تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دا گرده گناه زما د خاوند وه
 
  November 18, 2015
  0
رالېږونکې: ع. مسروق

یوه نیکه ښځه وه د هغې خاوند زرگر وو. ددغې ښځې کور ته له دیرشو کالو راهیسی یو نیک کس راتلی. خو کله یی هم د هغې پر خوا نه وه کتلی. یوه ورځ چي هغه راغلی نو ددغي ښځي لاس یې ونیوی. د هغې خاوند چي راغلی نو دې ښځي سوال ځني وکړی چي ایا نن له تانه یو گناه صادره سوی ده؟ هغه وویل چي نور مي څه نه دي کړي خو دومره مي وکړل چي یوې ښځي زما څخه کړه اخیسته، د هغې لاسونو ته چي مي وکتل نو شیطان وسوسه راواچول.  ما په زوره د هغې د لاس بند ونیوی. ښځي ورته وویل چي څنگه تا د خپل مسلمان ورور له ښځي سره کړي دي، الله رب العزت د هغه بدله واخیستل، ستا له ښځي سره همدغه سلوک وسو. 
 
بیا سبا ته هغه مخکنی نیک کس راغلی او معذرت یې وغوښت. ښځي ورته وویل چي ستا هیڅ گناه او خطا نه وه، دا ټوله گناه او خطا زما د خاوند وه.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته