تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
غوره ویناوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 15, 2020
  0

ژباړه: محمود زمریالی/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


دا ستاسو لپاره عادي خبره ده چي کښتۍ په اوبو کي ووینی، مګر دا خطرناک وي چي په کښتۍ کي اوبه ووینی،
نو تاسو د نړۍ په زړه کي اوسئ نه چي نړۍ ستاسو په زړه کي اوسي.


 که تاسو یوڅه له لاسه ورکړئ چي هیڅکله یې د لاس ورکولو تمه نلری، الله جل جلاله به تاسو ته هغه څه درکړي چې هیڅکله یې د خپلولو تمه نلری.


 خوشبین اوسه کله چي شیان ستاسو لپاره ستونزمن وي، ځکه چي خدای تعالی دوه ځله قسم کړی دئ: فإن مع العسر يسرا إن مع العسر يسرا.


 ژوند د مرګ څخه پوښتنه وکړه:
ولې خلک زما سره مینه لري او ستا څخه کرکه کوي؟
مرګ ځواب ورکړ: ځکه چې تاسو یو ښکلی درواغ یاست او زه یو تریخ حقیقت یم.

 


 

موږ نه پوهیږو، چي د خدای د رحمت وروسته څه شي موږ جنت ته داخلوي؟ ایا رکعت به وي، یا خیرات به وي، یا اوبه ورکول به وي، که به مو د مومن اړتیا ور پوره کړې وي، دعا به وي او که ذکر!
نو ځکه یوڅه وکړئ وخت مه ضایع کوئ.


 خپل عقل ته یو څه عاطفه او احساس واچوئ ترڅو عقل نرم سي او په زړه کي یو څه عقل داخل کړئ ترڅو سیده سي.
هغو زړونو ته تعجب دی، چي په خاموشۍ سره دردونه ترلاسه کوي، اوپه ښه نیت د نورو د غلطیو توجیه کوي.


کله چې تاسو باور لری چې تر بدبختۍ وروسته نیکبختي او تر اوښکو وروسته مسکا راځي نو لوی عبادت مو وکړ ځکه پر الله تعالی مو ښه ګمان وکړی.


که تاسو د نړۍ له درد څخه ستړي یاست، غم مه کوئ، شاید الله تعالی د دعاء پر وخت ستاسو دردېدلي غږ اورېدل غواړي.
د خوشحالۍ تر راتلو تبسم مه ځنډوئ ، بلکي تبسم وکړئ ترڅو خوشحاله سی.


ولي اوږده فکرونه وهی حال دا چي الله عزوجل د کارونو اداره کوونکی دی!
ولي د مجهول په اړه اندیښنه کوی حال دا چي الله جل جلاله ته هر څه معلوم دي،


نو ډاډه اوسئ ځکه تاسو د خدای جل جلاله په نظر کې یاست.
کله چي د رزق پته نه در معلومیږي نو بېرېږه مه ځکه رزق ته ستا پته معلومه ده، چي ته نه ورسېږې هغه حتماً درته رارسیږي.


 د ژبي تر مخه په زړه کي ووایاست (وَأُفَوِّضُ أَمْرِي إِلَى اللَّهِ) یعني ما خپلي چاري الله عزوجل ته سپارلي دي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته