تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
هغه خواړه چې د هګيو څو برابره پروټین لري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 10, 2018
  0

ژباړن: حضرت عثمان نوري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


یواځې هګۍ د پروټینو درلودونکې نه ده، بلکې ډېر غذايي خوراکونه شته چې د پروټینونو سترې سرچېنې بلل کیږي. که تاسې یې وخورئ، د معدني موادو او ویټامینونو ترڅنګ به مو د معافیت سیستم وده وکړي. په دې غذايي موادو کې پروټين د اوږدې مودې لپاره د تغذیې په برخه کې خورا ښه رول لري، په هرصورت، هګۍ د پروټین یوازینۍ سرچینه نه ده، ځکه ډېر امین اسیدونه او پروټینونه شته چې د هګۍ څو ځلې ښه تغذیه ورکوي.


 لومړی: لوبیا (Beans) 
لوبیا چې د ډېر ښه خوند تر څنګ ګټور پروټينونه لري، د شپږ نیم ګرام پروټینو ترڅنګ د بشپړ امینو اسیدونو او د میګنیزیم څخه ډکه سرچینه ده. د دې غذايي موادو مصرف د ميتابولیزم، د انرژۍ توليد او د عضلاتو د غښتلتیا لامل کيږي.


دوهم: نخود (Pea)
د لوبیا ترڅنګ ښه خوند لرونکې خواړه نخود دي چې خلک ترې په بېلابېلو لارو د خوراک په ډول استفاده کوي، څوک یې په سوپ کې ګډوي، څوک یې له الوګانو سره یو ځای پخوي، څوک یې په وریجو کې اچوي او ځیني نور یې بیا د چولو په ډول ترې استفاده کوي. نخود ۤله پخولو وروسته تر ۷.۳ ګرامه پروټین لري، روغتیا پالان همداراز ټینګار کوي چې نخود د هغه کسانو لپاره خورا ښه خواړه دي چې خپل وزن یې له لاسه ورکړی وي. 


دریم: موم پلي  (Peanut)  
ددې ترڅنګ چې موم پلي ښه خوند او په زړه پورې ذائقه لري له بله اړخه په هر اونس کې ۸ ګرامه پروټین هم لري، که د غنمو لږه اندازه ډوډۍ، لږه اندازه کدو او د شاتو (عسلو) څخه په مخلوط ډول استفاده وکړئ، تاسې د زړه له ناروغۍ ژغوري. 


څلورم: پنېر (Cheese) 
پنېر چې د لبنیاتو له جملې څخه شمېرل کیږي، یو ښه خوند لرونکې غذا بلل کیږي، ډېری خلک ترې په سهار کې له ناشتې سره یو ځای خوري. پنېر په هر اونس کې ۶.۳ ګرامه پروټين لري، دغه راز پنېر د اعلی کلسیمو او ویټامینونو درلودونکی دی. له پنېر څخه ګټه اخیستنه ستاسو هډوکي له هر ډول ناروغېو ژغوري او د هډوکو په روغتیا کې خورا ښه ونډه لري.


پینځم: کېک، کولچه او الو دار چپس
 کېک، کولچه، الو دار چپس او داسې نور اوړه لرونکي خواړه لکه بېلګې یې چې ذکر شوې، په هر اونس کې د ۸ ګرامه پروټين ترڅنګ ویټامین بي (‌B) هم لري چې د دماغو د روغتیا ساتنې لپاره خورا ښه درمل بلل کیږي. یوې څېړنې دا هم ثابته کړې ده، هغه څوک چې په ۴ اونېو کې ډېره برخه د غنمو له اوړو څخه استفاده کوي، له کلیسټرولو به یې ځان ژغورلی وي.  


شپږم: عدس (Lentil) 
عدس (دال) چې د حبوباتو له جملې څخه شمېرل کیږي، ونه یې تر ۳۵ سانتي متره لوړوالی لري. عدس یوه کامله غذا ده چې د انسان ټولو غړو ته لازمه انرژي تأمینوي. څېړنو موندلې ده چې عدس د انرژۍ په پېدا کولو کې خورا ښه مرسته کوي، او په هر اونس کې ۹ ګرامه پروټين لري.


اووم: د کدو زڼي (Pumpkins Seed)
د کدو زڼي (تخم) په هر اونس کې د ۹ ګرامه پروټين تر څنګ فاسفورس او مګنیزیم هم لري، د کدو زڼي ښه خوند لري او په ځانګړې ډول د هغه کسانو لپاره چې ښکلی پوستکی غواړي، ګټور درمل دي، ځکه د کدو زڼي د پروتین د خرابو شویو حجرو په ترمیم او د نویو حجراتو په پیاوړتیا کې ښه رول لري.


 اتم: بحري غذا (کب Fish/) 
بحري غذا (کب) د ډېر ښه خوند تر څنګ فوق العاده ګټې هم لري، د کب غوښه زیات شمېر پروټینونه لري او ډاکټران د ماهي د غوښې استعمال سره د وينې زيات والی ، د وينې پاکوالی د بدن نرموالی او په ځانګړې توګه د اعصابو لپاره ډېره ګټوره بولي.


نهم: د غويي غوښه  (Beef Meat)
د غويي غوښه که څه هم ښه ذائقه لري، خو ډېری ډاکټرنو ددې غذا له حده زیات خوراک ضررناک بللی. غوښه په هر اونس کې د ۹.۱۲ ګرامه پروټين ترڅنګ امین اسیدونه هم لري او د عضلاتو په غښتلتیا کې مرسته کوي. 


لسم: د چرګ (Chicken Meat) 
د چرګ غوښه که څه هم په ډېر لږ وخت کې پخیږي، ددې تر څنګ ښه خوند هم لري. د چرګ د سینې غوښه په هر ۳ اونسه ۱۶ ګرامه پروټين لري، د چرګ غوښه د امین اسیدونو تر ټولو بډایه سرچینې هم بلل شوې دي.

  

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته