تازه سرليکونه
شرکة العقود یا تړوني شراکت
 
  April 3, 2015
  0

 شَرِکة العُقُود


 دوه ياڅو تنه د تړون له مخي په مال او ګټه کي شريک کېدلو ته شَرِکَةُ العُقُودِ وايي ، دلته موږ شَرِکَةُ العُقُودِ د تړوني شراکت په نامه هم يادو .
 
شرکة عقود پر درې ډوله دى : 

(١) شَرِکَةُ الاَموَال .
(٢) شَرِکَةُ الاَعمَال .
(٣) شَرِکَةُ الوُجُوه .

شَرِکَةُ الاَموَال : شَرِکَةُ الاَموَال هغه شراکت ته وايي چي دوه يا څو تنه په مايه کي شريکان سي په ګډه معامله کوي ، الله تعالي چي هر څونه ګټه پکښي ورکړه هغه يې تر منځ د مايې يا ټاکلي سلني په حساب شريکه وي .

دلته موږ شَرِکَةُ الاَموَال د مالي شراکت په نامه هم يادو .

شَرِکَةُ الاَعمَال : شَرِکَةُ الاَعمَال هغه شراکت ته وايې چي دوه ياڅو تنه کاريګران خپل منځ کي دا ډول تړون وکړي چي د خلکو څخه به په مزدوري کارونه اخلي او په ګډه به يې کوي او د هغه اجوره به پخپل منځ کي سم برابر يا د ټاکلي سلني په حساب ويشي .

دلته موږ شَرِکَةُ الاَعمَال د کاري شراکت په نامه هم يادو .

شَرِکَةُ الوُجُوه : شَرِکَةُ الوُجُوه هغه شراکت ته وايي چي دوه يا څو تنه اعتباري او بې مايې کسان خپل تر منځ دا ډول تړون وکړي چي مالونه به د خلکو څخه په خپل اعتبار په پور رانيسي بيا به يې په نقدو خرڅوي ، هر څونه ګټه چي الله تعالي پکښي ورکړه هغه به يې تر منځ په نيمايي يا د ټاکلي فيصدۍ په حساب شريکه وي .
دلته موږ شَرِکَةُ الوُجُوه د اعتباري شراکت په نامه هم يادو . 

د شَرِکَةُ العُقُودِ ډولونه

شَرِکَةُ العُقُودِ يا تړوني شراکت پر دوو ډولونو کېدلاى سي ، يو ډول ته يې شَرِکَةُ المُفَاوَضَة وايي او بل ډول ته يې شَرِکَةُ العَنَان وايي .

په مالي ، کاري او اعتباري شراکتونو کي که شريکان په مايه ، ګټه او کار کي يو د بل مساوي او برابر نه وه يعني د مفاوضې ځانګړي شرطونه يې پرځاى نه وه بيا دا هر شراکت د شَرِکَةُ العَنَان په ډول دى .

که په مالي ، کاري او اعتباري شراکتونو کي شريکان په مايه ، ګټه او کار کي يو د بل مساوي او برابر وه يعني د مفاوضې ځانګړي شرطونه يې پرځاى وه هلته بيا دا هر شراکت د شَرِکَةُ المُفَاوَضَة په ډول دى .

د پورتني وېش له مخي شَرِکَةُ العُقُودِ پر شپږو ډولونو وېشل کيږي .
 
 
مخکنۍ لیکنه: د شراکت تعریف او ډولونه

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته