورکولو اجازه ورکړي هلته يې بيا کولاى سي . 

د تړون حقوق
په شَرِکَةُ العَنَان کي چي هر شريک سودا وکړي د مَبِيعِې او ثمن راکړه ورکړه په هغه پوري اړه پيدا کوي .
که يو شريک يو شى خرڅ کړي هغه بل شريک يې د مشتري څخه د پيسو مطالبه نسي کولاى او نه مشتري د هغه څخه د مَبِيعِې د سپارلو غوښتنه کولاى سي يعني کوم شريک چي سودا يې نه ده کړې هغه د خپل شريک د بايع او مشتري څخه بيګانه بلل کيږي او يو او بل د مبيعي او ثمن په سپارلو کي نسي مجبوره کولاى ، ځکه چي د سودا حقوق تړون کونکي ته راجع  کيږي .
 
 
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته