تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د لواطت سزا په قیامت کي (۲)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 8, 2016
  0

 ژباړه: صدیق الله صدیقي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

دوهمه برخه

په قيامت او دوږخ کي سزاوي:

حضرت ابوهريرة او حضرت ابن عباس رضی الله عنهما  فرمايي: موږ ته نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  يوه خطبه وويله او و يې فرمايل: 

 
من نكح امرأة في دبرها أو غلاما أو رجلا حشر يوم القيامة أنتن من الجيفة ينادي به الناس حتى يدخله الله نار جهنم ويحبط الله عمله ولا يقبل منه صرفا ولا عدلا ويجعل في تابوت من النار ويسمر عليه بمسامير من حديد من نار فتستل تلك المسامير في وجهه وفي جسده قال أبو هريرة هذا لمن لم يتب. (ذم الهوی لابن قیم، وفي عشرة النساء للنسايي والزاد المعاد نحوه)
 
ژباړه: کوم کس چي د يوې ښځي، يا هلک، يا سړي سره د شا له خوا (د نجاست په ځاى) بدکاري وکړي، د قيامت  په ورځ به تر مردار سوي حيوان زياته بدبويي ورڅخه پورته کېږي. د قيامت په ورځ به د خلکو په مخکي د هغه بې حيايي ښکاره کړل سي تر دې چي الله  جل جلاله  به يې د دوږخ و اور ته داخل کړي. الله تعالى به د ده نېک عملونه له منځه يوسي، نه به د ده کوم مستحب عمل قبلېږي، نه کوم فرضي عبادت، مګر دى به د اور په يوه تابوت کي بند کړل سي او د اوسپني د اور مېخونه به ورباندي ټک وهل سي او هغه مېخونه  به د ده  په خوله  او بدن باندي ننوزي. 
 
د  لوط  علیه السلام  په قوم کي داخلېدل: 
 
 د حضرت انس بن مالک رضی الله عنه  څخه روايت دئ، چي نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل:
 
مَنْ مَاتَ مِنْ أُمَّتِي يَعْمَلُ عَمَلَ قَوْمِ لُوطٍ نَقَلَهُ اللَّهُ إِلَيْهِمْ حَتَّى يُحْشَرَ مَعَهُمْ.(كنزالعمال, الجامع الصغير) 
 
یعني کوم کس چي زما د امت څخه د لوط  علیه السلام د قوم ګناه (لواطت) کوي او هغه مړ سي، الله تعالى دى د لوط علیه السلام و قوم ته نقل کوي او د قيامت په ورځ به يې د هغوى سره راپورته کوي. 
 
لواطت کوونکي د بيزوګيانو او خنزيرانو په شکل کي: 
 
عن عبد الله بن عمرو قال يحشر اللوطيون يوم القيامة في صورة القردة والخنازير (ذم الهوي)
 
حضرت عبدالله  بن عمرو  رضی الله عنه  فرمايي: د قيامت په ورځ به لواطت کوونکي د بيزوګيانو او خنزيرانو په شکل کي راپاڅول کېږي.
 
 
ماخذ: بې داغه ځواني
 
لومړۍ برخه: 
د لواطت دنیوي او اخروي سزا
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته