تازه سرليکونه
د (فتوا روژه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا-په اسلام کي اوله روژه چانيولې ده؟
 
  November 23, 2011
  1

پوښتنه: په اسلام کي اوله روژه چانيولې ده؟ 

 د پو ښتني کوونکي نوم : حاجي مختار احمد  

جواب: دا هم د مخکنۍ پوښتني په شان ده ددې پوښتني سره کوم شرعي حُکم تړاو نه لري ، كوم څه چي مونږ اړتيا ورته لرو هغه دا دي چي د روژې د فضيلت په هكله معلومات را ته حاصل سي ، د روژې  په احکامو ځانونه خبر کړو، خو دوني ويلاى سو چي روژه يوازي پر دې اُمت فرض سوې نه ده  بلکي پر مخکنيو اُمتونو هم روژه فرض وه ، البته د کيفيت او څرنګوالي له مخي به څه تفاوت د يوه او بل اُمت د روژو تر منځ ؤ. الله جل جلاله په سورة بقرة کي فرمايلي دي:یَا اَیُّهَا الَّذِیْنَ آَمَنُوْ کُتِبَ عَلَیْکُمُ الصِّیَامَ کَمَا کُتِبَ عَلَی الَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِکُمْ لَعَلَّکُمْ تَتَّقُوُنَ ط (الآیة)ژباړه: اې مومِنانو پر تاسو باندي روژه فرض سوې ده لکه څرنګه چي له تاسو څخه وړاندي پرمخکنيو اُمتونو روژه فرض سوې وه ، ښايي تاسي د روژې په نيولو د ګناهونو او معصیت څخه ځانونه وساتی. نو روژه يوازي پر دې اُمت نه ده فرض سوې بلکي پر مخکنيو ټولو اُمتونو د روژي فريضه وه البته په دي کي یې فرق درلود چي د څه وخت څخه بیا تر څه وخت پوري نيول کېدله، څه ډول احکام یې درلودل او په کومو ورځو کي نيول کېدل.

د تعلیم الاسلام مجلې د لومړی ګڼې څخه

ټولي تبصرې (1)
احمد ياسر
June 8, 2019

پوښتنه:که يو چا باندي قضايې روژې باندي وي او ده يو يا دوې قضايې روژې نيولي هم وي ورسته بيا خبر سي چي ما باندي مخکي د دې قضايېو روژو څخه نوري روژې باندي وې نو هغه يوه يا دوې روژې چي نيولي دى ههغه صحي دى که يا؟؟

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته