تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښځي او نر اختلاط په مسجد او دفاترو کي
 
  January 26, 2017
  0
رالېږونکی: بسم الله محمدي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

په دې خبره کي د هچا اختلاف نشته چي په نبوي دوره کي امهات المومنین او نوري صحابییاتي جوماتونه او عیدګاه ته تللې او د سړو د صفونو شاته به يې صفونه جوړول او لمونځ به يې ادا کا وه، او د سلام د ګرځولو سملاسي وروسته به کورونو ته تللې، نبوي جومات کي د ښځو د تلو راتلو لپاره جلا لاره او دروازه وه چي تر اوسه پوري د باب النساء په نامه يادیږي، مګر په بل طرف کي داسي احاديث روايت کړاي شوي چي دا ور څخه ثابیتیږي چي ده ښځو لپاره په کورونو کي لمونځ اداء کول ډير غوره او افضل دی.

هغوی ته جوماتونو ته د تللو اجازه ورکړاي شوې او دا اجازه هم په څه ځانګړو شرایطو مشروطه ده. د دواړه ډوله احاديثو په رڼا کي امام نووي رحمة الله علیه ددې موضوع په اړه لیکلي دي چي د ښځي جوماتونو ته د تللو څخه منع کول روا نه دي مګر دا اجازه هم په نورو شرایطو مشروطه ده چي علماؤ د نورو احاديثو په رڼا کي بیان کړي دي:

۱: عطر يې باید نه وي استعمال کړي.

۲: ډول او سنګار يي نه وي کړی. 

۳: په لاسونو او پښو کي يې داسي زیور او ګاڼه نه وي اچولي چي اواز کوي.

۴: ښکلي او ښایسته لباس يې نه وي اغوستی.

۵: په صفونو او لارو کي د سړو سره اختلاط او ګډون وه نه کړي.

۶: چا پیریال او محیط داسي وي چي په فتني او فساد کي د ککړيدو خطر او ویره شتون ونه لري. (شرح نووي لصحیح مسلم، باب خروج النساء الی المساجد)

حنفي فقها د هم دې لاملونه په اساس لیکلي دي چي اوس د فساد او فتنې خطره ډيره ده نو جوماتونو ته د ځوانو ښځو تلل مکروه دي. (هدایة مع فتح القدیر، درمختار مع ردالمحتار)

د مالکي، حنبلي او شافعي فقهاؤ رایه هم دا ده چي ښه خبره دا ده چي ښځي په کورونو کي لمونځ ادا کړي، خو که ده فتنې خطره او ویره نه وي نو جوماتونو ته تللی شي، خو د فتنې د موجوديت په صورت کي جوماتونو ته د ښځو تلل مکروه دي. (المغني لابن قدام والفقه الاسلامي وادلته)

دا مسله د اسلام د مزاج او طبیعت سره څومره مخالفت لري ان تر دې چي د الله جل جلاله په کور کي يې د عبادت په وخت کي هم دا دواړو جنسونو ته د اختلاط او ګډون اجازه نه ده ور کړې نو د اسلام په باره کي ددې تصور هم نشي کیدای چي اسلام دې په تعليمي ادارو، دفترونو، کلبونواو غونډو کي د ښځو او سړو اختلاط او ګډون اجازه ور کړي.

ماخذ: اسلامي سیاست، مولانا ګوهر رحمن: ص۳۳۸
 
-------------------------------
مقاله: د ګډ تعلیم ناوړه پایلي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته