ليکنه: ر "سعادت"
ناپوهي داسي تور تم دی، چي انسان به په کښي سترګي لري خو څه به نه په ویني؛ غوږونه به لري خو څه به نه په اوري؛ لاسونه به لري خو څه به نسي ور باندي کولای او پښې به لري خو تګ به نسي په کولای.
د دې مطلب دا دی، کوم څه چي د جاهل مخ ته راځي هغه ته يې ښه او بد نه معلومېږي؛ ځکه هغه د جهل په زندان کي بند پاته دی او کوم حقیقت چي يې مخ ته راځي، هغه نسي درک کولای؛ ځکه جهل يې زړه او عقل په تیاره کي ساتلي دي.
هغه څه چي جاهل د نصیحت په ډول اوري، هغه نسي اورېدلای؛ ځکه دا جهل دی، چي ده ته د دې اجازه نه ورکوي، تر څو په خپلو غوږونو هغه څه واوري، چي د ده په نفع وي.
جهل د ده لاسونه په هغه څه ګماري چي هغه پر اسلامي اخلاقو او انساني وضعیت باندي بده اغېزه لري او د ده پښې د هغې رڼا خوا ته نه پرېږدي، چي له ده څخه يې هيله کېدلای سي؛ د ده سبا ته به رنګیني شېبې راوړي او ده ته د سالم ژوند کولو ډاډ ورکوي.
جهل انسان له خپل حق څخه غافله کوي؛ ځکه جاهل انسان خپل مسئوليتونه نه سي درک کولای. جهل له انسان څخه نه یوازي د دې نړۍ لاره، بلکي د آخرت منزل هم ورک کولای سي؛ نو وايو، چي جهل به د جاهلانو د ناکام راتلونکي په انتظار وي.
------------------------------------
مأخذ: تعليم الاسلام مجله ۱۵ ګڼه