تازه سرليکونه
د (غربي نړۍ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کوم هیواد تاریخ؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 6, 2018
  0

ژباړه: محمد سليمان قرين / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


آيا پوهېدلاست؟
د کوم هیواد تاريخ د جنګ او سخت دريځي څخه ډک دئ؟


کوم وخت چي د سولي او امنيت په اړه بحث کېږي اکثره خلګ فکر کوي، چي د نړۍ د سترو قدرتونو پرته سوله د ځمکي پر مخ نه قائمېږي، مګر که د موجودو سترو قدرتونه و تاريخ ته یو نظر واچوو، و به مومو چي د هغوی تاريخ اکثره په جنګ او نظامي مداخلاتو کي نغښتی دئ. 


په دې ملحوظ يو له دغو هیوادونو څخه، چي تاريخ ئې د نورو ټول هیوادونو په وړاندي سر تر پایه په جنګ او سخت دريځۍ ډک دئ، د امريکا متحده آيالات دي. د امريکا متحده آيالات په ۱۷۷۶ ميلادي کال کي تأسيس سول، که چېري کليزي (تقویم) ته توجه وکړئ، له هغه وخت څخه بیا تر اوسه پوري د دغه هيواد له عمر څخه۲۴۰ کاله تېرېږي، چي د عمر ۲۰۰ کاله ئې په جنګ او سخت دريځۍ کي تېر سوي دي. 


بناً امريکا د ځمکي پر مخ یوازنی هيواد دئ، چي ډېر وخت ئې په جنګ او نظامي مداخلاتو تېر سوی دئ او اوس هم د مسلمانانو پر ضد ډېری لوی جنګونو دوی رهبري کوي. د ټايمز د مجلې پر اساس امريکا د خپل جغرافياوي قلمرو څخه دباندي د ۸۰۰ پر شاوخوا نظامي اډې لري، چي د هغوی ټول مصرف او لګښت په کال کي ۱۵۶ ميليارډه ډالره برآورد کېږي، چي د متحده آيالاتو د نظامي بودجې يوه ربع (څلورمه برخه) تشکلوي.


د امريکا هيڅ رئيس جمهور په واقعت کي د سولي او آرامۍ د وخت رئيس جمهور نه ګڼل کېږي، بلکي د امريکا ټول جمهور رئيسان د جنګ د وخت رئيس جمهوران ګڼل کېږي. نو ځکه ډېره د خندا وړ خبره ده، چي لا تر اوسه هم امريکا د سولي او عدالت غوښتني شعار پورته کوي، پس الله سبحانه وتعالی د دغسي نړۍ والو مفسدینو په اړه داسي فرمايي:


وَ اِذَا قِیۡلَ لَہُمۡ لَا تُفۡسِدُوۡا فِی الۡاَرۡضِ ۙ قَالُوۡۤا اِنَّمَا نَحۡنُ مُصۡلِحُوۡنَ ﴿۱۱﴾ اَلَاۤ اِنَّہُمۡ ہُمُ الۡمُفۡسِدُوۡنَ وَ لٰکِنۡ لَّا یَشۡعُرُوۡنَ ﴿۱۲﴾  [البقرة: ۱۱-۱۲)
ژباړه: او کله چي دوی ته وويل سي، په ځمکي کي فساد مه کوئ، دوی وايي موږ خو یقيناً اصلاح کوونکي یو. خبر اوسئ، بېشکه چي خپله  همدا دوی مفسدین دي، مګر شعور نلري.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته