تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کينې څخه د زړه پاکولو انعام
 
  November 24, 2011
  0

د کينې څخه د زړه پاکولو انعام

لیکنه: مولوي صالح محمد عطشان

 يو صحابي رضی الله عنه تېرېدی پېغمبرصلی الله علیه وسلم وليدى صحابه كرامو رضی الله عنهم ته يې وفرمايل دا صحابي رضی الله عنه جنتي دى، د جنت زېرى يې د ده مبارك په هكله واوروى (كه نه هسي خو ټول اصحاب كرام رضی الله عنهم  جنتيان وه! د ده مبارك ځانګړتيا په دې کي وه چي خاص د ده نوم نبي کريم صلی الله علیه وسلم ياد کړى او په دى دنيا كي يې د جنت زېری ورکړى دا نو لویه خبره ده) بل صحابي رضی الله عنه چي په دى محفل كي حاضر وو هغه دا خبره د ځان سره وكړه چي د دې جنتي صحابي رضی الله عنه سره به دوستى او خپلوي شروع كوم  ، او وبه ګورم ، چي دا صحابي كوم عمل كوي چي په دنيا کي د جنت زېرى ورباندي وسو ، وروسته يې هغه جنتي صحابي رضی الله عنه ته وويل زه غواړم چي ستا سره درې ورځي ميلمستيا وكړم هغه جنتي صحابي ورته وويل ډېر ښه ستاسو مهمانۍ ته تيار يم.

وروسته ميلمه صحابي د جنتي صحابي معمولات او عبادات په دغه درو ورځوکي وڅېړل د درو ورځو په تېرېدلو سره دغه ميلمه صحابي رضی الله عنه و جنتي صحابي رضی الله عنه ته وويل په تيرو سوو درو ورځو کي ما ستاسو ټول عبادات وليدل داسي عمل مې پکښي ونه ليدئ چي نور صحابه كرامو رضی الله عنهم  دي هغه عمل نه وي کړى د دې وجه څه ده چي تا ته پيغمبر صلی الله علیه وسلم  د جنت زېرى واوروی او هغه كوم عمل دى چي په هغه سره ته جنتي وبلل سوې؟

هغه جنتي صحابي په جواب کي ورته وويل تا وليدل چي زما سره داسي يو عمل نه وو چي زه دي تر نورو صحابه كرامو لوړ مقام ته ورسېږم ، مګر يو عمل زما سره وجود لري ، ميلمه صحابي ورته وويل هغه كوم عمل دى چي ته يې کوې ، جنتي صحابي ورته وويل زه چي د شپې كله بيدېږم همېشه د ځان سره دا وايم ، چي كومو كسانو  وماته تكليف رسولئ وي او زما په زړه كي هغو ته غصه راغلې وي زه ټول د الله جل جلاله لپاره ور معافوم زه د هغو د كينى او بغض څخه سينه پاكوم ښايي زما دغه عمل وي چي الله جل جلاله ته خوښ سوى وي او پروردګار عالم ما لره  د جنت د زېري ذريعه ګرځولى وي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته