تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د معنویت د لوړلو لپاره یو څو خبري [ اوله برخه ]
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 1, 2019
  0

د معنویت د لوړلو لپاره یو څو خبري [ اوله برخه ]


لیکنه : مفتي احسان الله رشاد


موږ په داسي زمانه کې ژوند کوو ، چې په هر ځای کې فتنې خوري وري دي ، انساني او نفساني خواهشات کې ډير دي ، لکه څرنګه چې انساني زندګي عصري شوه ، ورسره فتنې هم عصري شوې ، په فتنه کې اخته کېدلو کې نه شرم محسوسیږي ، او نه لاس رسی ورته ګران دی ، بلکي په فتنه لړلی سړی نن سبا عصري سړی یاديږي ، او له فتنې خوندي انسان ته د کښته سړي په سترګه کتل کیږي ، نو په داسي نازک وخت کې د خپل ایمان خوندي ساتلو او ایماني قوت مضبوطولو لپاره اړین یو ، چې د خپل خوږ پیغمبرﷺ ژوند ته را وګرزو ، د هغه د صحابه وو ژوند مطالعه کړو ، د هغوی سره ځان جوړ کړو ، خپل معنویات لوړ کړو ، په دې اړه ځیني داسي کارونه دي ، چې باید وشي ، او په حقیقي معنا سره وپېژندل شي ، لکه : نیت ، اخلاص ، صدق ، تقوی ، په عهدو وفا ، صبر ، شکر ، تواضع ، احسان ، حُسن خُلق ، توبه او اصلاح ذات البین ، او له ځینو نور باید ځان وژغورل شي ، او حقیقت يې وپېژندل شي ، لکه : ریا ، کِبَر ، عُجَب ، حسد ، نفاق ، ظلم ، غیبت ، دروغ ، نمیمه ، حب الدنیا ، اتباع النفس او حقوق العباد .


دا اعمال هغه څه دي ، چې د انسان د ژغورلو لپاره ، د ایمان د تقویت لپاره او د معنویاتو د استوا د لوړو لپاره ډیر اړین او مؤثر دي ، که په ښه ډول وپېژندل شي او عمل ورباندي وشي ، مشکل دا دی ، چې د یاد اعمالو حقیقت موږ نه پېژنو او د عمل د سوچه کولو لپاره يې اهمیت نه پېژنو ، دې طرف ته بلکل توجه هم نه کوو ، که لږ د خپل عمل د اصلاح ، د معاشرې د اصلاح په فکر کې شو ، هر څه اسانه دي. د هر عمل ، هغه که نیک وي او که بد ، هم پر فرد اثر لري او هم پر مجمع باندي ، نن سبا چې په کورو ، کلیو ، عامو خلکو او د دوو وروڼو په منځ کې مشکلات او بدبینۍ شتون لري ، ستر لامل يې همدا دی ، چې یاد اعمال مو په حقیقي معنا نه دي پېژندلي ، او نه مو عمل ورباندي کړی دی ، که موږ یاد اعمال د راتلونکي بحث سره سم وپېژنو او عمل ورباندي وکړو ، نو تر ډیره حده به مو خپل معنویات د معنوي مرض نه خوندي ساتلي او د معاشرې په اعتبار سره به مو اصلاح ذات البین په کامله معنا تر سره کړی وي .


په راتلونکو بحثو کې به ان شاء الله تعالی د دې هر یو پېژندنه ، ډولونه ، اثرِ مرتب ، د انسان ورباندي مکلفیت او د عملي کولو طریقې به يې په اسانه طرز او طريقې سره بیان کړو .


د کتونکو څخه هیله لرم ، چې د خپل ځان ، کور او اولاد د ژغورلو لپاره تر پایه راسره پاته شي ، او د اصلاح ذات البین په خاطر يې تر نورو پوري په رسولو کې کوښښ وکړي .


نور بیا . . . 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته