تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ټولنیز لیکوال
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 19, 2021
  0

لیکنه: عبدالقدیر پوپل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

ټیکنالوژي نن سبا  د چاړې په څېر ده ، ځیني سته چي د هم ټکنالوژی په مټ د اسلام سپیڅلی پیغام تر غربه رسوي او نور بیا همدې ټیکنالوژۍ ته دومره وخت ورکړی چي دنیا خو دنیا پرېږده اخرت یې هم په خراب کړی وي. په هر صورت غواړم چي څو دقیقې راسره مل اوسئ او هغه لاري درسره شریکي کړم چي په مټ يې تاسو دا ټیکنالوژي په خپله ګټه وکاروی، په ځانګړې توګه د هیواد لیکوالان .


لیکوالان د قلم د طاقت او ځواک سره سره باید د ټیکنالوژي په ځواک هم ځانونه سمبال کړي ، خپل زحمت د همدې لاري د لوست او مطالعې تر مینه والو ورسوي .


افغان ځوانان چي نن سبا خپلي ټولني ته د لیک او ژباړي د لاري ډیر خدمت کوې اکثره وخت يې په څپو کي یاد خدمات ورکیږي چي زما په نظر یاد مشکل د ټیکنالوژۍ په مټ حل کیدایسي. په افغاني ټولنه کي تقریباً هر دویم کس ټولنیزو رسنیو ته لاس رسی لري نو لیکوالان کولاسي چي د لاندي پاڼو د لاري خپلي لیکني او چاپي اثار وړاندي کړي او یاد خدمت یې د ورکیدلو وژغورل سي.


ویب پاڼه یا بلاګ: هر لیکوال لږ تر لږ بیا د خپلو لیکونو لپاره بلاګ ولري ترڅو د همدې لاري خپلی لیکني ، ژباړي خپرې کړي او هم به دا د لیکوال یو روښانه او شخصي ادرس هم وي. البته که لیکوالان لیکني او ژباړي پر مختلف پاڼو نشروي نو د نشر وروسته يې باید د ارشیف په ډول خپل بلاګ هم وکاروي ترڅو د وخت په تېرېدلو یې دا علمي زحمتونه د بلاګ د لاري د کتاب یا مجلې شکل اختیار کړي . خو که مالي امکانات لري نو ویب پاڼه بهتر ده .

 


پر ټولنیزو پاڼو حضور 


۱ : فېسبوک(Facebook) : افغانۍ ټولنه  ډیر فېسبوک کاروي نو لیکوال هم باید د خپل شخصي ژوند سره سره  خپله لیکنه د فېسبوک د لاري د مینه والو سره شریکه کړي. د یوې خوا به د مینه والو او دوستانو سره په اړیکه کي وي، د بلي خوا به یې چي کله هم کومه لیکنه ، ژباړه یا لیکلي آثار چاپیږي هغوی به یې خبر کړي وي .خو یاده پاڼه باید یوازي او یوازي د خپل بلاګ یا ویب پاڼي ته د خلګو د ور جلبولو لپاره ونه کارول سي بلکي د عادي ژوندانه شېبې هم خپرې سي تر ځو پاڼه کاروباري نه، ټولنیزه پاته سي.


دویم: ټویټر(Twitter) : که څه هم په عام ډول په افغانۍ ټولنه کي ډیر کاروونکي نلري خو بیا هم باسواده او د قلم خاوندان یې ډیر استعمالوي نو لیکولان باید د اوږ مهال پر مختګ لپاره ټویټر استعمال کړي. لیکوالان لاندي هش ټېګونه کاروي:


# کتاب ، #کتاب خوان ، #لیکوال ژوند ، #نوی کتاب ، #زما کتاب ، #خوندر کتاب ، #کتاب او چای ، #کتاب او لیکوال ، #زما کتاب خانه # زما د خوښی لیکوال وغیره وغیره


دریم : یوټیوب(YouTube) : پر ټولنیزو مطباعاتو تر ټولو ډیر یې ویډ کتل کیږي خو نالوستي کسان هم ګټه ځني اخیستلایسي . نو هم دې ته په کتلو سره نن سبا لیکوالان د خپلو لیکنو ، ژباړو او چاپي اثارو د بازار موندني (مارکټنیګ) لپاره یې ډیر کاروي او ډیره ښه تنیجه یې ورکړې ده نو یوټیوب چینل درلودل هم بده نده .


انسټا ګرام (Instagram) : لکه ځنګه چي نن سبا خلګ عکسونه ډیر خوښوي نو د عکسونو ټولنیزه پاڼه اسنټګرام باندي هم کولای سي یو لیکوال حضور ولري او د کتاب مخ کتني غوندي عکسونه د خپلو مینه والو سره شریکي کړي.


امیل لیسټ (Email list : د ټولو رسنیو څخه د خپلو مینه والو بریښنالیکونه راوخلئ او د خپل بریشنالیک په حساب کي یې لیست کړئ او کله چي مو نوي څه (لیکنه ، کتاب او څیړنه ) پر لیکه سي، د همدې لاري یې خبر کړئ. 


اخری خو تر ټولو مهم 
څلورم : ګوډ ریډز(Goodreads) : ګوډ ریډز د لیکوالانو او کتابونو د مطالعه کونکو خاص کانال دی یوازي او یوازي ده کتاب لوستونکو او لیکوالانو ځای دی نو لیکول باید حتماً پر کوډ ریډز حاضر وي. د خپلو کتابونو مخ پاڼې دي ور پورته کړي او د خپلو مینه والو نظر دي واخلي.


پر ګوډ ریډز مطالعه کونکي خپل نظرونه ورکوي، د نور سره کتاب شریکوي او د کتاب د ښه او یا بد په اړه خپلي نمرې ورکوي چي د لیکوال لپاره د خپلو مینه والو سره د اړیکو ترڅنګ د کتاب تر نور رسولو ښه ذریع ده .


هر کانال چي تاسو غواړی استعمال کړی یا یې هم استعمالوی نو تبصره ، خوښول ، شریکول او همشنۍ هڅي هیري نه کړئ. په یاد ولرئ چي همشنۍ هڅي او صبر د بریا کیلي ده .

 

اړوند لیکني:

لیکنه او لیکوالان

املاء او انشاء

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته