تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اوس تر بل هر وخت د تعلیم ودي ته زمینه برابره ده
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 22, 2023
  0

اوس تر بل هر وخت د تعلیم ودي ته زمینه برابره ده

 
لیکنه: بریالی فیضي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

د اسلام په مبارک دین کي تعلیم ته ډېر ارزښت ورکړل سوی، آن د هر فرد له پاره لازمي بلل سوې ده، چي تعلیم وکړي، که نر وي که ښځه.
د افغانستان ا.ا هم همدغه ټکي ته پام سره په هیواد کي د تعلیم له پاره خورا وړ چاپېریال رامنځته کړی دئ، په ټول هیواد کي علمي مرکزونه فعاله دي او په علمي برخه کي خپل خدمات وړاندي کوي.


په افغانستان کي د تیرو شاوخوا څلورو لسیزو راهیسي د جنګ جګړو له امله د تعلیم برخي ته خورا زیات زیان رسېدلی، په ټول هیواد کي زیاتره اوسېدونکي بې تعلیمه پاته سوي.


د تعلیم څخه محرومه ټولنه طبعا په طب، انجینري او نورو طبیعي او ټولنیزو علومو کي شاته پاته کيږي، چي دا چاره بیا د ټولني له پاره په اوږدمهال کي خورا زیانمنه تمامیږي.


اوس چي ا.ا په افغانستان کي واکمن سوی، دلته امنیت ټینګ سوی، په تعلیمي او تحصیلي نصاب کي د پردیو اشغالګرو هیوادونو د مداخلې مخنیوی سوی او د تعلیم د ودي له پاره خورا بهترینه زمینه برابره سوې ده.


د افغانستان ا.ا په دیني او عصري برخو کي د تعلیم د ودي له پاره تر دې دمه خپله ژمنتیا ثابته کړې ده، د ښځي او نر له پاره ئې د تعلیم منظم چاپېریال رامنځته کړی.


دا چي په ټول هیواد کي آن په پوهنتونونو کي هم ښځينه زده کړیالاني په زده کړو بوختي دي او چا ئې مخه نه ده نیولې، همداسي ژر ده، چي د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر مخ به هم دروازې پرانیستل کیږي او نجوني به خپلو زده کړو ته ادامه ورکوي.


د افغانستان ا.ا مسؤلینو په وار وار ویلي دي، چي د ښځو د زده کړو مخالف نه دي؛ بلکي د دوی د تعلیم له پاره د یوه ښه مصؤن چاپېریال پر رامنځته کولو کار کوي.


په تیرو څلورو لسیزو کي د تعلیم وده د جنګ او جګړو له امله په ټپه درېدلې وه، خو دا دئ نن هغه مشکل نسته، امنیت تأمین دئ او په کوم ملک چي امنیت وي، هلته تعلیم وده کوي.


د تعلیم په مرسته یوه ټولنه کولای سي په ډيرو برخو کي خپل پرمختګ ته ادامه ورکړي، دوی کولای سي د تعلیم په مرسته دین او دنیاوي علوم زده کړي.


مثلا که په یوه ټولنه کي د دین باخبره علماء کرامو ته ضرورت سته په همدې شکل په دنیوي علومو کي هم پوه او مسلکي کسانو ته اړتیا سته.


نو په پایله کي باید وویل سي، چي د افغانستان ا.ا په هیڅ صورت د تعلیم د ودي خلاف نه دئ، بلکي لا ئې هم د تعلیم د ودي له پاره زمینه برابره کړې ده، نو د خلګو له پاره دا مهمه ده، چي له دې ښایسته فرصت څخه لکه څنګه چي ښايي استفاده وکړي او نر او ښځي دي تعلیم ته مخه کړي، ترڅو هیواد مو د نړۍ د نورو هیوادونو سره سیال سي.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته