تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
داخلاقو اړوند سپیڅلي خبري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 4, 2021
  0
داخلاقو اړوند سپیڅلي خبري
 
 
رالیږونکي :قاري خبیب پشت رودي /تعلیم الاسلام ویب پاڼه  
 
 
۱. د الله (جل جلاله) په رحمت ته مهربانه او نېک اخلاقه سوی یې، که ته بد خویه او سخت زړه وای نو ټول خلک به ستا د شا وخوا څخه تللي وای  (اوته به یې یوازي پریښي وای)
 
۲ . هڅول سوي یم چي نېک اخلاق تر پایه ورسوم.
 
۳ . ښه اخلاق نیم دین دئ. 
 
۴ . نېک خویه او خپل کار پیژندونکي سړي همیشه پاک نفسه وي.
 
۵ . ښه اخلاق د انسان د نېکبختۍ علامه ده.
 
۶ . هیڅوک نه سي کولای چي په مال ټوله خلک راضي او خوشحاله کړي، مګر په ښو اخلاقو ټوله خلک راضي او خوشحاله کولای سي. 
 
۷ . هیڅ شي د ښو اخلاقو په څیر ژوند نه خوږوي. 
 
۸ . د قیامت په ورځ په ترازو کي ترټولو دروند شی ښه اخلاق دي.
 
۹ . زموږ تر ټولو لویه سرمایه (شتمني) ښه اخلاق دي.
 
۱۰ . دیو ملت عظمت اولویي د هغه د خاوري په پراخ والي پوري نه بلکي دهغه د خلکو د اخلاقو په ښه والي پوري اړه لري. 
 
۱۱ . هوښیاران خلک هیڅکله داسي خبره نه کوي، چي د نورو خلکو احساسات ورزخمي کړي.
 
۱۲ . په مؤمنانو کي تر ټولو بهتره هغه څوک دئ چي اخلاق یې ښه وي.
 
۱۳ . ښه اخلاق د روانو اوبو په څیر دي خپله شاوخوا زرغون وي.
 
۱۴ . ښه اخلاق کول عبادت دئ.
 
۱۵ . هر څوک چي بخښنه کوي لویي لاسته راوړي.
 
۱۶ . د ښو اخلاقو څښتنان د خپلي ټولني روح دي.
 
۱۷ . ترټولو لوی امتیاز اوشهرت په ښواخلاقو کي دئ.
 
ماخذ : سپڅلي خبري 
 
www.taleemulislam.net
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته