تازه سرليکونه
معاملات کول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 4, 2011
  0

اَلْحَمَدُ الله رَبِ الْعَالَميْنَ وَ الصَلوةُ و السَلامُ عَلى رَسُوْلِهِ الْکَرِيْمِ وَ بَعْدُ :

 

د فقه المبتدي په اول ټوک کي مو عبادات يعني د لمانځه ، زکات ، روژې او د حج احکام په لنډ ډول ولوستل او د فقه المبتدي په دوهم ټوک کي مو د نکاح اړوند او ځيني نور احکام ولوستل . د فقه المبتدي په دريم ټوک کي د بيعي ، وکالت ، کفالت شراکت ، مضاربت ، شفعي ، اجارې او د يو لړ  نورو معاملاتو احکام بيانيږي . ښکاره خبره ده چي دا ټول هغه معاملات دي  چي انسان په خپل ورځني ژوند کي اړتيا ورته لري ، ځکه انسان په خټه او طبيعت کي مدني دى ، د نورو انسانانو سره ګډ ژوند ته اړتيا لري يو کس لا هم د دې توان نه لري ، چي د ژوندانه ټولي اړتياوي لکه خواړه  ، جامې  ، درمل ، هستوګن ځاى او داسي نور دي پخپله په يوازي سر ځان ته تيار او برابر کړاى سي .

 

بلکي هر انسان انساني ټولني ته اړتيا لري ، تر څو د ژوندانه اړتياوي ځني پخپل لاس ځان ته تياري کړي او ځيني نوري بيا د خپل منځي معاملاتو لکه  بيعي ، اجارې ، عاريت او داسي نورو تړونو د لاري پوره کړي  .


د دغو معاملاتو شرعي حيثيت پيژندل او هم يې د شرعي اصولو مطابق انجامول د هر مسلمان وجيبه  ده ، نو ځکه د فقه المبتدي د دريم ټوک يعني د معاملاتو لوستل هم د لومړي او دوهم ټوک په شان د عامه خلکو او مبتدي طالبانو د پاره ډېر مهم او ګټور دى . 


و الله ولي التوفيق .

 

د پيل خبري

د انسانانو خپل منځي معاملات لکه رانيول او خرڅول شرعاً هغه وخت معتبر بلل کيږي چي د هغوي په خوښه او اراده انجام ومومي . ځکه يو شى د يوه د ملکيت څخه د بل و ملکيت ته په پيسو يا مفت هغه وخت نقليږي چي مالکان يې په خپله خوښه او اراده وکړي . دغه ډول د يوه د شي څخه بل څوک په پيسو يا په وړيا ډول هغه وخت جائزه ګټه اخيستلاى سي چي دوى په خپله خوښه د همدې ډول کولو اراده وکړي .

 

خوښي او اراده د زړه کار دى ، د خلکو په زړونو يو الله خبر دى ، نو ځکه د معامله کونکو هغه وينا يا کار چي همدا خوښي او اراده ښکاره کوي ، د هري معاملې د صحت د پاره مدار بلل کيږي . دا ډول ويناوي د فقهي په اصطلاح کي د ايجاب او قبول په نامه ياديږي . د دې څرګندونو څخه جوته سوه چي ايجاب او قبول د هري معاملې رکن دى ، د انسانانو خپل منځي معاملې بېله ايجاب او قبول څخه کېدلاى نسي ، نو د هر څه وړاندي پر ايجاب او قبول ږغيږو ، څو را ته معلومه سي چي ايجاب او قبول په کومو صيغو صحيح کيږي او د چا ايجاب او قبول ته اعتبار ورکول کيږي .

 

ځيني عام اصطلاحات

عَقْدُ : عَقْد تړون ته وايي ، تَعَاقُد بيا يو د بل سره تړون کولو ته وايې .


عَاقِدْ : عَاقِد تړونکي ته وايي ، عَاقِدَانِ او عَاقِدَيْنِ  يې تثنيه ده ، دغه دول مُتَعَاقِدَيْن او مُتَعَاقِدَانِ هم ورته وايي .


مَعْقُود عَلَيْه : مَعْقُود عَلَيْه هغه شي ته وايي چي تړون باندي کيږي .


اِنْعِقَادُ: د تړون وکېدلو ته اِنْعِقَاد وايي ، تړون چي وسي نو هغه ته وايي تړون مُنْعَقِد سو .


د مثال په ډول : که زيد پر بکر موټر خرڅوي زيد او بکر عَاقِدَيْن يا مُتَعَاقِدَيْن بلل کيږي ، موټر مَعْقُود عَلَيْه بلل کيږي ، د دوى دوو تر منځ دې تړون ته عَقْد او تَعَاقُد وايي . څه مهال چي د دوى دوو تر منځ سودا وسي ، هغه ته د بيع اِنْعِقَاد وايي يعني د زيد او بکر ترمنځ د بيع تړون مُنْعَقِد سو .

 

ماخذ: فقه المبتدي- معاملات

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته