تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
Hagarism د یهودي عالم سره بحث او دده تېښته
  تعلیم الاسلام
  July 14, 2016
  0

 Hagarism د یهودي عالم سره بحث او دده تېښته

مناظر: استاذ عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
د یوه یهودي عالم سره مي بحث وو، دوی د حضرت اسماعیل علیه السلام مور بې بې هاجرې رضی الله عنها ته Hagar وایي او اسلام ته دوی Hagarism وايي او موږ مسلمانانو ته Hagarian وایي، دوی وايي چي اسلام (هاجریزم) دی دا ځکه چي حضرت اسماعیل علیه السلام د عربو نیکه دی او هغه د بې بې هاجرې رضی الله عنها زوی وو، او دوی وايي چي موږ د اسحاق علیه السلام اولاده یواو حضرت اسحاق علیه السلام د بې بې سارې رضی الله عنها زوی وو، نو ځکه موږ نشو کولای چي د مینځې (بې بې هاجرې رضی الله عنها) د زوی د نسل ددین تابعداري وکړو، له ده سره زما بحث دادی:
 
یهودي عالم: ته مسلمان یې؟ 
 
مناظر: بلې زه مسلمان یم او تاسی؟ 
 
یهودي عالم: زه یهودي یم او په بیت المقدس کي یم.
 
 مناظر: تاسی زموږ ددین په هکله څه نظر لری؟ 
 
یهودي عالم: د اسلام دین غیر یهودي دین دی او د مینځې د زوی د نسل دین دی نو ځکه موږ ته د منلو نه دی.
 
مناظر:  یعني ستاسو مطلب دا دی چي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د حضرت اسماعیل علیه السلام له نسله دی او دی عرب دی یهودي نه دی نو ځکه یې تاسی نه منی؟
 
یهودي عالم: بلې! موږ و تاسو ته هاجرین وایو، دین ته مو هاجریزم وایو نو ځکه موږ ته د منلو نه دی.
 
مناظر: تاسي وایاست چي بې بې هاجره رضی الله عنها مینځه وه، داسي نه ده بلکې هغه د مصر شاهزادګۍ وه، او هغه پاچا ددې لپاره ورکړه چي دغه بې بې هاجره خو شاهزادګۍ ده خو ستاسو خدمت به کوي، او بل دا چي حضرت عیسی علیه السلام خو تاسي خپله وایاست چي یهودي وو نو تاسی له هغه سره څه وکړل؟
 
 د حضرت زکریا علیه السلام، حضرت یحی علیه السلام او نورو هغو پیغمبرانو سره مو څه وکړل چي د بني اسرائیلو انبياء وه؟ هغه ټول مو یا شهیدان کړل، یا مو رد کړل، د حضرت موسی علیه السلام سره موڅه وکړل چي ستاسو د ټبر یو اولی العزم پیغمبر وو، تورات مو ورتحریف کړ، احکام مو ټول ور تحریف کړل، حضرت عیسی علیه السلام خو په ۳ کاله کي صرف ۱۲ کسه حواریین پیداکړل وناستې او وولاړې ته مو نه پریښودی، اخر مو دده د شهادت توطیه وتړل او خدای در څخه ژوندی پورته کړ، دایې ستاسو انصاف او دا ستاسو د ټبر او قوم پیغمبران علیهم السلام. 
 
زما ددې لیکنې وروسته هغه چوپ سو او نه یې بیا بل سوال راغلی او نه هم بل ځواب.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته