تازه سرليکونه
د (فتوا قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: د قرانکریم الفاظ په انګریزي لیکل
 
  April 24, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٤۱۵)

نوم: احسان الله

سوال : یو چا لره دا اجازه سته چی د قران ایاتونه په بله ژبه نویشته کړی مثال عبدلرحمن په عربی ژبه او دوی یی داسی نوشته کړی  Abdul Rahman لکه څنګه چي قران ویل کیږي هم هغسي په انګلیسي ژبه ویل کیږی که يې اجازت سته په کوم ایت یا حدیث سره که يې اجازه نسته هم په کوم ایت یا په کوم حدیث سره؟

جواب :

حامداً و مصلياً

د قران د آياتو اجازه نسته چي په بله ژبه يي ولیکي ،  مګر د  قران کریم د ترجمي او تفسير اجازه سته چي په هره ژبه  ئي ولیکي سره د نقله  د قران مجید د آياتونو، ځکه الله عزوجل قران مجید په عربي ژبه نازل کړى دى،  پر مسلمانانو ئي زده کړه او لیکل په عربي ژبه لازمه ده ، که چيري د قران کریم اجازه په بله ژبه جائز سي نو عربي قران به ختم سي .(١)
 
جواب : مولوى رفيع الله 
الجواب : مولوي عبدالهادي او مولوي سيد عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسيني 
تعليم الاسلام راډيو دارالافتاء
کندهار افغانستان 
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱):إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ. سورت یوسف آیت ۲ .
(۲): ذکره فی  الکافی وفیه ان اعتاد القراة بالفارسية او اراد ان يکتب مصحفا بها يمنع وان فعل في اية او آيتين لا فان کتب القران وتفسير کل حرف وترجمة جاز.
(۳): من تعمد ذلک يکون زنديقا او مجنونا فالمجنون يداوي والزنديق يقتل. فتح القدير والکفايه: ج١ ،ص٢٤٨- ٢٤٩.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته