تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د استغفار اړوند یوه عجیبه واقعه
 
  November 4, 2016
  0

 
سرچينه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

یوه عجیبه واقعه

حضرت ثابت بناني رضی الله عنه  فرمایي چي زه له حضرت مصعب بن زبیر رضی الله عنه سره په کوفه کي وم زه یو باغ ته دننه سوم چي دوه رکعته لمونځ وکړم ما له لمانځه څخه وړاندي د ”حم ” سوره مؤمن آیتونه تر ”الیه المصر” پوري و لوستل ناببره مي و لیدل چي زما شاته یو کس پر سپینه قچره سپور ولاړدي چي یمني جامې يې اغوستي دي ما ته یې وویل:

چي کله ته ”غافر الذنب ” لولې نو دا دعا ورسره کوه ”یا غافر الذنب اغفرلی ” ای د ګناهونو معافوونکي ماته معافي وکړه کله چي ”قابل التوب ” لولې نو دا دعا کوه چي ” یا قابل التوب اقبل توبتی ” یعني ای توبه قبلونکې زما توبه قبوله کړه بیا چي ”شدیدالعقاب ” لولې نو دا دعا کوه،
 
چي ” یا شدید العقاب لاتعاقبنی ” ای د سخت عذاب خاونده ما له عذاب څخه وساته او کله چي ”ذی الطول” لولې نو دا دعا کوه چي ”یا ذالطول طل علی بخیر” ای احسان او انعام کونکې پر ما انعام وکړه ثابت بناني رضی الله عنه فرمایي چي د دې وعظ تر اورېدو وروسته چي مي هاخوا وکتل هلته هیڅوک نه وو زه د هغه په پلټني کي د باغ دروازې ته راغلم او له خلګو څخه مي پوښتنی وکړي چي داسي یو کس په یمني جامو کي دلته چا لیدلی دی ټولو وویل چي نه د ثابت بناني رضی الله عنه په یو روایت کي د دې ذکر نه سته.
 
 
----------------------------
 
مأخذ: ابن کثیر، معارف القران ج ۷ ص ۵۸۲،
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته