تازه سرليکونه
د (د نر او ښځي توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نر او ښځي توپیر: ولي ښځه څلور مړونه نسي کولای؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 31, 2018
  0

د نر او د ښځې توپیر په اسلام او ساینس کي (۲۷)


لیکنه او څېړنه: مولوي عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۷: سوال: ولي یوه ښځه په یوه وخت کي څلور مړونه نسي کولای؟


۱: که چيري يوه ښځه په یوه وخت کي څلور مړونه ولري ، دا چي د يوه نر جنسي توان د يوې ښځې څخه زيات دئ، چي مطلب يي دا دئ چي يوه ښځه و يوه نر ته کفايت نه کوي نو څنګه کيدلای سي چي يوه ښځه دي د څلورو نارينه وو لپاره کفايت وکړي دا هيڅ امکان نلري، بله خبره دا ده چي که چيري څلور نارينه د يوې ښځې سره جنسي اړيکي ولري لومړی ښځه دا ظرفيت نلري چي د څلورو نارینه وو جنسي خواهشات پوره کړي، او دوهم دا چي له دې څخه د ايډز او سفلس په شان مهلکي ناروغۍ ومنځته راځي، که چيري په يوه آن کي د يوه څخه د زياتو نارينه وو نطفه د ښځې و رحم ته داخله سي نو له دې څخه ايچ آي وي پيدا کيږي. ښځه دداسي زخمونو ښکار کيږي چي بيايې درملنه ناشونې ده.

 

۲: داچي اولاد د پلار دی نو ځکه به نسب او ميراث کي د څلورو کسانو اولاد نه معلوميږي چي دا د چا دي؟ يو به وايي چي دا زما دئ او بل به وايي چي دا زما دئ، که نروو يو به يې کشوي او که ښځه وه بل به ئې کشوي، چي په دې کي د نسب مقدسه رشته له منځه ځي او د ميراث ټول نظام له خاورو سره خاورې کيږي؛ څه موده مخکي د يوې ښځې دوه ماشومان پيدا سول خاوند ئې وويل چي دا ماشومان زه نه ساتم دليل ئې دا وو چي هغه خاوند یې ویل چي دا زما څخه نه دي پيدا سوي چي بيا ئې مېرمن و محکمې ته حاضره سوه او محکمې پرېکړه وکړه چي دا يو ماشوم به ته (خاوند) ساتې او دغه بل ماشوم به ددې ښځې يار ساتي.

 

دا منو چي په اوسني وخت کي ډي اين اې (DNA) مرسته کولای سي چي دا معلومه کړو چي دا ماشوم د چا دئ خو بل لور ته ايا دا څلور خاوندان يې قناعت ورسره کوي؟؟؟ د جنوري پر۱۲- ۲۰۱۴ ميلادي کال کي په هندوستان کي یوې ښځې  دوه خاوندان درلودل، يوه يې ادعاء وکړه چي دا ماشوم زما دئ او بل يې دا ادعاء کړه چي نه زما دئ او ماته سوي دي ، د ډي اين اې (DNA) وروسته دا ثابته سول چي دا ماشوم د يوه هم نه دي، ددې خبر په اورېدو سره دواړه خاوندان چي د خاله زامن وه حيران سول، هغه ښځه يې داسي ووهل چي مړه سوه، ماشوم يې مړ کړ، ددې دوو خاوندانو تر منځ هم شخړه وسوه چي په پايله کي ددې ښځې يوه خاوند دا بل خاوند هم په خفه مړ کړ او کيسه خلاصه سوه هغه په بند محکوم سو.


۳: هغه ماشومان چي دداسي مور څخه پيدا سي د روانشناسۍ د علم پر بنسټ هغه ماشوم دماغي سکون نلري، دماغي وده يې کمزورې وي او له همدې کبله هغه ماشومان چي له زنا څخه پيدا سوي دي دماغي ناروغان دي، او د ژوند په ټولو چارو کي تل د ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.


۴: اوسني ساينس پوهانو دا ثابته کړېده چي نر نسبت و ښځې ته ډېر جنسي او روحي توان لري، د نر په کروموزوم کي دا جوړښت شتون لري چي نر له څو ښځو سره جنسي اړيکي نیولای سي او برعکس د ښځې په کروموزوم کي دا ماده شتون نلري چي يوه ښځه دي په یوه وخت کي څو مړونه ولري.


۵: د ارواپوهني د علم مطابق که يو نر څو ښځې ولري هغه په عادي حالت کي خپله دنده ترسره کولاي سي، په دفتر کي کار کولای سي خو بل لور ته که ښځه څو مړونه ولري هغه خپله دنده نسي تر سره کولای، دا ځکه د ښځې په فطرت کي دومرې ظرفيت نسته چي د يوه څخه د څو مړونو بوج پر اوږو واخلي- داسي ښځې چي د يوه څخه زيات مړونه لري تل پرېشانه، ناروغې، د ژوند څخه ناهيلي او د حقيقت موندلو پر ځاي په خيالونو کي ډوبې وي- چي همدا د بيولوژي د علم  اوسنۍ څېړنه ده.


۶: که يوه ښځه څو مړونه ولري ددې ټولو (ښځه + مړونه)  جنسي ناروغۍ يو او بل ته سرايت کوي، که په يوه کي يوه ناروغي وي نو دا ټوله به په اخته کيږي، چي په دې ناروغيو کي زياتي مهلکي او وژونکي دي. و بل لورته که چيري دا نارينه بيلې بيلې ناروغيانې ولري نو و ښځې ته به يې ستر نقصان داوي چي د ټولو نارينه وو ناروغيانې به په دې کي سره راټولې وي چي داسي ښځې تل د مهبل د سرطان، ايچ اي وي، سفلس او نورو... وژونکو ناروغيو ښکار کيږي.
۷: هغه ماشومان چي دداسي ښځو څخه پيدا کيږي هغه تل نيمګړي وي، د هر نارينه د کروموزوم په جوړښت کي توپير سته، کله داسي ماشومان يوه سترګه لري، ددوو لاسونو پر ځای کله يو لاس او کله څلور لاسونه لري، کله دوه جنينه داسي سره ونښلي چي بېلول يې ناشوني وي يعني دوه ماشومان پيدا سي دماغونه يې سره نښتي وي، کله يې تناسلي الې دوې وي او کله خو هيڅ ځای نلري، او داسي نور...چي دا څېړنه د (UWA)  کړې ده.


۷: تر يوه زيات مړونه درلودل د ښځې په مهبل کي د مختلفو نطفو منډې ترنډې (Sperm Competition) صورت نيسي، چي دا خپله په جين کي انقلا ب راولي، د جين ځانګړتياوې له منځه وړي، او د ښځې لپاره بدي پايلي لري، يو ناورين يې دا دئ چي د ښځې د انزال نظام له منځه ځي طبيعي حالت يې بدلون مومي.


۸: په تايلنډ کي پردې باندي په يوه کتاب کي پوره څېړنه سوې ده، دا کتاب (Journal of Medical Association Thailand- 2004) دئ، په دې کتاب کي يې پردې باندي ډېر بحث کړی دی چي که يوه ښځه په يوه وخت کي ډېر مړونه ولري دا يو ناورين او ډېر تاوانونه لري چي موږ يې دلته يو څو بيلګې را اخلو:


enlightenedډېر مړونه دداسي لوړ فشار سبب ګرځي چي درملنه يې مرګ دئ. (Robert JM)


enlightenedد ښځې د بولو نظام داسي ويجاړ سي چي درملنه او اپريشن يې ناشونی وي او کله هغه عصبي نري رګونه چي اطراحيه نظام په واک کي لري له منځه ولاړ سي چي بيا يې هر څه پر خپله لاره روان وي. (Dr. Olive KE Taylor)


enlightenedهغه نارينه چي د يوې ښځې مړونه وي د پروستات په سرطان او داسي ښځې د مثانې، مقعد، رحم، مهبل او د بولو د نل په سرطان اخته کيږي.


enlightened په داسي حالت کي حمل په ډېر تکليف سره صورت نيسي، ۹۸٪ جنين ضايع کيږي. (Professor Mike)


enlightened داسي ښځې تل د حمل په وخت کي د کوما په حالت کي وي چي و دې ته په طب کي (Eclampsia) ويل کيږي، چي اکثره وخت که ښځه هم وژغورل سي ماشوم يې له منځه ولاړ سي.


enlightened داسي ښځې په ناڅاپي ډول سره مړې کيږي، دوی اکثره وخت د سرطاني غوټو (Tumour) ښکار سي.


enlightened داسي ښځې په داسي التهاب باندي اخته کيږي چي هم دايمي وي او هم و نورو ته په اساني سره سرايت کوي، او درملنه يې هم ناشونې وي.


enlightened په داسي حالت کي تروفوبلاست (Trophoblast) (۱) په مکمل ډول سره له منځه ځي. (۲)


د يوه عالم حيرانوونکی ځواب:
د يوه عالم څخه په هندوستان کي يوه هندو پوښتنه وکړه چي ولي يوه ښځه په اسلام کي څلور مړونه نسي کولای؟ 
هغه عالم ورته وويل: چي څه کسب کوې؟ هغه هندو ورته وويل چي په هوټل کي اشپز يم.


 عالم ورته وويل چي اصول داسي دي چي په يوه کاچوغه څلور ديګه لړل کيږي او يو ديګ خلک په څلورو کاچوغو نه لړي.

هندو حيران سو- او ولاړي.

 

لکه څرنګه چي د انسانانو رنګونه مختلف دي په همدا شان ئې طبعيتونه مختلف دي، که فرضا يوه ښځه څلور خاوندان ولري نو که د يوه اراده سوه د جنسي اړيکو لپاره او د بل هم اراده سوه او د څلورو سره اراده سوه دا د جذبې حالت دئ دا ټول په يوه حالت کي ناشوني دي نو ضرور به جنګ جدل او شخړه و منځته راځي، قتل به صورت نيسي، او بل دا چي دا ښځه ناروغي لري، د حيض او نفاس تکليفونه لري په دې حالت کي ښځه طبعاً کمزورې او ناروغه وي او ودې  ته نه ده اماده چي له نر سره جنسي اړيکې و نيسي نو که څلور مړونه وي ښځه به تل د ظلم، وحشت ، دهشت ، فزيکي او ذهني فشارونو لاندي وي چي دا خپله د ډېرو ناروغيو سبب ګرځي.

 

د ورځې په زرهاوو هغه ښځې خپل ژوند د لاسه ورکوي چي د يوه څخه تر زياتو نارينه وو سره جنسي اړيکې ساتي، په اوسط ډول سره ۶ ښځې په کاناډا کي هره ورځ په دې لعنت کي خپل ژوند دلاسه ورکوي.


نور بیا...

-------------------

 (۱) تروفوبلاست- هغه محيطي حجرې چي القاح سوي هګۍ د رحم له ديوال سره نښلوي، پلاسنتاته غذا ورکوي، او ژغورونکي غشاوي رامنځته کوي.

(۲): J Med Assoc Thai Vol. 87 Sppl.3 2004/S100- S1003

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته