تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مغرور سړي جالبه قصه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 20, 2022
  0


ژباړه: سمیع الله دُرانی


په بازار کي یو مغرور سړی تیریدئ دده نظر پر یوې ښځي ولګیدئ چي مرتبانه یې پر سر اخیستې وه.
ده ږغ پر وکړ او ویې درول، په مغرورۍ یې پوښتنه ځني وکړه: اې ښځي! چشي خرڅوې؟


سپین سري ښځي ځواب ورکړ: زه کوچي خرڅوم.


سړي ورته وویل: ته یې راښکاره کړه، څنګه دي؟


ښځي چي د مرتباني خوله خلاصول یوه ټوټه کوچي د سړي پر کالو ولویدل.


سړی خښمیدئ او ورته یې وویل: په سترګو نه وینې چي زما قیمتي کالي دي راولړل؟ زه تر هغه وخته تا نه پریږدم چي ددغه کالو قیمت دي نه وي راکړی.


ښځي په کمزوري ږغ ورته وویل: زه مسکینه ښځه یم او ما ستا پر کالو باندي قصداً کوچي نه دي توی کړي، ما وبخښه او پرې مي ږده.


سړي ځواب ورکړ: تر هغه وخته دي نه پریږدم چي زما د کالو قیمت دي نه وي راکړی.


ښځي پوښتنه ځني وکړه: ستا د کالو قیمت څو دئ؟


سړي ورته وویل: ۱۰۰۰ پیسې.


ښځي ژړا شروع کړل او ویې ویل: زه مسکینه یم زما سره ۱۰۰۰ پیسې د کومه وې؟


سړي ورته وویل: زه یې خامخا غواړم.


ښځي ورته وویل: ما وبخښه او ما دلې مه رسوا کوه.


سړي ښځه نه پرې ښودل؛ یو ځوان تیریدئ، ځوان ددغه پیښي پوښتنه له ښځي څخه وکړل.


ښځي ټوله قصه ورته وکړل.


ځوان هغه سړي ته وویل: جنابه! زه یې پیسې درکوم.


 له جیب څخه یې ۱۰۰۰ پیسې راواخیستلې او هغه مغرور سړي ته یې ورکړلې.


هغه سړي زر پیسې په جیب کي واچولې او روان سو.


ځوان ورته وویل: چیري روان یې؟


سړي ورته وویل: ستا نور کار زما سره نسته.


ځوان ورته وویل: تا زما څخه د خپل قمیص قیمت وانه خیستئ؟


سړي ورته وویل: بالکل، هو ۱۰۰۰ پیسې مي درڅخه واخیستلې.


ځوان ورته وویل: نو بیا کالي چیري وړې، زما کالي راکړه؟


سړي ورته وویل: هغه د څه لپاره؟


ځوان ورته وویل: موږ تا ته ستا د قمیص قیمت درکړی دئ اوس به ته موږ ته د خپل قمیص قیمت راکوې.


سړی ډیر خراب سو او ورته یې وویل: زه لوڅ ولاړسم؟


ځوان ورته وویل: زه دي په هغه کار نه لرم.


سړي ورته وویل: زه دا قمیص نه درکوم.


ځوان ورته وویل: نو بیا ما ته ددغه قیمت راکړه.


سړي ورته وویل: ددې قیمت څو دئ؟


ځوان ورته وویل: ۲۰۰۰ دوه زره پیسې.


سړي ورته وویل: خو تا ما ته ۱۰۰۰ پیسې راکړي دي.


ځوان ورته وویل: ته په دې کي هیڅ کار نسې درلودای.


سړي ورته وویل: ددې قیمت خو بیخي ډیر سو.


ځوان ورته وویل: بس صحیح دئ زما قمیص راکړه.


سړي ژړا شروع کړل او ویې ویل: ته زما رسوا کول غواړې؟


ځوان ورته وویل: تا دغه مسکینه ښځه رسوا کول.


سړي ورته وویل: دا ظلم او زیاتی دئ.


ځوان ورته وویل: کمال خو دا دئ چي تا ته ظلم معلومیږي.


دغه سړي د خپلي بې عزتۍ څخه د ساتلو په خاطر دوه زره پیسې ځوان ته ورکړلې.


ځوان د خلکو مخته وویل: دا دوه زره زما له طرفه ددې ښځي سوې.


زموږ هم دلته اکثریت داغسي حال دئ.


موږ نورو ته چي تکلیف وررسوو او توهین یې کوو هغه ظلم او زیاتی نه بولو لکن که خبره پر موږ راسي نو بیا ظلم محسوسوو.


که چیري موږ په ټولنه کي د نورو تکلیف د ځان تکلیف وګڼو نو په دنیا کي به له بهترینو قومونو څخه وشمیرل سو.

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته