لیکنه : مولوي نورالحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
عن الحسن قال: إن أولى الناس بهذا القرآن من اتبعه وإن لم يكن يقرؤه.[فضائل القرآن للقاسم136]
ژباړه:حسن رحمه الله فرمايي: د قرآن لپاره هغه کسان غوره دي چي د هغه متابعت وکړي کڅه يې هم نه لولي.
يعني د قرآن د پيروۍ او اهليت هغه خلګ مستحق دي چي په قرآن باندي عمل کوي کڅه هم د قرآن تلاوت نه کوي، ځکه قرآن ددې لپاره نازل سوی دی چي خلګ عمل ورباندي وکړي او په خپل ژوند کي يې عملي کړي.
قرآن د مسلمانانو لپاره اساسي قانون دی چي بايد د ژوند په ټولو چارو کي يې حاکم وګرځوي، د قرآن تلاوت ثواب لري خو په يواځي تلاوت يې انسان پلوی او تابع نسي جوړېدلای.
ماخذ : اسلامي مقالې
www.taleemulislam.net