تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ناکامه وګړو عناد او د هغه وجه
  تعلیم الاسلام
  October 4, 2017
  0

 

لیکنه: ننګیالی همت / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


ارواپوهان وايي چې د ناکامو او عقده ایی وګړي هغه وګړي چې په ژوند کې د تحصیلاتو، لاسته راوړنو او نورو ځانګړتیاوو له اړخه له بل بریالي وګړي سره سیالي نشي کولی نو عقدې ته لاس اچوي، یعني که په بل ډول یې ووایو دا ډول خلک په یوه ډول رواني ناروغۍ اخته دي. دا وګړي ولې دا کار کوي؟؟ یو عربي ارواپوه یې ځوابوي:


حسب علماء النفس فإن الأشخاص الفاشلين في حياتهم يميلون الى البحث عن اخطاء الناجحين لإنتقادهم والتقليل من شأنهم لكي يشعروا انهم افضل منهم !


معنی دا چې:


ناکام وګړي دیته لیواله وي چې د بریالیو وګړو نیمګړتیاوې را برسیره کړي او بیا پرې نیوکه وکړي او ځان په کاذب ډول داسې ډاډه کړي چې تر هغو غوره دی. داسې رنګ کسان ددې پر ځای چې د خپل ژوند ښه کولو، بریالیتوبونو او پرمختګونو ته پام واړوي او په مثبت ډول له بریالیو وګړو سره رقابت و کړي د عیب ټکي یې پیدا کوي، طعنې ور کوي، کله کله پرې ملنډې وهي، په خبرو یې خاندي، کله پرې تهمت تړي ددې خلکو لپاره قرانکریم فرمايي:


 وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ ( الاعراف: ۹۹)
 یعني په ښه کار امر وکړه او له ناپوهانو مخ واړوه.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته