تازه سرليکونه
د اورېدونکو او کتونکو تاثرات
  تعلیم الاسلام
  September 11, 2017
  0

محترم عبدالهادي امیني - هالینډ:
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاتو، د تعلیم الاسلام د راډیو ټولوکارکونکو څخه د زړه د کومی مننه کوم چی ددې لاری زموږ مسلمانانو سره کومک کوې. ستا د تعلیمې ویب پاڼه زما مشران او کشران هر وخت ګورو او دینی معلوماتو څخه پوره ګټه اخلو . الله پاک دی درته اجرونه درکړی.اسلامی نړی به دا هیر نه کی. په ډیر زیات درنښت امینې

 

نقیب الله - پکتیا
السلام عليكم ورحمة الله وبركاتهبعد له سلام زما هیله داده سي همدا راديو دي فه تول هيواد كي نشرات شروع كي،فه احترام.

 

عبدالرحیم امین یار - جرمني:
السلام علیکم محترمو د تعلیم الاسلام د ویب سایټ کارمندانو ! د اول ځل لپاره می ستاسو دا ښایسته ویب پاڼه ولیدل چی رښتیا ډېر په خوښ سوم . د الله جل جلاله څخه نورهم  تاسو او هغو دوستانو چی ستاسو سره همکاری کوی توفیق غواړم چی په دې لاره کی کوښښ وکی چی خپلو مسلمانانو او پښتنو ورڼو ته خدمت وکی  الله تعالی دی هر هغه چا ته اجر هم پر دې نړی او په اخیرت کی ورکی.

 

مولوي عبدالله رهنما صاحب - سپین بولدک
مننه تعليم الإسلام راڈیو دقندهار بلکی دٹول هیواد شکلا ده
الله سبحانه وتعالی دی ددی راڈیو مدیر شیخ خطابی او ٹول کار کونکی

ژوندی آباد او خوشحاله لری.

 

مسعود - کلفورنیا امریکا:
محترم ورونو او مشرانو اسلام عليکم! زه ستاسو علماوو څخه ډير ډير منندوي يم يعني په دغه تعليم اسلام ويپ پاڼه تاسو مشرانو چي کم معلومات نشر کوي او يا مو نشر کړيدي بي اندازي گټه مو ځني اخيستي ده.الله پاک دي تاسو ټولو ته په دنيا او آخيرت کې اجرونه درپه نصيب کړي.والسلام

 


نصیر احمد - ویرجنیا :
" الله پاک مو تل اباد لره او همیشه دی الله پاک ټوله علماء کرام  په عافیت  او عزت کی وه ساتی او تعلیم الاسلام راډیو دی الله جل جلا له     همیشه بر قراره لری دا ده تعلیم الاسلامراډیو  په برکت او د علما ء کرامو په برکت مو ایمان تازه دئ او سکون مو حاصل دۍ والسلام. "

 

عبدالقدیم 
جزاكم الله احسن جزاء گرانه قدرمنه شيخ الحديث مباركه وروره ډيره ډيره مننه
الله جل جلاله دي په عمر غيرت اولاد او نفقه كي بركت در واچوي او الله جل جلاله
دي مو بي تاسونه كوي قدرمنه مشره وروره هر سومره چي تاسو وستايو بيا هم لږ دي.

 

نعمت الله تاجزوی - بغلان:
اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته :احتراماً لیکم چی د تاسوم محترم علماوو ورسره دتعلیم الاسلام رادیو ټولوکارکونکونه دزړه له کومی منن دوی یم واقعاْ تاسی چی کوم معلومات انترنیت پاڼی ته پوته کړی ټول زمونږ د ورځنی ژوندسره تړاو لری تل مو الله ج بریالی ولره

 


حمید الله - کابل:
السلام عليكم و رحمت الله و بركاته
دا پاڼه یوازي تعلیم الاسلام نده  بلکه دا زما د زړه مرهم دی نه یوازي چي زه یې د ورځي درې یا څلور ځله گورم بلکه ددې لینک مي د فیسبوک له لاري نورو دوستانو سره هم شریک کړی دی. ډیره مننه .

 

محمد بشیر احمدزی - جرمني اِیسن :

اسلام عليكم ورحمت الله وبركاته. ديره مننه الله جل جلاله د تاسو ټولو ته اجر عظيم دركړي ما خپل جواب ولوسته او زه هميش ستاسو خپروني گورم او بيانونه اورم ستاسو دخپروني له بركته زما ژوند كي تغير او پوهه كي زياتوالي راغلي.

 

صبورگل صابر :
نشم لیکلای !ستاسو اسلامی خدمت او منډي ترړي، هیڅ یی د لیکلو څه راسره نسته، چې مونږ یی له لیکلو عاجز یوو، خو لوی رحمن ذات دی بیا له داسي صفاتو خالي ده چې چاته دکوم ښه کار اجر نشي ورکولاي، نو زه خپل دعجز اوغریبي لاسونه همدغه سپیڅلي رب ته اوچته ومه اوستاسو ته دا دوعا کومه:

(یارب العالمین ذاته ته دتعلیم الاسلام ټولو کارکونکو ته ددنیا اوآخیرت ښیګڼي ورکړه اونورو ټولو مسلمانو اومونږ ته هم د داسي خدمتونو توفیق راپه برخه کړه یارب متعال ذاته.)

 


یوسف خان - کابل:
 ستاسو د اسلامي خپرونو څخه ډير خوښ يو او غواړم چي د لا پراختيا لپاره دا ووايم چي دا راډيو په کابل ولايت کي خپروني ولري  په کابل کي ځيني رسني او راډيوي سته خو په بيلابيلو ډولو او څيرو کي.   او خپروني يي هم په دومره ښه ډول او منظمي نه دي.  مننه

 

وزیر خان حیران د ایټالیا څخه لیکي:
ماشاءالله د تعلیم الاسلام راډیو ټولې خپرونې ډیرې په زړه پورې دي.
الله ج دې د دې راډیو ټولو کارکونکو ته ته اجر ورکړي. بغیر د تعلیم الاسلام راډیو څخه په ټول افغانستان او پاکستان کې داسې راډیو او نورې شبکې نشته ځکه چې د تعلیم الاسلام راډیو ټولې خپرونې اسلامي او په زړه پورې دي .
الله ج دې د تعلیم الاسلام راډیو ټول کار کوونکي کامیاب او سرلوړي لري هم په دې دنیا او هم په اخرت کې مخکې مې لندن کې د دوی خپرونې اوریدلې اوس یې ایټالیه کې اورم. مننه ترې کوم ډیره . (۲۰۱۸-اکټوبر)

 

اشرفي فراهي- فراه:
تعليم الا سلام راډيو داسي راډيو چې زمونږ ټول مسلمانان دې تعليم ته ډېر ضرورت لري داسي راډيو چې مونږ دخپل کلتوراوفرهنګ سره اشنا کوي داسي راډيو چې په اوريدوکې دآخرت ګټه ده سبحان الله . په دې کې هيڅ شک نسته چې مونږ دفراه ولس ته هغه راډيوګاني چې دغربې کلتور او ناروا غيري شريعي نشرات لري مونږ ته هيڅ دمنلو وړ نه وي او هيڅ آرزښت هم نه ورکوو داوطن دميرويس خان ده داوطن داحمد شاه ده دا داولياوو ټاټوبۍ ده دلته غازيان ښخ دې...! 

 

محمد نسیم - لوګر:
لومړی د هرسنه دمخه زما سلامونه ومنی ستاسو دی خدمت نه چی اسلام او د فغانان لپاره کوی دین ورسوی ‌ډیره مننه کوم الله رب عزت نوره وړتیا هم درکړی زما یوه غوشتنه داوه چی دمحترم وعالمانو داګتوری ویناوی چه خپروی د دانلود اجازه هم ورکړی په دی چی  داسی خلک شته چی دی ښارونونه لری دی په آسانی سره یی ستاسو له پته نه لاسته راوړی اوګټه ترینه پورته کړی.

 

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته