تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دشيطان دام (لومه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 30, 2020
  0


دشيطان دام (لومه)

 

ليکنه مولوي محمد اخترصاحب /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


انسان دژوند ډګر ته ددې لپاره راننوتى څو خپلي اصلي موخي ته ورسيږي مګر کله چي شيطان دالهي دربار څه وشړل سو دالله(ج) څخه يې وغوښتل چي ده ته داسي لومه ورکړي څو دى وتوانيږي دهغې لاري څخه انسانان ګمراهان کړي او دوزخ ته يې وغورځوي ، دده داغوښتنه ومنل سوه البته شيطان ته  څو ډوله دامونه وړاندي سوه چي کوم دام غواړي چي انسانانو ته يې کښېږدې ، شيطان نه ومنل او وې ويل چي دا ماته بسنه نه کوي  ترداسي بريده چي آخر دښځي دام ورته وښودل سو چي دا دام غواړې چي انسانانو ته يې کښېږدې؟ شيطان دغه دام غوره او انتخاب کړ او ډېر خوشاله سو ځکه دى په دې باور  وو چي ددې لاري څخه زه  کولاى سم چي انسانان ډېرژر ګمراه کړم. مولانا رومي(رح) په خپل کتاب مثنوي کي دغه مطلوب په شعرونو کي رسم کړى دئ چي مطلوب يې په لاندي ډول دئ:


دشيطان دلومو په اړه دمولانا رومي(رح) ويناوي


شيطان قسم وکړ، چي ټوله انسانان به ګمراه کوي لکه الله(ج) چي په قرآنکريم هم ددغه خبري يادونه کړې ده اوفرمايي:

 

قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ ﴿٨٢﴾ إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ ﴿٨٣﴾ (سورت ص)
ژباړه : شيطان وويل : اې الله! ستا په عزت دي مي قسم وي چي زه به دوى ټوله انسانان ګمراه کوم مګر نه هغه بندګان ددوى څخه چي مخلصان دي.

شيطان دډېرو سترو دامونو غوښتونکى وو ددې لپاره چي هر  انسان پکښي ولويږي او ګمراه  سي ، الله(ج) دده لعين  ددغه غوښتني  لپاره ده ته لومړى مال پيشنهاد کړ، څو دى انسان ته  دمال دام کښيږدي او انسان ګمراه کړي ځکه انسان په طبعي ډول دمال سره مينه لري لکه الله(ج) چي په قرآنکريم کي فرمايلي دي:

 

زُيِّنَ لِلنَّاسِ حُبُّ الشَّهَوَاتِ مِنَ النِّسَاءِ وَالْبَنِينَ وَالْقَنَاطِيرِ الْمُقَنطَرَةِ مِنَ الذَّهَبِ وَالْفِضَّةِ وَالْخَيْلِ الْمُسَوَّمَةِ وَالْأَنْعَامِ وَالْحَرْثِ ذَٰلِكَ مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَاللَّهُ عِندَهُ حُسْنُ الْمَآبِ ﴿آل‌عمران: ١٤﴾
ژباړه  : خلګو ته دښځو شهوتونه ، زامن ، هميانياني، سره او سپين زر ، غوره آسان ،  چارپايان او کښت ښايسته کړل  سوي دي.


شيطان دغه دمالونو دام بس نه وباله بلکي خوابدى سو چي دا دام بيخي کفايت نه سي کولاى ، الله(ج) ددوهم ځل لپاره ده ته شراب او موسيقي پيشنهاد کړه، شيطان تبسم وکړ،  چي دا دام هم تر مخکي دام يو څه ښه دئ مګر وې ويل چي دا دام زما لپاره کافي نه دئ بلکي که دفتنو درياب وچ وي ماته ددې توانايي راکړه چي زه په دغه وچ سوي درياب کي خلګ غرق کړم لکه موسي(ع) چي کله ودرياب ته داخل سو درياب وچ سو مګر کله چي فرعونيان ورداخل سوه په دغه وچ درياب کي فرعونيان غرق سوه ځکه کله دفتنو درياب راسي مګر هغه کسان چي الله(ج) هدايت ور په برخه کړى وي دغه درياب ورته وچ سي لکه موسي(ع) چي کله درياب ته ور داخل سو درياب ورته وچ سو ځکه الله(ج) دده سره ملګرى وو او هدايت دده په برخه وو مګر فرعونيان  پکښي  غرق سوه، موسي(ع) دهدايت لار ښوونکى وو بني اسرائيل يې خلاص کړه ، فرعونيان يې غرق کړه او زه دضلالت ښودونکى يم ماته هم ددې توانايي راکړه چي که درياب وچ سي بيا هم خلګ دفتنو په درياب کي غرق کړم.


پاته دي نه وي چي دشيطان دغه غوښتني دموسي(ع) دقصې تر پېښېدو وړاندي وې ، داچي ده په  موسي(ع) سره مثال ويلى دئ ښايي  چي ده دي دوړاندي لا پر دې قصه علم درلودئ.


شيطان زياته کړه چي اې الله! ماته داسي دام راکړه چي زه په مټ وتوانېږم چي انسانان ديوه مخه ګمراهان کړم داسي دام لکه په خوله کي چي مي  قيزه ور اچولې وي هري خواته چي يې  کشوم کشولاى يې سم.


دشيطان تر دغه خبرو وروسته الله(ج) ده دښځو ددام پيشنهاد وکړ، چي دښځو ښکلا دنارينوو  څخه عقل ، صبر او پوهه وړي، شيطان چي ددې دام واورېدل دستي په رقص اخته سو ، ډېر خوشاله سو او زړه يې ډاډه سو.


همدا وجه ده چي الله(ج) خپلو پيغمبرانو(ع) ته داسي لارښووني کړي دي څو انسانان دښځو دښکلاوو څخه په صحيح طريقه استفاده وکړي او دخپلو سترګو ديد په خپل واک کي ولري او ددې کار لپاره الله(ج) يو لړ احکام راولېږل مثلا دخپلي مېرمني دښکلا څخه استفاده کول جايز او دثواب کار دئ او دنامحرمه ښځي دښکلا څخه استفاده کول او هغې ته کتل حرام او ناجايز دي. اسلامي شريعت خپلي خور او لور ته په شفقت او عفت سره کتل جايز کړي دي او په شهوت سره ورته کتل يې ناجايز کړي دي. انسان کولاى سي چي خپل زوى ته دشفقت او رحم په سترګه وګوري مګر نورو هلکوانو ته دشهوت او بدنيت په سترګه کتل ناجايز دي. څوک چي دبل خوندو ،  مندو او لوڼو ته په شهوت کتل جايز بولي دا په حقيقت کي خپلو خوندو ، مندو او لوڼو ته په شهوت کتل جايز بولي، په داسي حال کي چي هيڅ غيرتمن انسان پر ځان  باندي ديوې لحظې لپاره هم دا کار نه سي  قبلولاى چي بل څوک دي دده خور ، لور او مور ته په شهوت سره وګوري.


انسانان چي کله دښځو ناز او ښکلا ته وګوري  نو  حالت  يې بدل سي ، په  مستۍ او بې پروايي باندي اخته سي دخپله حاله بې حاله سي تر داسي بريده چي په دغه حالت کي شيطان چي هرڅه وغواړي په هرهغه لوري باندي انسان بېولاى سي او که ونه ګوري نو شيطان بيا انسان دومره خپل غلام نه سي ګرځولاى همدا وجه ده چي دوې خبري ديادوني وړ دي هغه داچي شيطان په دې خبره ډېر خوشاله سو چي ده ته دښځو لومه ورکړل سوه او بله خبره داده چي وښځو ته نه کتل دشيطان ددام څخه خلاصون دئ چي وروسته به پردې موضوع باندي تفصيلي خبري راسي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته