تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مغفرت، رحمت او عفو ترمنځ توپیر
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 27, 2018
  0

ليکنه: ډاکټر مطيع الله "عطاف" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

که چیري مغفرت د رحمت سره یو ځای ذکر سي، نو مغفرت د تېرو ګناهونو بخښلو ته او رحمت بیا په راتلونکي کي د ګناهونو څخه د ساتلو په معنی دئ، او که رحمت یوازي ذکر سي، نو بیا د تېرو ګناهونو بخښل او په راتلونکي کي د ګناهونو څخه د حفاظت په معنی دئ.


 
د عفو او مغفرت ترمينځ فرق په لاندي ډول دئ: 

 

مغفرت دا دی، چي کله بنده یو ګناه وکړي، نو الله تعالی هغه رسوا نه کړي، په دنیا او آخرت کي ئې پټ کړي، او پر دغه ګناه عذاب ورنه کړي؛ خو ګناه پرخپل ځای پاته وي،

 

او عفو دا ده، چي کله مؤمن انسان یو ګناه وکړي نو الله تعالی ئې له مينځه یوسي، د هغې ګناه هیڅ اثر پاته نه سي او پر دغه ګناه هیڅ عذاب ورنه کړي.

 

یعني د مغفرت په صورت کي الله تعالی تا ته ستا ګناهونه در په یادوي خو عذاب نه درکوي؛ خو د عفو په صورت کي ستا ګناهونه بالکل ذکر نه سي او الله عزوجل در څخه راضي سي. 

 

علماء وایي: عفو دا ده، چي مجرم ته الله تعالی عذاب ورنه کړي او مغفرت دا دی چي الله تعالی د مجرم جرم پټ کړي او د روحي عذاب (شرمندګۍ او رسوایۍ) څخه ئې خلاص کړي.

 

 یعني دلته د عفو او مغفرت تعریف د لومړي حالت څخه توپیر لري، عفو دا ده، چي مجرم د جسماني عذاب څخه خلاص سي؛ خو مغفرت دا دی، چي مجرم د روحاني عذاب یعني په خلکو کي د رسوایي او شرم څخه خلاص سي، 

 

ابن تیمیه رحمه الله وايي: عفو تر حق تېرېدلو او د مجرم پرېښودلو ته ویل کیږي؛ خو مغفرت دا دی، چي بنده د ګناهونو له شره وساتل سي، الله جل جلاله احسان ورباندي وکړي او ورڅخه راضی سي.  (اللهم انک عفو تحب العفو فاعف عنا یارب العالمین).

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۳ ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته