تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سترګو عبادت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 25, 2023
  0
رالېږونکی: احمدجنید مبارز / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
واجـب کـــتل : لکه مصحف (قران الکریم ) او علمي کتابونو ته کتل په تېره بیا هغه وخت چي د مطالبو پوهېدل یې واجب وي ، هغه شی چي کارول کیږي د هغو د حلال او حرامو د جوتولو لپاره کتل یا د سپارل سوو ( امانت ) تشخیصول چي څښتنانو ته یې باید بیرته ور کړل سي دا هغه شیان دي چي د لیدو غوښتنه کوي.
 
حــرام کــتل : نامحرمو ته د شهوت له مخي کتل ، مګر دا چي اړتیا غوښتنه وکړي ، لکه د هغه کس لیدل چي د شهادت یا قضاوت په حالت کي وي یا د ډاکټر کتل .
 
مســتحب کـــتل : لکه دیني او علمي کتابونه لوستل چي د انسان د ایمان او دیني پوهي د زیاتوالي لامل ګرځي ، قران او د صالح پوهانو مخ ته کتل ، پلار او مور ته کتل همدا رنګه د الله تعالی د قدرت مشهودو نښو ته کتل ، توحید ، معرفت او حکمت ته د لارښووني په موخه.
 
 مــکـروه کـــتل : هره کتنه چي مصلحت پکښي نه وي ، ځکه چي کتل هم د ژبي په څېر د بې ارزښته او زایدو برخو درلودنکې ده چي کېدای سي په مفاسدو ولګیږي.
 
 مــباح کـــتل : هغه کتل دي چي په حال یا راتلونکي کي ګټه او زیان ونه لري.
 
ماخذ: په اسلام کي د عباداتو فلسفه . مؤلف : عبدالواحد جهید 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته