تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ګران میلمه هر کلی
 
  June 12, 2016
  0

 

تصور وکړی چي ستاسو ګران او زړه ته درنیږدي دوست له یو کال راهیسې مسافر دی او اوس خبریږی چي هغه دوست مو راځي . ستاسو احساس به ځه وې ؟ څنګه به  د هغه هر کلی کوی؟ د هغه په لیدلو به ځومره خوشحاله سی؟
.
فکر کوم الفاظ به نه وي چي تاسو خپل احساسات پکښي څرګند کړی . کيدای سي ورځي او مياشتي به په تياريو کي تيري کړی او  په دیدار به یي  ځان بختور احساس کړی.

ښه اوس تصور وکړی  چي دا  ګران مسافر مو  د روژې میاشت ده. هو هغه مسافره میاشت چي تاسو يي  يو کال د هغه د بيا راتګ په انتظار کي تیري کړې تر څو د هغې په  برکت کي  بيا ژوند وکړی. 

 الله جل جلاله تاسو ته، هو، تاسو ته ، يو بل چانس درکړی تر څو داسي میاشتي ته چمتووالی ونیسې او  هرکلی یې وکړې..
 
 وایي کله چي حضرت يعقوب علیه السلام د حضرت يوسف علیه السلام بوی کلومتره  لري احساس کړ نو وویل:

{وَلَمَّا فَصَلَتِ الْعِيرُ قَالَ أَبُوهُمْ إِنِّي لَأَجِدُ رِيحَ يُوسُفَ لَوْلاَ أَن تُفَنِّدُونِ }
كله چې دغه كاروان ( له مصر نه) روان شو نو د هغو پلار ( په كنعان كښې) وويل" زه د يوسفع خوشبوئي محسوسوم ، نه چې تاسې دا ووائي چې زه په زړښت كښې كاواكه شوى يم".

سبحان الله، په داسي حال کي چي حضرت یوسف علیه السلام په فلسطین کي وو  حضرت يعقوب علیه السلام په مصر کې د هغه بوې حسوې . مینه وه چي فاصلې يې لنډي کړې او بوې يې تر یعقوب علیه السلام ورساوه.

تاسو څنګه یاست ؟ آیا ستاسو میني هم د روژې بوې او باد در روسولی ؟ که ستاسو ګناهونه يې لاره ډب کړې، او د رحمت باد تاسو ته نه در پیږدي ؟

آیا ستاسو د تراویح تکبیرونه لا تر غوږ سوي ؟ چي مومنان د خپل خالق مخ ته ولاړ په ساعتونو ساعتونو زاری او  دعاوي کوي؟ 

آیا تاسو د قرآن د تلاوت خوږوالی  احساس کړی ؟ چي د الحمد الله په ویلو مومنان نه ستړي کيږي ؟

آيا تاسو د ليلة القدر شپې (چي معادل یې د۸۳ کلونو عبادت دی) په تلاش کي یاست ؟!

که ستاسو جواب پورتني سوالونو ته (هو) وي نو بیا به پوښتنه  وکړم  څنګه باید د روژې هرکلی  وکړو ؟!

د شعبان مياشته په همدي  زيري ختميږي چي یو کلن مسافر راځي هغه ګران مسافره  میاشت پر داخلیدو ده. هرکلی یي وکړی .هر کلی یي نه یوازي په مختلفو لوښو  د کور د پاکولو او د پخلي کول دي  بلکه هرکلی يي اماده ګي نیول دي تر څو ایمان مو په زړونو کي زیاد سي او د رحمت په میاشت کي د عبادت شیرني احساس کړو لکه څنګه چی قرآن پاک کي ذکر سوی دی.
 
وايې : په رجب میاشتي کي تخم وکری ، د شعبان میاشت کي یې اوبه کړی او په رمضان کي یي حاصل واخلی . که تاسو د رجب په میاشتي کي تیاری  نه وې شروع کړی اوس یي شروع کړی اوس هم ورځي سته . توبه وکړی ډیر استغفار وویاست او د قرآن شریف تلاوت شروع کړې.

د الله جل جلاله څخه دعا کوو چي د  شعبان د میاشتي رحمتونو را په نصیب کړي او د روژی تر میاشتي پوري ژوند را کړي، د روژې ، لمنځونو او عبادتونو د کولو توفیق را کړي او په خپل دربار کي یې را څخه  قبول کړې. امین یا رب 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته