تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له دنیوي عذاب څخه د ساتني اسباب (۱)
  تعلیم الاسلام
  October 22, 2016
  0

 بسم الله الرحمن الرحيم 


نحمده و نصلي علی رسوله الکريم امابعد : 
 

کله چي گناهونه په يوه ټولنه کي عام شي، ډول ډول عذابونه په خلگو نازلېږي چي ضرر يې نه يوازي دا چي گناهگارانو ته رسېږي، بلکي پاک او ناپاک ټول يې له امله متضرر کېږي . 
 
دغه د دُنيا عذاب د آخرت په نسبت ډېر کم دی او د آخرت عذاب خورا زيات سخت دی چي د دُنيا د عذاب سره مقايسه کول ناسم کار دی . 
 
الله جل جلاله په قرآن کريم کي فرمائلي دي : وَلَنُذِيقَنَّهُمْ مِنَ الْعَذَابِ الْأَدْنَى دُونَ الْعَذَابِ الْأَكْبَرِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ (السجدة : ۲۱)
 
ژباړه : له هغه لوی عذاب څخه مخکي به موږ په همدې دُنيا کي د عذاب خوند پر دوی وڅکو، ښايې چي دوی ( له نافرمانيو ) را وگرزي !!
 
يعني الله جل جلاله به دوی په دُنيا کي په عذابونو مُبتلاء کړي، د دې لپاره چي دوی د الله جل جلاله لوري ته رجوع وکړي او له کُفر او گناهونو څخه را وگرزي .  
 
دغه لږ عذاب به پر دوی ستر عذاب ( جهنم ) ته تر رسېدو مخکي نازلېږي .
 
دُنيوي عذابونه په مختلفو قسمونو سره وي لکه : مرضونه، وچ کالي، د حالاتو کړکېچتيا، د ظالمانو مسلط کېدل، نا امني، خپلمنځي اختلافات او خپلمنځي جگړې او داسي نور امتحانات او مصائب چي د گناهونو له امله راځي . 
 
دُنيوي عذابونه مختلف قسمونه لري، د هغو تفصيل مو دلته مقصد نه دی، دلته غواړم چي هغه اسباب وليکم، په کومو سره چي انسان له دُنيوي عذابونو څخه خوندي کېږي . 
 
ددې لپاره ځيني اسباب شته چي په هغو سره انسان له عذاب څخه خلاصېږي . 
 
کوښښ کوم چي په لنډ ډول يې وليکم ، څو خبره ډېره اوږده نه شي . 
 
هغه اسباب دا دي : 
 
۱ : د نبي صلی الله عليه و سلم وجود او شتون په يوه ځای کي .
 
دا له عذاب څخه د خلاصون يو ستر لامل دی . 
 
الله تعالی فرمائلي دي : وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنْتَ فِيهِمْ (الآية، الانفال : ۳۳)
 
ژباړه :  او الله دوی ته عذاب ور کوونکی نه دی په داسي حال کي  چي ته په دوی کي موجود يې !! 
 
يعني د الله پاک عادت او طريقه داسي نه ده او نه يې د رحمت او حکمت غوښتنه دا ده چي مشرکانو ته په داسي حال کي عذاب ور کړي چي په هغوی کي رسول الله صلی الله عليه وسلم موجود وي ځکه الله پاک خپل پېغمبر عليه  السلام د رحمت او نعمت په توگه لېږلی دی، د عذاب په توگه يې نه دی لېږلی او دا د عذاب نه راتلل د نبي عليه السلام د اکرام او  عزت له امله هم دی . 
 
او بل دا چي د الله پاک سنت هم داسي جاري دی چي منکرينو ته يوازي هغه وخت عذاب ور کوي چي د دوی له منځ څخه پېغمبران ووزي .
 
نو سره د دې چي مشرکينو غوښتنه کړې وه چي که دا قرآن ستا له  لوري حق وي، نو پر موږ د اسمان له لوري ډبري و وروه او يا دردناک عذاب را ته راوله، خو بيا هم چي عذاب ور نه کول شو، نو دا د رسول الله صلی الله عليه وسلم د دوی تر منځ وجود وو چي د دوی لپاره  له عذاب څخه  خونديتوب وو . 
 
۲ : د نبي عليه السلام سره  محبت : 
 
خو رښتينی محبت د عذاب مخنيوی کوي، رښتينی محبت په زړه سره وي او د نبي عليه السلام د حکمونو  او سنتو په عملي کولو سره وي .
 
 يوازي په دې سره نه چي انسان داسي دعوه ولري چي زه محبت ور سره لرم، په دې سره رښتينی محبت نه حاصلېږي . 
 
علماوو فرمايلي دي چي د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم سره محبت له عذاب څخه مؤثر مخنيوی دی ځکه  کله چي د نبي عليه السلام موجوديت د کافرانو په منځ کي له عذاب څخه مانع دی، نو د مؤمن په زړه کي د ده محبت به څرنگه  له عذاب څخه مانع نه وي .
 
ان شاءالله نور بیا....
 
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين 
 
ليکوال : مولوي عصمت الله عزام / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته