تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د هوسا ژوند کلیانې
  تعلیم الاسلام
  November 7, 2017
  0
 

لیکنه: انیسه غزنوي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د هوسا او ستړي خلکو په منځ کې بنیادي فرق دا دی، چې هوسا او نیکمرغه خلک هغه کار کوي کوم چې ناکام او ستړي خلک يې نه کوي.


که غواړی چې خپل ژوندون د ستومانیو څخه و ژغوری او هوسا او کامیاب ژوند وکړی لا ندینې ټکو ته عملي بڼه ورکړئ:


۱:  هره ورځ له ۱۰ نه تر ۳۰ دقیقیو قدم ووهئ او ګرځئ او د قدم وهلو په بهیر کې پر شونډو مسکا خوره کړئ.


۲: لږ ترلږه هره ورځ ۱۰ دقیقې یوازي چُپ کښینئ، هیڅ مه کوئ.


۳: د شپې په وخت ویده کیږئ او د ویده کیدلو په وخت کې په مسایلو سوچ مه کوئ، ځکه په دې سره خوب تښتي او سهار هم په وخت پاڅیږئ.


۴: نن ورځ چې کوم کار کولای شئ، هغه صبا ورځې ته مه پریږدئ.


۵: لږ لږ کار کوی، د لوی کار کولو لپاره مؤثره طریقه دا ده چې لږ لږ وکړل شي.


۶: سږ کال د پروسږ کال څخه ډیره مطالعه، د باغونو سیر او چکر او د ملګرو سره ملاقات وکړئ.


۷: خپل بیکاره وخت ۷۰ کالو څخه پورته او تر ۶ کالو څخه ښکته د عمرونو خاوندانو سره په خبرو اترو کې تیر کړئ.


۸: د خوړلو لپاره سبزیجات ډیر استعمالوئ.


۹: هر وخت مثبت سوچ کوئ، له منفي سوچونو څخه ځان وژغورئی ځکه منفي، تخریبي سوچ او احساسات د ډیرو جسماني او نفسیاتي مرضونو سبب کیدلای شي.


۱۰: خپل ژوند د بل چا د ژوند سره مه پرتله کوی، ځکه تاسو د بل چا د هدف او ژوند څخه هیڅ علم نه لرئ.


۱۱: په کومه موضوع باندې روزانه یو څه لیکل وکړئ.


۱۲: له ډیر جدیت او غصې څخه ځان وژغورئ او هغه څه پریږدئ چې تاسو ته ګټه او خوشحالي نه درکوي.


۱۳: له داسې خلکو سره روابط جوړ کړی کوم چې تاسو ته ډیر خوښ وي.

 

۱۴: له شپږ شیانو سره ژوند وکړی:
 ۱. ایمان ۲. انرژي ۳. اشتیاق ۴. له نورو سره خواخوږي ۵. کورنۍ ۶. ملګري


۱۵: قرآن کریم، آحادیث نبوی صلی الله علیه وسلم، د سیرت کتابونه او همدا شان د لویو او غوره خلکو د ژوند د سوانحو کتابونو مطالعه ستاسو په ژوند کې ډیر مثبت بدلون راولي.

 


اړوند لیکني:

د ذهن قوي ساتلو لپاره ۱۶ عام عادتونه
د دماغي حجرو د ویجاړتوب ۱۰ لاملونه
د انسان د ۶۳ کالو ژوند ویش
د ژوند د تنګسې علاج
راځئ له ژونده خوند واخلو!
د سرور کاينات ژوند سړی بدلوي!

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته