تازه سرليکونه
زموږ او د اسلافو حال
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 7, 2018
  0

قاسم  "اميري" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


امام بخاري رحمة الله علیه فرمایي: له کومې ورځي چي بلوغ ته رسېدلی یم، د هيچا غیبت مي نه دی کړی.


امام شافعي رحمة الله علیه فرمایي: تر اوسه مي نه په رښتیا او نه په درواغو د الله تعالی په نوم قسم کړی دی.


حاتم الأصم رحمة الله علیه فرمایي: کله چي پر لمانځه درېږم، مخامخ مي کعبه، راسته لوري ته مي جنت، کیڼ لوري ته مي دوزخ او شاته مي د مرګ پرښته تصور کوم. خپل موقعیت د پل صراط پر سر وینم او داسي انګېرم، چي کېدای سي دا مي وروستی لمونځ وي.


د عمر بن عبدالعزیز رحمة الله علیه مېرمن وایي: هېڅوک مي ونه لیدل، چي د عمر بن عبدالعزیز رحمة الله علیه په څېر د جزاء له ورځي وبیریږي او په لمانځه کي دونه وژاړي. 


عمر رحمة الله علیه کله -کله په لمانځه کي دونه  ژاړي، چي بېسده سي او فکر کوم چي کېدای سي ساه ئې وتلې وي.


ابو سلیمان داراني رحمة الله علیه فرمایي: هره ورځ چي په هينداره کي خپل مخ وینم، بېره لرم، چي مخ مي د ګناهونو په خاطر تور سوی نه وي.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۳ ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته