تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ټول ښار ښځي د قرآن کريم حافظاني
 
  October 12, 2015
  0
ژباړه: محمد اسماعیل شهاب
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د تفسیر استاذ حضرت مولانا صوفي عبدالحميد خان سواتي مدظله فرمايي:

ابن بطوطه رحمه الله په اتمه پېړۍ کي ددنيا مشهوره او پېژندل سوی سياح تير سوی دی. هغه د مراکش اوسېدونکی وو، دخپل ژوند اووه ويشت کاله يې په سياحت کي تير کړي دي او د نيمي نړۍ سفر  يې طی کړی دی، بالآخره خپل هيواد مراکش ته ولاړی او هلته وفات سو.

هغه په خپله سفرنامه کي ليکلي دي چي کله زه هندوستان ته ورسېدم، نو هلته په شمال کي په يو مشهور ښارګوټي لؤلؤ کي پاته سوم، نو د ښار سروې چي مي وکړه، نو هلته د علم دومره قدر  لوړ والۍ وو، چي په هغه ښار کي د هلکانو د زياتو مدارسو څخه علاوه ۱۳ مدرسې د ښځو هم وې، او  د هغوی اثر  پر ټوله ښار داوو چي ما هلته لږ تر لږه داسي زنانه ونه ليدل چي هغه دي د قرآن حافظه نه وي، ګواکي د ټوله ښار  زنانه د قرآن کریم حافظاني وې.  (ملخص از معالم العرفان فی دروس القرآن).
 
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته