تازه سرليکونه
د (تجويد ښوونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قرآنکريم د تلاوت آداب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 25, 2020
  0

د قرآنکريم د تلاوت آداب

 

لیکنه: بصيریوسفزي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

۱- له بې اودسی او جنابت څخه د بدن پاکوالی .

۲- مستحب ده چې د تلاوت په وخت کې سړی د قبلی په لوري ناست وي .

۳- د تلاوت په شروع کې د «اعوذ بالله من الشیطان الرجیم» ويل واجب دي قوله تعالی :

فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ (98 النحل)

۴- د هر سورت په شروع د « بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ» ويل واجب دي په خاص توګه د فاتحی سورة په شروع کې .

۵- قرآن په ترتيل سره لوستل (ورتل القرآن ترتيلا ) د ترتيل په باره کې شاه عبدالغزيز رح په خپل تفسير کې ليکی دي چه ترتيل په لغت کې صفا او واضح لوستلو ته وايې او په شريعت کې د څو څيزونو لحاظ ساتلو سره تلاوت کولو ته وايې چه هغه څيزونه په لاندې ډول دي :

الف - د حروفو صحيح ادا کول يعنی د خپل مخرج څخه چه د ضا پر ځای دال يا ظا تلفظ نشي .

ب - د وقف پر ځای په شان سره دريدل چه وصل او قطع يعنی يو ځای کول او جدا کول د کلام بې ځايه نشي .

ت - حرکتونه سره کډوډ نشي زور،زير او پيښ په ښه شان ښکاره ادا شي .

ث  - آواز لږ اوچتول چې د قرآن الفاظ له ژبې اوزي او عوږونه واوري .

ج - قرآن په ښه آواز دردونکې غږ تلاوت کول چې په زړه اثر وکړي دردناک آواز په زړه ږر اثر کوي .

ح - شد او مد ښه ښکاره کول چې ددی په ښکاره کولو سره د قرآن لوی شان ښکاره کيږي او له اثر سره مدد کوي .

خ - د رحمت او غذاب د آيتونو حق ادا کول .

۶- د تلاوت پر مهال حاضرين ته واجب دی چې چوپ وي او په نورو کارونو له مشغوليدو څخه بايد ډډه وکړﺉ قوله تعالی : وَإِذَا قُرِىءَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُواْ لَهُ وَأَنصِتُواْ (اعراف ۲۰۴)

۷- قاري او اوريدونکی ته په کار ده چې په خشوع او ادب سره خپل زړه او حواس د قرآن تلاوت ته متوجه کړي چې دا د سکوت له غوښتنی څخه ده لکه په مخکې آیت کې .

مګر فرياد ،چيغی کول شور ماشور جوړول د قرآيت په وخت کې د مشرکانو صفت دي ځکه کله به چې قران لوستل کيده نو مشرکانو به يوله بله سره خبري چيغی او شورماشور جوړولو چې قرآنکريم ورته داسې اشاره کړي ده .

(وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لاَ تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ )(فصلت 26   ) 

(( او کافرانو ويل دغه قرآن ته غوږ مه نيسی او په هغه (مهال )  بيهوده خبرې کوی )).                     

۸- قاري بايد تر خپله وسه قرآنکريم په ښه صوت سره تلاوت کړي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې : (ليس منّا من لم يتغنّ بالقرآن) ((هغه له مونږ څخه نه دی چه قرآن په ښه آواز نه لولی)) .

۹- قاري بايد خپل صوت د سندرو ويونکو،فاسقان يا یهودو او نصارا د دينی آوازونو سره تشبح نه کړي او په او دښه صوت په کوښښ کې د بې ځايه تکلف نه ځان وساتي .

۱۰- قاري او اوريدونکی به د قرآن په آيتونو کې به تدبر فکر کوي او د هغه په معنی او مقاصدو په پيداکولو کې به فکر کوي .

(أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ (النساء 82 )   (( ايا په قرآن کې تدبر او فکر نه کوی ))                                                                                  

۱۱- د قرائت په وخت کې په خشوع کې مبالغه کول او قصداً د ژړا کولو کوښښ مستحب دی

تر څو د خدای ج غطمت او لويې په ياد راوړل شي چې قرآن دهغی کلام دي .

۱۲تر خپله وسه د قرآنکريم د اموامير اطاعت کول او دهغه له مخالفت څخه ځان ساتل ځکه قرآن به د قيامت پر ورځ هغه چاته حجت ،نور او شفاعت وي چې عمل يې ورباندې کړی وي .

مګر هغه څوک چې قرآن تلاوت کوي خو د قرآن له دستوراتو او اواميرو څخه سرغړونه کوي نو قرآن به د قيامت په ورځ پر داسې کس  لغنت وايې .

۱۳- يو مسلمان ته پکار ده چې حد اقل په څلويښتو ورځو کې يو ځل قرآن ختم کړي او سنت ده چې هره ورځ يو جزء تلاوت کړي يا حد اقل د ورځې لس آيته تلاوت کړي ترڅو د غافلان په ډله کې حساب نه شي .

۱۴- مستحب ده چې قاري د قرآن د ختم کې دعا وکړي نور هم حاضر کړي چې په دعا کې ګډون وکړي ځکه چې دا د دعا د استجابت او د خدای ج د رحمت د نزول وخت دی .

۱۵- بايد د قرآن تلاوت د خدای ج د رضا لپاره وي ځکه چې د قرآن تلاوت له لويو عباداتو څخه دی نو عبادت بايد د غيرالله لپاره نه وي .

۱۶- تلاوت د بل غرض او اجرت اخيستلو لپاره حرام دی ، که دچا نه د قرآن په زده کړه اجرت واخيستل شي مکروه دی .

من قرء القران يتاکل به الناس جاء يوم القيامة و وجهه غظم ليس عليه لحم (رواه بيهقي )

((څوک چې قرآن ددی لپاره وايې چه د خلقو نه خوراک وکړي د قيامت په ورځ به په داسې حال کې راشي چه د هغه مخ به تش هدوکې وي غوښه به پري نه وي )).

۱۷- په قرآن کې مجادله کول حرام دی که په کوم شی کې مشکل لري دينی علماؤ ته به ورځي يا به تفاسير مطالعه کوي .

د مجادلی او اختلافاتو به لاس اخلی او له هغه ځای ځحه به وځې .

«لاتماروا فی القرآن فإن ألمراء فیه کفر» (مسند احمد).

((په قرآن کې به منازعه نه کوي ځکه په قرآن کې مناغه کفر دی ))

 

۱۸- د تلاوت د آیت په اوريدلو سره د تلاوت سجدي اداکول .

 

ماخذ: علم تجويد لومړی برخه

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته