تازه سرليکونه
رکن او شرط
 
  December 4, 2011
  0

رُکْنُ

رُکْنُ د شي هغي برخي يا اجزاؤ ته وايي چي دا شى د هغه څخه جوړ سوى وي او بېله هغه څخه موجود کېدلاى نسي .
البته د شيانو موجوديت فرق لري ، د ځينو شيانو موجوديت حسي وي ، وجود يې محسوس کېدلاى سي ، لکه سکينجبين چي عسل او سرکه يې دا ډول اجزاء دي چي بېله هغو څخه اصلي سکينجبين جوړېدلاى نسي ، عسل او سرکه چي سره ګډ سي ، اصلي سکينجبين ور څخه جوړيږي .د ځينو شيانو موجوديت بيا معنوي وي ، که په شريعت کي اعتبار ورکول سي موجود ګڼل کيږي ، که په شريعت کي اعتبار ور نه کول سي بيا غير موجود بلل کيږي .

لکه لمونځ چي قرائت ، قيامه ، رکوع او سجده يې د ارکانو څخه دي ، د لمانځه د ارکانو څخه که يو رکن پاته سي ، که څه هم يې نور ارکان پر ځاى سي بيا هم په شريعت کي اعتبار نه ورکول کيږي او داسي ګڼل کيږي لکه هيڅ چي موجود سوى نه وي . نو کوم معاملات چي ايجاب او قبول يې رکن ګڼل کيږي ، که بېله ايجاب او قبول څخه يې خلک انجام کړي ، په شريعت کي هغه ته اعتبار نه ورکول کيږي .

شرط
 شرط هغه ته وايي چي د يو شي وجود پر هغه موقوف وي خو خپله دا شى د هغه څخه جوړ نه وي ، لکه اودس او د عورت پټول چي د لمانځه د شرطونو څخه دي . د رکن او شرط ترمنځ فرق دادى چي رکن د شي په ذات کي داخل وي يعني د شي داسي جزء او برخه وي چي بېله هغه څخه شى موجود کېدلاى نه سي .

شرط د شي د ذات څخه وتلى وي يعني د شي جزء نه وي خو د شي صحت پر هغه موقوف وي . که څوک بې اودسه لمونځ وکړي يا بېله رکوع څخه لمونځ ادا کړي ، لمونځ يې نه صحيح کيږي ځکه اودس او رکوع دواړه د لمانځه د فرضونو څخه دي . البته اوداسه ته د لمانځه شرط ويل کيږي او رکوع ته د لمانځه رکن ويل کيږي ، ځکه اودس د لمانځه څخه وتلى دى ، ځان ته جلا عمل دى ، رکوع بيا د لمانځه په دننه کي ادا کيږي ، د لمانځه يوه برخه ده .

سرته