تازه سرليکونه
د (خبرتياوي) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
زیری! تعلیم الاسلام راډيو په نیمروز کي
  تعلیم الاسلام
  July 4, 2017
  0

  

اداره
 
تعلیم الاسلام راډيو ادارې د وعدې سره سم ، د الله پاک په نصرت په نیمروز ولایت کي خپل امتحاني  نشرات پیل کړل.
 
تعلیم الاسلام راډیو لکه څنګه چي یې هیوادوال د نامه سره اشنا دي یوه خپلواکي، شخصي، تعلیمي او اسلامي راډیو ده، په ۱۳۸۷ کال کي په کندهار کي د جیدو علماء کرامو لخوا د ولس په مالي مرسته نشرات پیل کړه، د بیلابیلو ګټورو خپرونو لکبله یې په ټولنه کي زیات مقبولیت پیدا کړی چي وروسته یې د انټرنیټ پر لیکه نشرات پیل سوه او ږغ یې د ګران هیواد افغانستان تر مختلفو ولایتونو او د نړۍ تر مختلفو هیوادو ورسیدی. فعلاً په اتو ولایتونو کي څانګي لري.
 
تقریباً د څو کلونو راهیسي د نیمروز ولایت علماء کرامو او متدینو مسلمانانو د تعلیم الاسلام ادارې څخه د څانګي غوښتنه کول بالاخره تیره اونۍ یعني د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د شوال د میاشتي پر ۵ مطابق ۱۳۹۶/سرطان/۸ نېټه يې په نیمروز ولایت زرنج ښار کي خپل امتحاني نشرات پیل کړل چي د یاد ولایت متدین ولس يې تود هرکلي وکړی.
 
تعلیم الاسلام راډیو په نیمروز ولایت کي پر ۹۰،۳ ایف ایم اوریدل کیږي.
 
د نیمروز ولایت متدین ولس ته ددې اسلامي راډیو د پرانیستلو مبارکي وایو، رب العزت جل جلاله دي تعلیم الاسلام راډیو تل کامیابه لري او الله پاک دي د یاد ولایت مسلمانانو ته توفیق ورکړي چي ددې راډیو سره خپل علمي، نظري او اخلاقي مرستي جاري وساتي.
 
تعلیم الاسلام راډیو اسلامي، تربیتي، تعلیمي، تفریحي او علمي خپروني لري. پدې خپرونو کي د عصري علومو خپروني هم شتون لري. د تعلیم الاسلام راډيو د خپرونو په واسطه په بې شمیره افرادو کي مثبت بدلون راغلی او په زیاتو کورنیو کي مشکلات حل سوي، د علم، پوهي، اصلاح او اسلامي تربیې په لور یې مخه کړې. تعلیم الاسلام راډیو په اونۍ کي تر ۸۰ زیاتي ګټوري علمي خپروني نشروي چي د ټولني د مستندو علماء کرامو او مستعدو ځوانانو لخوا په رضاکاره ډول ترتیب کیږي.
 
الله عزوجل دي د تعلیم الاسلام راډیو مشرتابه او همکارانو ته ښه بدله او د اړوند چارو ښه توفیق ورکړي چي افغانانو ته یې د دین صحیح پوهه د دوی تر کورونو او کارځایونو ورسول.
 
په ټولنه کي ددغسي علمي او دعوتي کارونو ډير قدر کول په کار دی.
 
د تعلیم الاسلام ادارې پيژندنه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته