تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دعوت کوونکي دي اجتماعي نېکۍ هم کوي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 6, 2023
  0

دعوت کوونکي دي اجتماعي نېکۍ هم کوي

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

له حضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی، چي رسول الله  صلی الله عليه وسلم وفرمايل : په تاسو کي نن چا روژه نيولې ده؟  حضرت ابوبکر رضی الله عنه وفرمايل : مانيولې ده، بيايې وفرمايل  په تاسو کي نن چا د ناروغ پوښتنه کړې ده؟  حضرت ابوبکر رضی الله عنه وفرمايل: ما د ناروغ پوښتنه کړې ده.

رسول الله صلی الله عليه وسلم بيا پوښتنه وکړه ، چي نن چا په مسکين خوراک کړی دئ؟ حضرت ابوبکر رضی الله عنه وفرمايل : ما په مسکين خوراک کړی دئ.

رسول الله صلی الله عليه وسلم بيا پوښتنه وکړه، چي په تاسو کي نن چا د چا په جنازه کي ګډون کړی دئ؟ حضرت ابوبکر رضی الله عنه وفرمايل:  ما ګډون کړی دئ.

رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل: چي څوک په يوه ورځ کي دا ټول کارونه وکړي هغه به خامخا جنت ته ځي.

ماخذ ( حياة الصحابه ، ج ۲ ، ص: ۶۴۸ )

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته