تازه سرليکونه
د (افغانستان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سدوزیانو واکمني
  تعلیم السلام ویب پاڼه
  July 18, 2018
  0

 

لیکنه: پو هیالی زرولي ( صدیقي) / تعلیم السلام ویب پاڼه 

                     

( سدوزیان ۱۷۴۷- ۱۸۴۲ میلادي )

 

ملک سدو د صالح ورور او د معروف زوی ؤ، معروف په اتم نیکه کي ابدال ته رسېږي، ابدال د ترین زوی د ښرخبون لمسی او د سړبن کړوسی ؤ، په دې اساس دا کورنۍ د پښتنو د قبیلوي وېش له مخي د فیس عبدالرشید زوی سړبن ته رسېږي او ابدال په ۱۰۴۸ م کي ژوند کړی دی چي په تاریخو کي د ابدالي، هپتلي، یپتلي او ابدال په نومو هم ذکر سوی دی.


ملک سدو  په کال ۱۵۵۷ م په کندهار کي د مشرتابه پر ځای کښېناست او ارغستان یې  خپل مرکز وټاکه.  محمد د بارکزو مشر ( د محمد زیو لومړی پلار) د همدې سدو همهالی ؤ، د سید جمال الدین افغان او نورو مؤرخینو په حواله د صفوي شاه عباس دربار هم په رسمیت و پېژانده.


نوموړي پنځه زامن درلودل حضر، مغدود خان، زعفران خان، کامران خان، بهادر خان او د دوی څخه یې حضر خان خپل ځای ناستی مقرر کړ.


د ګریفن په وینا حضر خان په کال ۱۶۲۶ م کال کی مړ سو، له ده څخه وروسته یې دوه زامن خدایداد او بل شیرخان د کندهار مشران او ولسوالان سول، خدایداد د خپلو ګاونډیو  غلجیو سره دوستانه اړیکي درلودې په قومي جرګو کي یې د سلطان ملخي سره مفاهمه وکړه او د دوستۍ تړون یې ورسره وتړه او د دواړو خواو ترمنځ د ولسوالیو وېش د کندهار پنځوس میله ختیزي خواته د جلدک، ګرماو او ډبرین پل وټاکل سوه.


په کال ۱۶۹۳ م د ده ورور شیرخان د کندهار د صفوي حکمران سره ونښت او د کوږک په بند کي یې صفوي لښکر پوپنا کړ. د سدو زویو وروڼو مرکز په ټولیزه توګه د کندهار څخه ۳۰ میله لري ختیزي خواته شهري صفا  ؤ، د صفوي دربار څخه هم د میرزا په لقب و پېژندل سو او د ډهلي دربار هم شیرخان ته د (( شهزاده) لقب ورکړی ؤ او د فراه څخه تر کندهاره پوري ابدالي قبیلو د دوی مشرتوب منلی ؤ، د شیرخانه څخه وروسته یې زوی سرمست خان او له ده څخه یې زوی دولت خان د دې قبیلو مشران پاتي سول او د خدیداد زوی حیات سلطان هم د داخلي او کورنیو اختلافاتو له مخي احتجاجاً دغه مشرتوب دوی ته پرېښود او خپله د شپږ زره ابدالي کورنیو سره ملتان ته کډه سو، خو د دولت خان سره هم ژوند وفا ونه کړه او د ګورګین په لاس په ۱۷۰۳ م کال کي د مشر زوي نظرمحمد خان په شمول په شهري صفا کي ووژل سو، د ده د مرګ وروسته ابدالیانو د دولت خان بل زوی رستم خان خپل مشر وټاکه تر دې چي د یو سیاست له مخي ګورګین هم د ده مشري په رسمیت وپېژندله او څلور کاله وروسته یې دی هم د خپل پلار  او ورور په څیر ووژل.


د ده د مرګ وروسته دا کورنۍ بې مشره پاته سوه او د کندهار څخه هرات ته ولاړه او هلته ابدالیانو د حیات سلطان ابدالي زوی عبدالله خان د ملتان څخه را غوښتي ؤ او خپل مشر یې ټاکلي ؤ، چي  دې کورنۍ هم ورسره مشري قبوله کړه، نوموړي د صفویانو او هم د شاه محمود هوتک سره ډېر جنګونه وکړل تر دې چي د عبدالله خان زوی اسدالله خان هم پکښي ووژل سو.  په دې پېښه کي عبدالله خان دونه غمجن سو، چي له مشرۍ څخه یې لاس واخیست  او د دولت خان زوی زمان خان چي یو تکړه او پوه شخصیت ؤ د مشري وړ وګاڼه او د ټولو ابدالیانو له خوا د ده مشري ومنل سوه، نوموړي د خپل خاص درایت څخه کار واخیست او ټول ابدالي وګړي یې سره متحد کړل. د هرات څخه یې په کلکه دفاع وکړه چي بالاخره د دوه کاله او پنځه میاشتي مشرۍ وروسته په کال ۱۷۲۳ م کي مړ سو. دا لړۍ تر دې دمه وروسته د یو څه وخت له پاره خاموشیږي او بیا د احمدشاه بابا په غوړیدنه په کال ۱۷۴۷ م کي نوې ساه اخلي چي نور تفصیل به یې وروسته راسي.

 

( احمد شاه بابا)

 

احمدشاه بابا د زمان خان زوی، د دولت خان لمسی، د سرمست خان کړوسی او د شیرخان کوسی دی، شیرخان د حضرخان او حضرخان د ملک سدو زوی ؤ او په دې اړه مخکي بحث وسو.

 

د احمد شاه بابا مور د اکثرو مؤرخینو په حواله ( زرغونه انا) نومیږي، چي ډېره زاهده، بهادره او پتمنه بي بي وه، دا چی په قدیم کي تاریخ پوهان د سیمه ایزو دودونو څخه په تاثیر د ښځو په اړه لږ ږغېدلي، ځکه نو په دې  اړه هم د تاریخ په پاڼو کي ډېر معلومات نه وینو، دونه ویلای سو  چی په قوم الکوزۍ او په ۱۷۶۲ کي وفات سوې ده. احمد شاه بابا په کال ۱۷۲۳ م په هرات کي پیدا سوی دی په دې اړه د محمد حسن هندي او د تاریخ احمدي څرګندوني چي وايي: « احمدشاه حطه ملتان مین پیدا هوا... » ډېره بې اساسه او پرته د کوم لاسونده شائع سوې ده، دوی په دې برخه کي د یوې اشتباه سره مخ سوي دي او هغه دا چي دوی زمان خان د احمدشاه بابا پلار د حیات سلطان ابدالي لمسی او د عبدالله زوی ګڼي، په داسي حال کي چي دا دواړه کورنۍ د حضر خان څخه وروسته په دوه پلرنیو وېشل کېږي، چي یو یې خدایداد او بل یې شیرخان نومیدی، چي د احمد شاه بابا لړۍ هم دې شېرخان ته رسېږي او د خدایداد زوی حیات سلطان او د هغه زوی عبدالله خان یوه بله کورنۍ تشکیلوي چی د دولت خان په وخت کي حیات سلطان ملتان ته کډه سوی ؤ، نه د زمان خان کورنۍ. بل دا چي د احمد شاه بابا پلار تر ۱۷۲۳ پوري په هرات کی د ابدالیانو مشر ؤ او بابا هم په دغه کال پیدا سوی دی، نو د پورتنیو لاسوندو په استناد په ډاګیزه توګه ویلای سو چي احمدشاه بابا په هرات کي زېږیدلی، نه په ملتان کي.

 

احمد شاه بابا د ژوند له پېله تر پایه د داسي کورنۍ چاپیریال او محال سره اړیکي درلودې چي د تورو خرپهار، د توپ او توپک د غرمبار پرته بل څه پکښي نه اورېدل کېدل، هر طرف او هر وخت جنګونه او ناخوالي سره لاس په لاس لیدل کېدې، په دې اړه د بابا لنډ مهالي تاریخ ته یوه ځغلنده کتنه کوو.

 

احمد شاه بابا لا کوچنی ؤ چي خپل ورور یې د عبدالله ابدالي د سیالي کورنۍ او پارسیانو سره په جګړو لګیاه لیده، د نوی زلمیتوب سره سم په کندهار کي د شاه حسین هوتک په زندان ور ننوت د زندان وروسته یې شپږ کاله د نادر افشار سره په ملتیا په جګړه ایزه یونونو ترسره کړل او بیا د ژوندانه تر پایه د هیواد د چارو په سمون کي بوخت ؤ.


نوموړي د وخت د مروجه زده کړو څښتن ؤ، په دواړو ملي ژبو ښه پوهېدی او په پښتو ژبه یې شعرونه هم ویل، یو زړور شخصیت ؤ. د ځواکمنو او ظالمانو کلک دښمن، د بخښونکي او لورونکي شخصیت خاوند او  ډېر ساده ژوند یې درلود، تګلاره یې  ټینګه او هوډمنه وه ، له دې وجهي ټولو افغاني تاریخ پوهانو د بابا ښه او غوره اخلاق ستایلي دي.


احمدشاه بابا د نادر افشار د واکمنۍ په وروستیو کي د هغو نومیالیو او ډاډمنو افسرانو څخه شمیرل کېدی چی نادرشاه یې متاثیره کړی ؤ او نادرشاه افشار به تل دا ویل چي ما په خوارزم ، ایران، افغانستان او هند کي د احمدخان په څېر ځوان نه دی لیدلی او له ما وروسته به همدا شخصیت واکمن ګرځي.

 

کله چي نادرشاه د خبوشان په فتح اباد کي ووژل سو نو احمدشاه بابا د نورو افغاني ډلو سره خپل ګران هیواد افغانستان ته راستون سو او دلته د یوې لويي تاریخي جرګي په ترڅ کي د ټولو قومونو په خوښه مشر وټاکل سو.

نور بیا...

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته