تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رمضان المبارک د نهمي ورځي مهمي پيښي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 23, 2024
  0

ژباړه او زیاتونه: نوراحمد قران مل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د رمضان المبارک د نهمي ورځي مهمي پيښي

 

۲۱۲ هـ – د روژې په نهمه د خليفه المومن د واکمنۍ پر مهال مسلمانان د اسعد بن الفرات بن سنان په مشرۍ د سسلي جزيرې په څنډو کي  له  کښتیو را کښته سول، دا جزیره یې فتح کړه او په څلورو برخو کي يې اسلام خپور کړ.


۳۸۱ هـ – دا ورځ خلیفه فاطمی پاچا ابن منصور تر سختي ناروغۍ وروسته ۱۰ زره دیناره غریبانو ته په دې هیله ورکړه چي خدای یې زوی ته شفا ورکړي.


۴۵۲ هـ – دا ورځ فاطمي خلیفه المستنصر د ابن المغربي د ګوښه کولو او ابو الفجر الببلي ته د بېرته ستنولو فرمان صادر کړ.


۵۵۹ هـ – دا ورځ  د فاطمیونو د وروستي خلافت په وخت کي د شوار بن مجیر السعدي او اسدالدین شېرکوه تر منځ په جګړه کي قاهره محاصره، په دولت کي د وزارت د کنټرول او اوتر سختې جګړې وروسته یې دا ښار د مصر یو ایالت کړئ.


۸۲۵هـ ق – دا ورځ  د الظاهر تتار پخپله پاچهي کي د هغه وخت په قاهره کي تر ټولو ویاړلې اسلامي ودانۍ چي د سلطان حسن ښوونځی په نامه یادیدله په منار کي د د جماعت دلمانځه د رابللو په خاطر بیا اذان سو.


۸۲۷ هـ – دا ورځ دوې اسلامي کښتۍ د بالکان له ساحل څخه د مدیترانې بحیرې لویدیزي برخي ته وخوځېدې، چي اتیا تنه یې په کي سپاره وو، ددوی دنده وه چي د دبیروت په ښار کي  د فرانسوي الاصله قزاقانو ساحل د رسیدو مخنیوئ وکړي.


۸۴۳هـ – دا ورځ د دمشق عامو خلکو د  والي شهزاده جلیان پر کاروان برید وکړ، وروسته له هغه چي هغه خپلو عسکرو  ته امر وکړ چي د مظاهره کوونکو د مخنیوي برید وکړي دا بریګرو ادعا کوله چي په ښار کي د قیمیت لوړ او حکومت یې په مخنیوي پاته را غلئ دی. 


۱۳۲۶ هـ ش – دا ورد اتریش قیصر فرانز جوزف اول د عثماني امپراتورۍ سره د یوځای کیدو څخه ۳۰ کاله وروسته د بوسنیا او هرزیګوینا د مسلمان اکثریت هیواد سره د یوځای کیدو اعلان وکړ، چي په دې پلان سره د عثماني خلافت دیوې برخي د راجلا کولو په پلان کي بریالي سول.


بلغاریا د عثماني امپراتورۍ څخه د جلا کیدو اعلان وکړ او په یو اړخیزه توګه هلته د پاچاهۍ تاسیس اعلان کړ؛ خو عثماني  خلافت د بلغاریا د ا پاچهي شپږمیاشتي وروسته په شرط په رسمین وپيژندله چي د کاله ۵ میلیونه لیري ترکي خلافت ته ورکوي.


۱۳۶۴ هـ ش – دا ورځ  د امریکې په توسط د جاپان تر سقوط وروسته د اندونیزیا د خپلواکۍ اعلان، خو تر څلورو کلونو پوري هالنډي استعمارجیانو دا خپلواکي په ځنډ کي واچول.


۱۳۶۷ هـ ش – دا ورځ  د امنیت شورا ۵۴ پریکړه وکړه چي په فلسطین کي دي صهیونیستي رژیم پوځي اقدامات او پراختیا نوره ودرول سي.
۱۳۷۶ هـ ش – دا ورځ  د سویز کانال چي د درې اړخیز یرغل له امله تړلئ وو، بیا د سمندري تګ راتګ پر مخ پرانیستل سو.


۱۴۳۴هـ ق – دا ورځ  هسپانیې په رسمي ډول د زیداني خزانې د مایکروفلمونو عکاسي سوې کاپي مراکش ته وسپارله چي د مراکش سلطانانو له لاسه ورکړې او شاوخوا ۳۰۰ کاله یې ادعا کړې وه.


۱۴۴۲هـ ق – دا ورځ  د چاد ولسمشر ادریس دیبي د هیواد په شمال کي د بدلون او موافقې د جبهې د یاغیانو لخوا په پیل سوي برید کي ټپي او بیا مړ سو  تر ده وروسته یې  زوی یې محمد ادریس دیبي د انتقالي پوځي شورا مشري په غاړه واخیسته.


۱۴۴۳هـ ق – دا ورځ  د عراق په مرکزي او جنوبي سیمو کي په سلګونو کسان وروسته له هغه په لاریونونو لاس پورې کړل چي شیعه واکمن محمود الحسني السرخي په هیواد کي د جوړو سوو  مذهبي زیارتونو د نړولو غوښتنه وکړه.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته