تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پر روغتيا د اخلاقو تاثير
  تعليم الاسلام
  October 25, 2017
  0

ژباړه: محمداسماعيل "شهاب" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

 روغتيا د روغتيايي قوانينوپه عملي کولو حاصلېدلای سي! چي روغتيا وي، هم پر کار کولو باندي شوق راځي او هم بدن سالم وي، د ښه صحت او روغتيا لپاره بايد لاندي څه په نظر کي ونيول سي:

 

۱ – پرله پسې منظم ورزش کول.

۲- دشپې په اوله حصه کي خوب کول او سهار وختي راپاڅېدل.

۳ – برابر، ساده او متنوع خوراک کول.

۴ – د جسم د استراحت خيال ساتل. ۵ – تازه هوا تنفس کول او د لمرينو وړانګو لاندي کښېناستل.

 

روغتيا غوښتونکي د خپلو فکرونو د پاکوالي او ښه اخلاقي ژوند لور ته لازمي توجه کوي او د ټولو ذهني بدبينيو څخه پرهيز کوي، د تجربو له مخي درواغ ويل پر روغتيا باندي بد اثر اچوي، ځکه چي شخص په دې فکر او تشويش کي وي، چي د ده د درواغو په اړه څـوک خبر نه سي، همدارنګه غيبت !

 

د حسد او انتقام جوش د انسان وينه سوځي او په بدن کي بې نهايته زهري مواد پیداکوي،

نه يوازي دا چي له بديو څخه ځان وساتل سي، بلکي برعکس باید زړه او دماغ په شريفانه اخلاقو او صفاتو هم سنبال کړل سي. د تعريف، خوښۍ، حوصله افزايي، عفوي، تحمل، ريښتينولۍ او نيک نيتۍ په ذريعه د خپلي روغتيا حفاظت وکړئ او فکري قوت مو زيات کړئ.

(اسباب ذهانت، مؤلف: مولانامفتي صبار دانش )

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۲ ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته